
یوناما: طالبان دې پر ښارونو بریدونه ودروي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ زمري، ۱۴۰۰ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» وایي، پر ښارونو د طالبانو بریدونه باید ودرول شي او ملګري ملتونه د هغوی په وړاندې ګام پورته کړي.
دمګړۍ د هرات، کندهار، جوزجان، تخار او هلمند په ګډون د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو مرکزونه او لوی ښارونه د طالبانو تر کلابندۍ لاندې دي او حکومت په یادو شویو سیمو کې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره درنه بمباري کړې چې د جګړې ولسي تلفات یې څو چنده لوړ کړي.
نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هند په مشرۍ د افغانستان د وضعیت په اړه فوق العاده ناسته رابللې، چې د یادې شورا غړو او نورو ګډونوالو خپل نظرونه پکې وړاندې کړل او د افغانستان پر وضعیت د جدې پاملرنې ساتلو ټینګار وشو.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ «يوناما» مشرې «دیبورا لینز» یادې غونډې ته په خپلو ویناوو کې ویلي، چې د طالبانو له لوري پر لویو ښارونو بریدونو د جګړې او ولسي تلفاتو کچه لوړه کړې چې باید ودرول شي او په تړاو یې ملګري ملتونه واضحه اعلامیه ورکړي.
دې زیاته کړې، چې افغانستان د یوې فاجعې په لور روان دی او داسې فاجعه چې ښایي په تېره یوه پېړۍ کې يې نمونه نه وي تر سترګو شوې «موږ نن فرصت لرو. کړکیچن وضعیت ته د افغانستان د سقوط د مخنیوي لپاره د امنیت شورا، سسیمه ایزې او نړیوالې ټولنې د تهعد فرصت؛ وضعیت به داسې جدي وي چې شاید ډېر کم او یا په یوې پېړۍ کې یې هېڅ مثال نه وي لیدل شوی.»
لینز ددې تر څنګ اندېښنه څرګنده کړې چې د مذاکراتو د مېز خبرې او د جګړې په ډګر کې عمل سره توپير لري او له طالبانو باید هغه وخت د سفر بندیزونه لیري کړل شي، کوم وخت چې په مذاکراتو کې پرمختګ وشي.
ددې له قوله، ځمکنۍ نښتې او هوايي بمبارۍ د ولسي وګړو د تلفاتو د زیاتېدو لامل شوي دي، چې باید د مخنیوي لارې چارې یې ولټول شي.
دا کثیف او دتجاوزګرو او اشغالګرو منحوث او خبیث ملګری متلونه هغه وخت چیری و چی څلورڅلویښتو ملکونو پر افغان ملت دهوا او ځمکی لاری ړانده بمونه او راکټونه ورول په زرهاو انسانان یی تر خاورو لاندی کړل دا بی حیثیته ملګری ملتونه دامپریالیزم سپیو هغه وخت ورته چکچکی کولی او اوس یی چی د غلامانو او مزدورانو دپی شیبی رانږدی او دافغان غزیانو دګنډو لاندی شوی دی اوس نو دالله په زور او قوت تاسی هیڅ دخلاصون لاره نلری تاسی سره دحساب کولو وخت راغلی دی
طالبان د ## نه منی نو د یوناما به څه ومنی.
امریکا ته یی ولی نه وپل چې هیوادونه مه اشغالوه … او امریکا ته ولی نه وایي چې ممبارت مه کوه … هند ته ولی نه وايي چې ممبارت مه کوه … او نړی ته ولی نه وايې چې د فاسد او چوریال رژیم حمایت مه کوی… اصلي خبره دا ده چې ملل متحد یا ملل کفر د اسلام او مسلمانانو پر ضد یو سازش دی .
تر اوسه لا نړیواله شاهنشاهی یا د زمکی خدایی چاته نه ده تسلیم شوی ، دا سمه ده جه امریکا هڅه کړی مګر هڅی یی بلاخزه افغانستان کی د یاست او ناهیلیو سره مخ شوی او نړیوال استعمار د قدرت جنازی د لویو قدرتو هدیره هیواد کی خاورو ته وسبارل شوی. یوناما که نړیواله بیطرفه جرګه وی لمړی باید یی باید د امریکا د ۹/۱۱ فاجعی پلټنی او ارزونی کړی وی چه څومره دروغ او حتی د امریکا څه کم دری زره بی ګناه خلک یی ووژل کافی شواهد شتون لری چه د جورج بوش تیم او ټوله کی امریکا… نور لوستل »
وه طالبه وه حکومته! د ظالمانو خبرو ته متوجه شی!!! وایی په شهرونو کی جګره ودروی یعنی نورو زایونو کی خپل جګره کوی. دا ظالمان نه وایی چی ژر تر ژره دی حکومت او طالب نمایندګان راتلونکی اونی ملل متحد دفترکی سره جلسه شی او د حل په لارو دی جدی بحث وکی، نه وایی چی ژر تر ژره دی بمباری جنګ بس شی او ۲۰ میلیونه اغیزمنو وګرو ته بین المللی کومونه ورسول شی. ګوره طالبه وه حکومته ملت مو تباه کر دخدای وبیریژی عقدوی برخورد مه کوی. حکومت او غربی نری سخت ظلمونه وکرل لیکن اوس انتقام حل… نور لوستل »
یوناما یوه نړیواله اداره ده او په افغانستان کي مجموعي مسئولیت لري، هم افغانانو ته او هم نړیوالو ته او باید داسي غوښتني وکړي چي دا ځني ثابتیږي چي یوناما خپل رسالت ته وفاداره پاته ده. دا یو نړیوال حقیقت دی چي د کابل اداره یوه بې کفایته اداره ده چي هم یې د افغان ولس او هم د نړیوالو باور د لاسه ورکړی دی. دا یو متعفنه مړی دی چي باید ژر تر ژره ښخ سي. او بل د کابل ادارې اړیکي د داعش سره په اثبات رسیدلي دي. یوناما باید د کابل ادارې پر چارواکو بندیزونه ولګوي، هغوئ… نور لوستل »