
د ایران نوی ولسمشر غني ته: په افغان سولې کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ زمري، ۱۴۰۰ل): د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر ابراهيم رئيسي د لوړې له مراسمو وروسته په پلازمېنې تهران کې د کابل حکومت له مشر اشرف غني سره د دوه اړخيزو اړيکو تر څنګ د افغانستان سولې بهیر په اړه هم غږېدلی دی.
ابراهيم رئيسي اشرف غني ته ډاډ ورکړی، چې د سولې بهیر کې هر ډول همکارۍ او مرستې
ته چمتو دی.
د نړۍ د يو شمېر نورو هېوادونو د مشرانو سربېره اشرف غني هم تېره ورځ د ایران د نوي ولسمشر ابراهيم رئيسي د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره تېره ورځ تهران ته تللی دی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې ولسمشر غني د ایران د مرستو او همکاريو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د اوږدمهالي کوربهتوب له امله د ایران مننه کړې او ټينګار يې کړی، چې دواړه هېوادونه بايد په اقتصادي او ګڼو نورو برخو کې همکارۍ لا هم زياتې کړي.
ابراهيم رئيسي ويلي، چې تهران په افغانستان کې له «قانوني دولت» سره هر ډول همکاري کوي او زياته کړې يې ده، چې هېواد به يې «د افغان ولس عزت، ښېګړې او خیر غوښتو لپاره خپلې هېڅ ډول مرستې ونه سپموي.»
د ایران نوی ولسمشر ابراهيم رئيسي څوک دی؟
د ایران د ټاکنو کميسيون وايي، چې ۶۰ کلن ابراهيم رئيسي ۱۷.۸ ميليونه رايې وړي او د ټولو رايې ورکوونکو شمېر ۲۸.۶ ميليونه وو.
ابراهيم رئيسي تر دې وړاندې د ایران قاضي القضات هم تېر شوی، له محافظه کاره جهتونو سره تړاو لري، دی يو له هغو ایراني چارواکو څخه دی، چې امريکا پرې بنديزونه لګولي، د سپاه پاسداران انقلاب قوي ملاتړ هم له ځان سره لري او په ۲۰۱۷ کال کې هم د ولسمشريزو ټاکنو نوماند و، چې حسن روحاني ماتې ورکړه.

حسن روحاني په ۲۰۱۳ کال کې د لومړي ځل لپاره ولسمشر ټاکل شوی و او په ۲۰۱۷ کال کې يې د دوهم ځل لپاره ولسمشريزې ټاکنې وګټلې او د درېيم ځل لپاره په ټاکنو کې د ګډون اهل نه دی.
د حسن روحاني پر خلاف ولسي شکايتونه په ډېرېدو وو او ځينې خلک نوموړی د ایران د اقتصادي ستونزو مسؤول هم بولي.
ښاغلی رئيسي د حسن روحاني د ځای ناستي په توګه ټاکل شوی او په داسې حال کې يې د ولسمشرۍ څوکۍ تر لاسه کړه، چې هېواد يې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او د اټومي تړون په اړه هم په ويانا کې له امريکا + اروپايي ټولنې سره مذاکرات روان دي.
فرانس پريس خبري اژانس وايي، د ایران نوی ټاکل شوی ولسمشر ابراهيم رئيسي مذهبي «سخت دريځی محافظه کار دی، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د محرومو خلکو د دفاع او د فساد پر ضد مبارزه کوي.»
نوموړي خپل ټاکنيز شعار «له فساد او فقر سره مقابله» غوره کړی و او پر همدې بنسټ يې د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې هم ګډون کړی و، چې ۳۸ سلنه رايې ګټلې وې.
ولسمشر ابراهيم رئيسي په ۱۹۶۰ کال کې د ایران په شمال ختيځ مشهد ولايت کې زيږېدلی، په تنکي ځوانۍ کې يې ګڼې دندې تر سره کړي، شل کلنۍ ته لا نه و رسېدلی، چې پلازمېنې تهران ته څېرمه د کرج ولايت لوی څارنوال ټاکل شوی و او دا هغه وخت و،چې د اية الله خميني اسلامي انقلاب تازه په ۱۹۷۹ کال کې بریالی شوی و.
نږدې دېرش کاله يې په قضايي چارو کې تېر کړل. له ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۴ کال پورې د پلازمېنې تهران لوی څارنوال و، په ۲۰۰۴ په ټول هېواد کې د قضايي ادارې مرستيال و، په ۲۰۱۴ کې د ایران لوی څارنوال وټاکل شو، په ۲۰۱۶ کال کې د ایران د مذهبي مشر اية الله علي خامنهيي په امر په مشهد کې د مذهبي چارو مسؤول و او په ۲۰۱۹ کال کې د ټول ایران قاضي القضات ټاکل شوی و.
نوموړی د مذهبي لارښود تر مشرۍ لاندې د هغو کارپوهانو د شورا غړی هم دی، چې د حکومت اساسي واګې يې په لاس کې دي.
نوموړی د خپل اغېز له مخې په دې توانېدلی، چې د ګڼو سخت دريځو او محافظه کارو سياسي او پوځي فکرونو ملاتړ له ځان سره ولري.
د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې اووه نوماندان وو، چې پنځه په کې سخت دريځه محافظه کاران وو او درې په کې د رئيسي د ګټې لپاره په ټاکنو کې له ګډونه تېر شول.
ایراني رسنۍ وايي، ابراهيم رئيسي د خپلې قضايي دندې پر مهال هم د فساد ضد په ګڼو قضیو پرېکړې کړي او دا کار تر دې وړاندې په ایران کې ډېر دود نه و.
د نوموړي مخالفين تور پورې کوي، په ۱۹۸۸ کال کې، چې ابراهيم رئيسي د انقلابي محکمې مرستيال لوی څارنوال و، ګڼ شمېر کمونستي او چپ اړخي بنديان يې اعدام کړي دي.
له همدې امله د امریکا د ماليې وزارت په ۲۰۱۹ کال کې پر نوموړي بندیزونه ولګول.