افغانستان

د لښکرګاه اوسېدونکي: د حکومت ړندو بمباريو له امله ښار د اور په لمبو کې سوځي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ زمري، ۱۴۰۰ل): حکومتي الوتکو د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د عامو خلکو د کورنو سربېره پر بازارانو او مارکيټونو هم ړندې بمبارۍ کړي، چې له امله يې د خلکو دوکانونو او مارکيټونو اورونه اخيستي دي.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکي وايي، د ړندو بمباريو له امله د خلکو دوکانونه سوځېدلي، ميليونونه افغانۍ زيانونه ور اوښتي او ښار د اور په لمبو کې سوځي.

په لښکرګاه ښار کې د اسوشيټېد پرېس خبري اژانس خبريال زين الله ستانکزي پر خپله فیسبوک پاڼه ليکلي، چې  د بمباريو له امله ښار په لمبو کې سوځي، خلک په سختو حالاتو کې له دوکانونو خپل توکي راباسي.

په ټولنیزو رسنيو کې په خپرو شوو ويډيوګانو کې هم ښکاري، چې حکومت بازار او دوکانونه بمبار کړي او خلک د اور په لمبو کې هڅه کوي، چې خپل پاتې مالونه له دوکانونو راوباسي.

تېره ورځ هم حکومتي الوتکو په لښکرګاه ښار کې د زرګرانو مارکيټ بمبار کړی و، چې له امله يې ياد مارکيټ په بشپړ ډول سوځېدلی و او خلکو ته يې ميلياردونو افغانۍ زيان اوښتی و.

تر دې وړاندې هم حکومتي الوتکو په لښکرګاه کې د بُست خصوصي پوهنتون او تېره اونۍ اريانا افغان تخصصي روغتون بمبار کړی و.

په هلمند کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال سميع سادات په يوه غږيز کلېپ کې ويلي، چې دوی په لښکرګاه ښار کې د جګړې او بمباريو هوډ لري او له خلکو يې غوښتي، چې خپل کورونه او ځايونه پرېږدي.

په ملي شورا کې د هلمند د خلکو استازي، د هلمند مدني فعالان او عام اوسېدونکي وايي، چې د دغو بمباريو قربانيان ملکي وګړي دي او حکومت په لوی لاس د ملکي خلکو کورونه او املاک بمباروي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

طالب جانه د چا دلاسه

طوطی

لږ فکر وکړی که مسلمانان یاست، دا ولی د څه له وجی؟ یوه میاشت مخکی خو دا خبره نوه طالبانو هم ویل چی په ښارونو به حملی نکوو نو دا حملې د کومو کافرو لخواکیږی؟ امریکایان بیا راغلی یا که تور مخی پنجابیان دی د طالبانو په جامه کی؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx