افغانستان

نیمروز لومړنی ولایت چې په بشپړ ډول د طالبانو تر ولکې لاندې شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ زمري، ۱۴۰۰ل): طالبان وایي، د زرنج ښار په نیول کېدو سره نیمروز لومړنی ولایت شو چې په بشپړ ډول د طالبانو تر ولکې لاندې شو.

د طالبانو ویاند “ذبیح الله مجاهد” پر ټویټر لیکلي، چې د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د یاد ولایت ودانۍ، امنیه قومندانۍ، د استخباراتو ریاست او ټول ملحقات د طالب جنګیالیو تر واک لاندې شول.

له ایران سره پر پوله واقع دغه ولایت چې وار له مخه یې ټولې ولسوالۍ طالبانو نیولې وې، تېر ماښام یې پر مرکز بریدونه پیل شول او له امله یې لسګونه دولتي عسکر او چارواکي ایران ته وتښتېدل.

طالبانو د نیمروز ولایتي محبس هم مات کړی او لسګونه زندانیان یې له بنده خلاص کړي دي.

سیمه ییزې سرچینې وایي، د طالبانو له بریدونو سره په یو وخت دولتي عسکرو کڼ شمېر وسلې، ټانګونه او نور مهمات له ځانه سره ایران ته وړي او هلته یې ایراني چارواکو ته سپارلي دي.

د نیمروز سقوط داسې مهال دی چې د کندهار، هلمند، جوزجان او یو شمېر نورو ولایتونو مرکزونه هم طالبانو محاصره کړي او ښايي په کم وخت کې د طالبانو لاس ته ولوېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

It looks like the stars of dawn are shining and the sunshine will soon come up

INSHALLAH

طوطی

اوس به ولیدل شی چی طالبانو تغیر کړی یا زړه په زړه ده. د شاعر په خبره: خر موسی را ګر به مکه برند چو پس آرند هنوز خر بود.
دا به هم معلومه شی چی طالب څومره حکومتداری کوالی شی، اداره، تعلمیات، صحت او عامه کارونو کی به هم اوس طالبان ځانونه ثابت کړی. دوه دریو ورځو کی به هر څه برملا شی چی د طالب ظرفیت څومره دی د مسلمانانو په توګه به عفو وکړی او یا دا چی هغه څه به وکړی چی سپین بولدک کی یی وکړل.

قیامت دی

ګوری چی مغروری ونکری شی خراب نکری ودانی مه سوزی مکتبونه پرانیزی پوهنتون ته اجازه ورکری چی خلک تاسو ووینی چی سری او انسانان سوی یاست. فکر نکوم زکه تاسو عقده یی خلک یاست. دا یی یو ولایت تاسو نیولی اوس نو د خپلی مسلمانی او کار کولو او وطن دوستی اعمال را شکاره کری. دای تا نیولی سه په کوی؟ هدیره جوروه که ګلستان؟ انتقام اخلی که عفوه؟ حکومت کوی که جبر او ظلم؟ عقل په کار اچوی که کوتک یا دیکتاتوری؟ جورول کوی که ورانول؟ اوس به وګورو چی تاسو سه کوی.

ملا جانان

دا عسکر به سره د مهماتو په تهران کي د اشرفغني سره ملګري کیږي او کابل ته به ورسره یو ځای راځي. ښه دی پر لاري به غني دغت هم نه کوي.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx