افغانستان

اسماعیل خان: د هرات ښار  دیني عالمان زموږ پلوي نه دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ زمري، ۱۴۰۰ل): پخوانی جګړه مار او په هرات کې د سیمه ییزو ملېشو قومندان «اسماعیل خان» وایي، په هرات ولایت کې شته علماء د حکومت پلوي نه دي او له ده یې غوښتي دي، چې د طالبانو په خلاف جګړه ودروي.

اسماعیل خان چې په هرات کې د طالبانو خلاف د روانې جګړې مشري هم کوي، ادعاء کړې چې د یاد ولایت دیني علماء د طالبانو پلوي کوي او له دوی یې غوښتي چې د طالبانو په وړاندې جګړه ونکړي او وسله پر ځمکه کښېږدي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې یو شمېر دیني عالمان ورته راغلي و، او له ده او د هرات له والي یې غوښتي چې د طالبانو خلاف جګړه ونکړي؛ خو د اسماعیل خان له قوله، هغوی زیاتره د طالبانو پلوي وو او خبرې يې د وضعیت د ښه والي لپاره نه وې، نو ځکه ورسره منل شوې نه دي.

اسماعیل خان ددې تر څنګ ادعاء کړې چې د یوه مسجد ملا امام ددوی په وړاندې وسله پورته کړې او له دولتي عسکرو او ملیشو سره جنګېدلی دی، چې وروسته د هغوی له لوري وژل شوی هم دی.

اسماعیل خان داسې مهال د هرات علماء د دولت په مخالفت تورنوي، چې کابو دوې اوونۍ وړاندې د هرات پر مرکز د طالبانو تر بریدونو وړاندې د علماوو یو پلاوي لومړی له طالب مسئولینو سره ولیدل او تر هغه وروسته یې له اسماعیل خان او د هرات له والي سره لیدنه وکړه او له دواړه لورو یې وغوښتل چې د ولسي وګړو د ژوند د خوندیتوب په موخه د هرات ښار دننه له جګړې لاس واخلي.

د علماوو په خبره، طالبانو له خپل لوري ورته بشپړ ډاډ او د پریکړې واک ورکړی، خو د هرات حکومتي چارواکو یې خبره رد کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
But DEENNI ALIMAN and the people of Herat are Muslims and 
Ismail Khan is ????
ورک ځاځی

دا ## باید هماغه شل کاله مخکی د مزاری سره یو ځای ## شوئ وای خو نپوهږم چی څنګه له زندان نه وتختیدو.

عبدالرقیب

د زندان څخه د تیښتي قصه مي د داسي چا له خولې اوریدلې چي د ده سره یو ځای بندي وو او یوځای ورسره وتښتیدی. دا چي موږ وایو چي تحریک باید د خپلو خلګو د عمل څار وکړي او د عوامو شکایتونه د پامه ونه غورزوي، د دې لپاره چي داسي شرمناکه پیښو مخه ونیول سي. اسماعیل خو د هغه ملا صاحب سره ټینګه یارانه واچول چي دی د کندهار د ښهرنو د استخباراتو په کوڅه کي د استخباراتو په محبس کي ورسره بندي وه. هغه ملا صاحب د عالي قدر امیر المومنین معتمد کس وو. د پیسو په… نور لوستل »

عبدالرقیب

پخوا به خلګو متل کاوه چي هندو زوړ سو خو مسلمان نه سو. اوس هغه متل تغیر کړی دی. خلګ وایي چي تورن اسماعیل/مولوي سیاف زوړ سو مسلمان نه سو. تورن اسماعیل نمک حرام خو یو څو کاله د طالبانو سیاسي میلمه هم پاته سوی وو. دا دله خو په رښتیا هم # سوی دی. اوس علماء هم په شهادت رسوي او بیا افتخار هم باندي کوي. دا ځل باید طالبان په خپلو صفوفو کي هغه رهبران لا اعدام کړي چي د جمیعت او شورانظار لپاره نرمه ګوښه په زړه کي لري او د تحریک رازونه په پټه ورسره شریکوي..

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx