
ورزش
کرکټ: افغانستان نن د زمبابوۍ سره حساب برابر کړ
نن ټکی آسیا (پنجشنبه، زمري ۲مه ۱۳۹۳ل): افغانستان نن د زمبابوۍ سره تر هغې وروسته حساب برابر کړ چې څلورمه او وروستۍ سیالۍ کې يې زمبابوۍ ته ماتې ورکړه.
دا درېيمه سیالي ده چې افغانستان یې د لومړۍ درجې هېواد څخه ګټي.
افغانستان د زمبابوۍ سره ۴ یو ورځينۍ سیالۍ درلودلې چې لومړۍ دوه سیالۍ یې زمبابوۍ او وروستۍ دوه يې افغانستان وګټلې.
نن که څه هم افغانستان پچه وبایلله او د لوبې پیل هم چندان نه و، خو د شفیق الله، شینواري او نبي د ښه بیټنګ په برکت افغانستان وتوانېد چې زمبابوۍ ته ۲۶۰ منډې هدف وټاکي.
زمبابوۍ د ۲۶۰ منډو هدف په مقابل کې ایله ۱۵۹ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.
د زمبابوۍ لومړي ۶ لوبغاړي ایله په ۳۰ منډو وسوځېدل او نورو څلورو لوبغاړو چې زیاتره یې بالران هم دي وتوانېدل چې منډې تر ۱۵۹ پورې ورسوي.