افغانستان

غني: مینه پال زما په څېر له ولس سره مینه درلوده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ زمري، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د حکومت د رسنیو د مرکز د رئیس «دوا خان مینه پال» په وژل کېدو خواشیني  ښودلې او د نوموړي وژونکو ته یې د سزا ورکولو هوډ څرګند کړی.

دوا خان مینه پال چې د اشرف غني مرستیال ویاند پاتې شوی او اوس یې د حکومت د رسنیو د مرکز مشري کوله؛ نن غرمه مهال د کابل ښار په دارلمان سیمه کې د طالب بریدګرو له لوري ووژل شو.

اشرف غني د نوموړي د جنازې په مراسمو کې ویلي، چې مینه پال دده په څېر له ولس  سره لیونۍ مینه درلوده او مور یې هم ده ته یو چادر هم ورکړی، چې دی یې په اوږو ګرځوي.

ده وړاندې زیاته کړې، چې پر مینه پال برید پر «اهل قلم» برید دی او د نوموړي د وینې له هر څاڅکي به زر نور مینه پال جوړ شي.

غني ګواښ کړی، چې د نوموړي قاتلین به نیسي او درنه سزا به ورکوي.

مینه پال د خپلې رسمي دندې تر څنګ د طالبانو خلاف په ټولنیزو رسنیو کې هم ډیر فعال و او زیاتره وخت یې په مسایلو توند غبرګون ښود.

څه موده وړاندې د نوموړي د کورنۍ یو بل غړی چې د مالیې وزارت د مطبوعاتو د آمر په حیث یې دنده سرته رسوله، په کندهار ښار کې نا څرګندو وسله والو وواژه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
استاد دوکتور عبدالله

د اسلام سر سخته دوښمن او د صليبي استشراقي لبناني مکتب څخه فارغ شوی کفري مزدور هم د هیواد سره د مينې کولو دعوه لري ډیره عجیبه ده.

ګل احمد

ډاکټر نجیب هم په خپلو وروستیو شپو کي خپل نیژدې پښتانه ملګري په تاجکو خادیسټي پرچمیانو باندي وژل. د ډاکټر غني دا اقدام څو کاله وړاندي ځینو روڼاندو لیکوالانو پیشبیني کړی وو. هغه لیکني په رسنیو کي نشر هم سوې او تر ده هم رسیدلي دي. معلم غنو چي ستا په فکر کي راګرزیدلي نه وي هغه خیالونه افغانانو وختي لا درک کړي وي، ځکه چي پر کومه لاره ته درومې، پر دې لاره یو بل چاغ او جګ احمدزی ډاکټر ستا څخه وړاندي لا تللی دی. مخي ته درومه. ډیر ژر به د هغه د هډوکو او کلې ننداره… نور لوستل »

سرفراز

هغه هم ستا په شان ذلیل دوراغجن او غلام ؤ

تور سپین

هغه نمره مځکه يى د ياده و نه باسى. کوښښ وکړى چه د غصب نمره نه وى او يا دا نمره د څو نورو د دوعاوو د محتاجو په نامه نه وى. چه بيا محکمى او لګى درګى د نمرى پر سر شروع سى. تاسى لا ژوندى ېاست د خپلو نمرو قبالى اوس لاجوړى کړى. که تاسى په نمره غاړه نه باسى نو په دښته بکواه او ريګستان کى د کالونى دپاره ښه مځکى سته. الله مو ژر د خپلو نمرو او کالونى خاوندان کړه.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx