
د حکومتي رسنيو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مينهپال په کابل ښار کې ترور شو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ زمري، ۱۴۰۰ل): د حکومتي رسنيو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مينهپال نن غرمه په کابل ښار کې ترور شو.
امنيتي سرچينې وايي، مينهپال نن ماسپښين د درالامان پر سړک د ناڅرګندو بریدګرو له لوري په وسلهوال برید کې ترور شو.
د کورنيو چارو وزارت د مينهپال د وژنې پخلی کړی دی.
د کورنيو چارو وزارت وياند ميرويس ستانکزي رسنيو ته په لېږل شوي غږيز کليپ کې ويلي، چې دواخان مينهپال نن ماسپښين د کابل ښار په اوومې ناحيه کې ترور شو.
مينهپال د حکومتي رسنيو او اطلاعاتو د مرکز مشر و او تر دې وړاندې يې څو کاله د ولسمشرۍ ماڼۍ د مرستيال وياند په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
د مينهپال د وژنې مسؤوليت طالبانو ومانه او ویاند یې ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي:
#الفتح:
تازه: لږ مخکې د کابل ښار اړوند دارالامان په سړک د کابل ادارې د رسنيو دمرکز مشر دواخان مینه پال د مجاهدینو د یو خاص برید په نتیجه کې و وژل شو. pic.twitter.com/BkDijsVcdZ— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) August 6, 2021
طالبانو فکر مو وی پشتانه در باندی وژنی، جمیتیان هزاره جنبشیان هسی میلی کوی. بس خپل ورینداری کوندوی مه کوی ورور وژنه پریژدی چم د پشتون نسل وژنی ته دی.
خو غني پښتون او نور پښتونبازه ددې عمل مسئولان دي !
غنی او کرزی پریژده، طالب باید اوس سر خلاص کری چی چم پشتنو ته دی دا شل کاله په یو نامه بمبار او وژل کیدل اوس په بل نامه طالب باید متوجه شی.
سلام واحترام به دست اندرکاران اسن رسانه ای ملی ووطن دوست هر افغانیکه کشته میشود جای تاسف وفاجعه است ولی کسانیکه اګاهانه وجاهلانه در سنګر دشمن قرار داشتند وبا تمام قوت در حالیکه میدانستند و میدانند علیه مردم وکشور خود اب به اسیاه دشمن میریزند ولی از لجاجت و سرتمبګی دست بردار نیستند و بلاخره به این چنین سرنوشت معدوم دچار خواهند شد باز تمام افغانهای چیز فهم و اګاه کشور دست به دست هم داده از راه اشتباه که قرار داشتند وهنوز دارند تا دیر نشده در صف افغانی ملی واسلامی قرار ګیرند و واز چنین سر نوشتی که… نور لوستل »
په وژنه نه خوښالیږم خو داسې فاسدین دجزا وړدي ، دوا خان یو دالر پال پښتون باز وو ، پښتونبازي او د پردویو غلامي نه سره جوړیږي او خوشې داولس غولول او جنایت دي ، الله د غني لعنتي هم ور برابر کړي ! یو بل لوی فاسدمړ سترګی خو د فضلي په نوم د غني ښی لاس دی دا فاسد نه یوازې دمرګ وړدی چې په طالبانو پسې غیر انساني پروپاګنده کوي ، هغه یو بل نیک اخلاق (!) زنکه باز هم دی ټولې لنډغرې او داشغالګرو دباغ مڼې او د ښځو حقوق غوښتونکې به له فضلي فاسد سره… نور لوستل »
هیران دی ته یم چی کلمه په حوله ووایم لمونځ کوم روژه نیسم د اسلام پنځه بناوی منم په الله ایمان لرم ملایکو , کتابونو , پيغمبرانو , په ورځ د احرت , حیر او شر , او له مرګ بغد په ژوند باندی ۔ بیا هم زما په وژولو کی دوی جنت لټوی او جهاد پر ما روا بولی طالبه د اسلام مبارک دین څخه دی ځانته ډال جوړ کړی دی حو دا په یاد ولره چی ورځ د حساب او کتاب شته ددی ټولو جواب به ورکوی۔ شکر حدای چی تا لرو چی زمونږ پوښتنه تری کوی ۔
دوا خان مینه پال ښه سړی نه وو خو یو ملکي کس وو. په روانه جګړه کي د ده وژنه جهاد ته خاصه ګټه نه کوي او نه هم دی د چا په وژنه یا شکنجه کولو تورن وو. حقیقت دا دی چي طالبان په کابل کي واقعي نفوذ نلري او یو شمیر رهبران یې په شخصي چوکاټ کي د شورانظار، جمیعت او خاد د رهبري سره اړیکي لري او په هغوئ باندي د اجرت په مقابل کي ځیني عملیات اجراء کوي څو خپله دغه تشه پټه وساتي. د همدې اړیکو له سببه د طالبانو په حکومت کي د شمال… نور لوستل »