افغانستان

میدان ښار: د دولتي عسکرو په ډزو ۵ مسافر «شهیدان» شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ زمري، ۱۴۰۰ل): د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار کې دولتي عسکرو په یو مسافر وړونکي فلاینګ کوچ موټر ډزې کړي او لږ تر لږه پنځه مسافر یې «شهیدان» کړي دي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي سردار بختیاري ددې خبر په تایید سره ویلي، چې په دغه پېښه کې ۲ تنه نور مسافر ټپیان شوي هم دي.

که څه هم نوموړي ددې پېښې پړه په طالبانو واچوله؛ خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا خبره ردوي او زیاتوي چې یاد موټر د دولتي عسکرو لخوا څخه په نښه شوی دی.

مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې  ویلي، چې دولتي عسکرو نن سهار د میدان ښار اړوند «نهر فولاد» سیمه کې د مسافرو یو فلاینګ کوچ ډوله موټر باندې د دهشکې ډزې کړي او ګڼو مسافرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په مسافر وړونکو موټرونو د درنو وسلو ډزې کوي، بلکې تردې وړاندې یې هم د کابل ـ کندهار او کابل ـ بامیان پر لویو لارو مسافر وړونکو موټروډزو کې ګڼو مسافرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

که څه هم له هرې پېښې وروستي حکومتي چارواکو د څېړونکي پلاوي ګومارلو ا و څېړنو پیلولو څخه خبر ورکړی؛ خو تردې دمه یو عسکر او پولیس هم پر ملکي خلکو او مسافرو د ډزو له امله نه دی مجازات شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

خدای تعالی د ی جزا ورکری

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx