دیني، سیرت او تاریخ

اسلام او د اوسنيو سیاسي فعالیتونو څو ډولونه

لیکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن: عرفان الله لمر شرفزی
حكیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي د اوسنیو رایجو سیاسي فعالیتونو څو ډولونه د شریعت له لیدلوري تر کره كتنې لاندې نیولي او د هغوی په اړه یې اسلامي شرعي حکم بیان كړی دی، چې لاندې د هغې یو څه برخې ته اشاره کېږي:

أ – عمومي اعتصابونه

په اوس وخت كې ځینې وګړي د خپلو غوښتنو د لاس ته راوړلو او پر دولت د خپلو غوښتنو د تحمیل لپاره د اعتصاب له كړنې ګټه پورته کوي. که چېرې موضوع یوازې په دې کچه وي، چې وګړو له خپلې خوښې سره سم اعتصاب کړی وي، خپل کارونه یې رخصت کړي وي او د فساد مرتکب نشي، نو دا کار کېدای شي یو روا تدبیر وي. حکیم الامت وایي:

“اعتصاب او تحریم په شرعي توګه د جهاد له كړنلارو څخه دي، بلكې که په سمه توګه وڅېړل شي، نو د مبارزې یوه کړنلاره ده، چې لږ تر لږه کولی شو هغه مباح وګڼو(1)”.
په اوس وخت کې داسې اعتصاب چې په هغې کې وګړي په خپله خوښه ګډون وکړي شتون نه لري،بلكې ډېری وخت دې کار ته اړ کېږي. په داسې ډول چې که چېرې کوم څوک په هغې کې له ګډون سرغړونه وکړي، نو تر بدني او مالي اذیت او ځورونې لاندې راځي. د وګړو مالونو او دوکانونو ته اور اچول ددې اعتصابونو له لوازمو څخه ګرځول شوي او اعتصاب کوونکي لارې تړي، د لاریو او نقلیه وسایلو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کوي او ډېری وګړي د اعتصاب کوونکو په دا ډول اقداماتو خپل کارونه رخصت او تعطیل کوي. هر څوک چې د خپل اړین کار د ترسره کولو لپاره له خپل کوره راووځي، د خطر احساس کوي او هره شیبه د یوې پېښې منتظر وي. ډېری وخت بې ګناه وګړي تر وهلو او شکنجو لاندې نیول کېږي یا وژل کېږي. امکان لري چې رنځوران (د مزاحمت او لاربندۍ له امله) مړه شي یا غریب وګړي د خوراک د توکو له کمبود سره مخ شي. اوسني اعتصابونه ډېری دغه موارد له ځان سره لري. په داسې توګه چې اصلا داسې ګڼل کېږي، چې له دې کارونو پرته اعتصابونه کامیاب او موفق ندي او په بشپړه توګه څرګنده ده، چې دا ټول کړه شرعا حرام او ناروا دي، نو څنګه کولی شو هغه کړنې چې د دا ډول تخلفاتو او سرغړونو لامل وګرځي، روا وګڼو؟
حکیم الامت د اعتصاب او تحریم دغه ټولې رایجې کړنلارې ناروا بللي. په هندوستان کې د اسلامي خلافت لپاره په سیاسیي فعالیتونو کې اعتصاب او تحریم د “ترک موالات” په پروګرامونو کې یوه برخه وه. ترک موالات د بریتانیا له توكو د نه استفادې لپاره یو خوځښت و. ددغې خوځښت مشرانو داسې وګړي تربیه کړي وو، چې په هره شونې لاره د بریتانیا د توكو اخېستونكي لدې کاره راوګرځوي او که چېرې یې توکي اخیستي وو، نو هغوی یې د توكو په بېرته ګرځولو او بېرته وركولو اړ کول. که چېرې اخیستونکي په دې کار نه رضا کیدل، نو هغوی ته یې زیان او ضرر رساوه، آن ځینو اخیستونکو به د ژوند د پرمخ وړلو لپاره بله لاره نه درلوده. په همدې حالت کې د همدې جبر له امله ډېری کورنۍ د خوراكي موادو له کمبود سره مخ کیدل. حکیم الامت د دا ډول کړنو په اړه وایي:
“دا ډول کړنې په ګڼو ګناهونو مشتملې دي، چې لاندې یې څو مواردو ته اشاره کېږي:
1- د مباح کار په پرېښودو د وګړو اړ کول؛ د ګوتو په شمېر له مواردو پرته معامله او اخیستل او خرڅول له اهل حرب سره روا دي؛ په ځانګړې توګه هغه وخت چی دغه معامله له هغه چا سره ترسره شي، چې له هغوی سره تړون او معاهده شوې وي.
2-د یوې بیعې (معاملې) له تمامیدو وروسته، له طرفینو یو په بېرته ماتولو اړ کول لویه ګناه ده، ځكه بې د خیار(2) له قانونه دغه معامله د بشپړې بیعې په څېر ده، چې په هغې کې د دواړو لوریو رضایت شرط دی.
3- د هغه چا ځورول چې د تحریم کوونکو له حکم څخه سرغړونه وکړي، چې دا کار ظلم دی.
4- خپل اهل او عیال په فقر او تنګ لاسۍ کې غورځول هم یو ډول تیری دی.
5- ددې کار شرعي واجب ګڼل د شریعت له تحریف او بدلون سره برابر دي”.
بیا د اعتصابونو په اړه وایي:
“په اعتصابونو کې هم د درېمې شمېرې یاد مفاسد شتون لري، ځكه که چېرې کوم څوك په دې اعتصاب کې ګډون ونه کړي، نو تر جسماني ځورونې او وهنې لاندې راځي، چې ددې ګناه له مالي زیان رسولو څخه هم ډېره ده او دا د اسلام له غوښتنو سره په ټکر کې کار دی. پردې سربېره هغه کسان چې نور د اعتصاب په ترسره كولو اړ کوي؛ دی په خپله د ازادۍ او حریت د اصل پر خلاف ګام پورته کوي، کنه نو ولې دوی د خپلې ازادۍ لپاره هڅې کوي، خو د نورو ازادي سلبوي(3)”.
پردې سربېره حکیم الامت په دې اړه یوه ځانګړې رساله د “تلیین العرائک” په نوم لیكلې ده؛ که څه هم د هغې اصلي موضوع د زده کوونكو اعتصاب دی، خو د نورو اعتصابونو په اړه یې هم بنسټیز او اصولي بحثونه وړاندې کړي دي. د یادې رسالې په نتیجه ګیرۍ كې پر همدې امر تاکید شته، چې دا ډول موجود اعتصاب د شریعت خلاف او ناجایز دی(4)”.

ب : د نه خوړو اعتصاب

یوه بله كړنلاره چې معترضین یې له دولت څخه د خپلو غوښتنو د لاس ته راوړلو لپاره غوره کوي، د نه خوړو اعتصاب دی. په دې اړه ترې پوښتنه وشوه، چې ځینې وګړي له نیولو وروسته په زندان کې د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کوي، تردې چې له منځه ځي او خلکو هم د هغوی دا کار ښه ګڼلی او ستاینه یې کوي. حکیم الامت ددې د شرعي حکم په اړه وویل:

“ځانوژنه او د هغې حراموالی ښکاره دی. څښتن (ج) ویلي:
{ولا تقتلوه انفسكم} وفی الهدایة کتاب الاکراه فیاثم کما فی حالته المخمصه و فی العنایة، فامتناعه عن التناول كامتناعه من تناول الطعام الحلال حتی تلفت نفسه او عضوه فکان آثما… .
یاد دلایل ددې څرګندوونکي دي، چې د ځان ساتل او ځان ته نجات ورکول تردې کچې فرض دي، چې که چېرې په اضطراري حالت کې د مړ کېدو احتمال وي او د مردارې د غوښې په خوړلو ځان له مړینې وساتل شي او نجات ورکوي، نو د هغې غوښې نه خوړل او په پایله کې مړ کېدل، ګناه ده. کله مناسب ده، چې حلال خواړه د مړینې تر کچې ترک شي او ددې ناروا کار په ښه ګڼلو کې د کفر احتمال شتون لري، ځکه دا کار په صراحت او ښکاره د شریعت تکذیب دی او هر هغه څه چې شریعت یې ناخوښ ګڼي، نور یې ډېر ښه ګڼي(5)”.
په یو بل ځای کې وایي:
“دا کار (د نه خوړو اعتصاب) له ځانوژنې سره برابر دی. که چېرې په دغه وخت کې انسان ته مرګ راشب، نو دا مرګ حرام او بد دی(6)”.

ج : پروپاګند وسیله ګرځول

د ننني سیاست په کړنلارو کې له پروپاګند څخه ګټه اخیستل یو ځانګړی ارزښت ګڼل کېږي. په دې کار کې عموما د اروپایي مشهور سیاستوال پر وینا عمل کېږي، چې وایي ” دروغ په دومره شدت بیان کړئ، ترڅو نړېوال هغه رښتیا وګڼي” اوس ډېری غیراسلامي سیاسي واکمنۍ او خوځښتونه پر همدې بنسټیز اصل عمل کوي، خو ډېری وخت هغه وګړي چې د اسلامي سیاست په اړه فعالیت کوي، له دې ککړې فضا څخه اغېزمن شوي او په خپلو بنسټیزو کړنلارو کې د نورو په څېر له پروپاګند او شورماشور څخه ګټه اخلي او ددې کار روا والي او ناروا والي ته پاملرنه نه کوي. دا نظریه د خپل کار بنسټ ګرځوي، چې د سیاست اصلاح یوه ستره موخه او ارزښتمن کار دی او هغې ته د رسېدو لپاره کولی شو د شریعت جزئي مسایل ترې ځار کړو.

د رښتیا او دروغو ګډول او دروغ ویل په اصل کې حرام دي، خو د مخالفو خوځښتونو په اړه بې ځایه غیبت، بد ویل، پر هغوی تور پورې کول او د هغوی په اړه پروپاګند او یا بې له تحقیقه پردې پروپاګندونو باور کول، دا ټول هغه موارد دي، چې که یې غوښتي او که یې نه دي غوښتي، خو زمونږ په خوځښتونو او سیاسي فعالیتونو کې را دننه شوي او د هغې د شتون له امله تفرقه، اختلاف، ډله بازي، فتنه او فساد هم اضافه کېږي.
حکیم الامت په خپلو تالیفاتو او ویناو کې پردې كړنلاره انتقاد کړی او دا ډول سیاسي تدابیر، چې پر داسې مفاسدو مشتمل وي، ناروا او واجب الترک ګڼلي.
د ټولنو له راپاڅولو څخه ګټه اخیستنه او د لاریونونو له لارې د ټولنې غوږونو ته د خپلو پیغامونو رسول د خپلو موخو او مقاصدو د لاس ته راوړلو لپاره یوه غوره کړنلاره پېژندل کېږي، خو د هغې په ترسره کولو کې هم د شریعت ځینې احکام لرې غورځول کېږي. په دې اړه حکیم الامت وایي:
“که هركله هم د اسلام د شریعت د احکامو پر خلاف تدابیر غوره شي، هغه به مونږ ممنوع ګڼو؛ په ځانګړې توګه کله چې هغه تدابیر بېهوده او زیانمن هم وي. ایا د هغې د حرام ګڼلو پر وړاندې به هم دلایل شتون ولري؟ په دې مورد کې دا قاعده “الضرورات تبیح المحظورات(7)” هم نشو کولی مجاز وبولو. د بېلګې په ډول په اعتصابونو او لاریونونو کې د بې ګټې راوتلو له امله د وخت ضایع كول، بېچاره وګړي ځورول او د لمونځونو قضا کېدل هغه څرګند او ښکاره مفاسد دي، چې نشو کولی دا روا وګڼو.
له ناستو خلکو یو وویل: که نیت له حق سره د مرستې وي؟ هغه ورته وویل: له دې کارونو د حق هیڅ مرسته نه كېږي او نامشروع کړنې د نیت په وسیله هیڅکله نه روا کېږي(8)”.
د رایجو سیاسي فعالیتونو او خوځښتونو په اړه له هغه څخه پوښتنه وشوه، چې که یوه ډله د مبارزې لپاره په عملي اقدام لاس پورې کړي، نو په پایله کې نیول کېږي او دی اړ کېږي، چې خپل فعالیتونه په پټه توګه ترسره کړي؛ که بیا هم د حکومت له سختیو او کړاوونو سره مخ شي، نو احتمال لري چې چپ کیدو ته اړ شي. په دې حالت کې د شریعت كړنلاره څه ده؟
په ځواب کې یې څرګنده کړه: د عقل له لیدلوري دوه احتماله لري. یا به مبارزین د مبارزې ځواك او وس لري او یا نه. په لومړي صورت کې (یعنې د ځواك او وس درلودل) نیول معنا نه لري او باید مبارزه وکړي. په دویم صورت کې که د مبارزې وس شتون ونه لري، دا د ځواک د نه شتون په معنا ده او په دې صورت کې په قصد سره دا ډول لاره غوره کول او ځان وهلو، کړاوونو او زندان ته ورکول شرعي اجازه نه لري، بلکې د دا ډول مبارزې پر ځای باید د مصیبتونو او ګډو وډو حالاتو پر وړاندې زغم وشي. لنډه دا چې که د مبارزې وس شتون ولري، باید مبارزه وكړي او که نه وي، نو باید زغم وکړای شي. له دې دوه صورتونو بله منقوله لاره نشته”.
بیا وایي: “نن د مسلمانانو د ماتې ستر لامل د واحدې مرجع نه شتون دی. د مسلمانانو پوځ په یو مرکز کې راجمع نه دی او نه به شي، نو یو دې د ټولو په هوکړه وټاکي. که چېرې امام او مشر ولري، ټول کارونه په ښه توګه ترسره کېږي. که د هغه په دستور د مبارزې ډګر ته لاړ شي او که په دې مبارزه کې کوم څوک ووژل شي هم پروا نه لري، خو بې لوري او بې له هیڅ پروګرامه ځان په هلاکت کې اچول انسانیت او زړورتیا نده.
حقیقت هماغه دی، چې یادونه یې وشوه. د خیرالقرون په وخت کې یوازې دوه صورتونو شتون درلود؛ د ځواک او وس په وخت کې مبارزه او د وس او ځواک په نه شتون كې زغم. پردې دوه حالتونو سربېره نور ټول تدابیر جعلي او له ځانه جوړ شوي دي او له همدې امله په دا ډول خوځښت کې خیر او برکت نشته او چې خیر او برکت نه وي او په ښکاره مسلمانان کامیابۍ ته هم ورسېږي، په هغې کامیابۍ د خوشالۍ او خوښۍ ځای څه دی؟ هغه بریا چې د څښتن (ج) او د هغه د استازي (ص) د قوانینو پر خلاف ترلاسه شي، هیڅکله هم د ویاړ ځای نه دی، ځكه کفار هم په همدا ډول بریاو بریمن کېږي. د مسلمان کامیابي او لاس ته راوړنه هغه ده، چې د څښتن (ج) خوښي ترلاسه کړي، که څه هم غلام یا محکوم وي. خو که بریا او واکمني د څښتن (ج) د خوښۍ پر خلاف لاس ته راشي، له فرعوني واکمنۍ سره د هغې توپیر څه دی؟ نو ځکه د څښتن (ج) خوښي ولټوئ او په پوره توګه خپل تړاو له څښتن (ج) سره جوړ کړئ او اسلامي قوانینو ته پایبند اوسئ. له جعلي او له ځانه جوړو کړیو کړنلارو څخه مو ډېره پیروي وکړه، اوس څښتن (ج) ته غاړه کېږدئ او له هغه (ج) خپلې اړتیاوې او حاجت وغواړئ او وګورئ چې څه كېږي(9)”.

¤¤¤

—–
1- الروضه الناظره، افادات اشرفیه در مسائل سیاسیه، ص 10.
2- د خیار قانون داسې قانون دی، چې د معاملې په وخت کې یو لوری په دې شرط معامله ترسره کوی، چې تر درې ورځو د بېرته ګرځولو اختیار لری (ژباړن).
3- معامله المسلمین، افادات اشرفیه، ص 27- 28.
4- امداد الفتاوی، ج 6، ص 201.
5- افادات اشرفیه در مسائل سیاسیه، ج 6، 28- 29.
6- الافاضات الیومیه، ج 3، ص 30، د ملفوظ ګڼه 14.
7- “اړتیا منع کړای شوی امور مباح کوی”.
8- الافاضات الیومیه، ج 5، ص 136، د ملفوظ ګڼه 125.
9- الافاضات الیومیه، ج 5، ص 168- 169، ملفوظ، ص190.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x