ورزش

د یوه دور پای، میسي به راتلونکي کې له کوم کلب څخه ولوبیږي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۰ل): د فوټبال په نړۍ کې مشهور او نامتو ستوری لیونل میسي د پنجشنبې په ورځ د مالي ستونزو او د لالیګا لیګ اصولو له کبله د برسلونا کلب څخه په داسې حال کې بهر شو چې لوبغاړي او کلب د تړون غځولو پریکړه کړې وه.

لیونل میسي چې په ۲۰۲۰م کال کې د برسلونا کلب د هغه وخت مشر جوزپ ماریا برتامیو سره د اختلافاتو او په کلب د پراخ فساد له کبله په رسمي ډول غوښتل دغه کلب پریږدي خو اجازه ورنکړل شوه، نوموړي ته د اوسني مشر جوان لاپورتا له لورې قناعت ورکړل شو تر څو پاتې شي، خو اوس په حیرانونکي ډول له دغه کلب څخه بهر شو.

میسي د برسلونا کلب سره له ۱۳ کلنۍ تر ۳۴ کلنۍ یو ځای و، چې په دې دوره کې يې لسګونه جامونه راوړي او یو شمېر ریکارډونه په خپل نوم کړي دي، هغه ته د «هر وخت تر ټولو عالي GOAT» لقب ورکړل شوی دی.

د فوټبال په نړۍ کې اوسمهال د خبرونو د سر ټکی دادی چې لیونل میسي به په راتلونکي کې د کومې لوبډلې سره تړون لاسلیک کړي؟

په دې تړاو د فوټبال مشهور مبصر او خبریال «فابرییزو رومانو» خبر ورکړی چې فرانسوی کلب «پاریس سان جرمان» میسي سره د لاسلیک کولو لپاره تر بل هر وخت نږدې دی، دوی ډاډه دي چې دغه تړون به د مالي ستونزو پرته سر ته ورسیږي.

د نوموړي په وینا، پاریس کلب غواړي د میسي سره تر ۲۰۲۳م کال پورې تړون لاسلیک کړي، میسي هم په یاد تړون خوښي ښودلې او تړون لاسلیکولو لپاره به د نوموړي پلار په راتلونکي څو ساعتونو کې پاریس ته سفر وکړي.

د یاد خبریال د وینا سره سم، نیمار هم په تېرو څلورویشت ساعتونو کې پر خپل کلب پاریس فشار زیات کړی تر څو نوموړي سره تړون لاسلیک کړي.

د ټیلیګراف ورځپاڼې د راپور په وینا، د تړون لاسلیکولو لپاره به د میسي د پلار او د پاریس سان جرمان کلب چارواکو ترمنځ د شنبې په ورځ مخامخ ناسته ترسره شي او له هغه وروسته به رسمي اعلان وکړي.

هسپانوي ورځپاڼې وایي، میسي د خپل هېوادوال او د پاریس کلب مشر روزونکي ماوریسیو پوچیتینو سره مستقیم تماس نېولی او زیاتوي چې د دغه کلب چارواکي په داخلي خبرو بوخت دي تر څو ومومي د میسي او د کلب ترمنځ دا تړون څنګه ترسره کړي.

د پاریس کلب له خپل یوه سوداګریز شریک سره د معاملې په اړه بحث کوي او دوی ډاډه دي چې د میسي راتګ به کلب ته د لګښت په پرتله لا زیاتې پیسې راوړي.

بل لوري ته یادې ورځپاڼې په یوه راپور کې د میسي راتلونکې لوبډلې لپاره د مانچسټر سیټي، پاریس سان جرمان او په امریکا کې د کورني کلب نومونه یاد کړي دي. د مانچسټر سیټي کلب مشر روزونکي پیپ ګواردیولا ویلي چې دوی تېر کال غوښتل میسي سره تړون لاسلیک کړي خو اوس د کلب غوښتنو سره سم اراده نه لري او ټول تمرکز یې یوازې د انګلستاني لوبغاړي هیري کین په رانېولو دی.

که چیرې پاریس لوبډله د میسي سره په تړون لاسلیکولو ناکامه شي، میسي به په امریکا کې د خپل ماشومتوب کلبNewell’s Old Boys سره تړون لاسلیک کړي.

د یادونې وړ ده چې لیونل میسي د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو غوره لوبغاړی دی او د برسلونا کلب لپاره یې په ۷۷۸ لوبو کې ۶۷۲ ګولونه وهلي دي، نوموړي په ریکارډي توګه د نړۍ شپږ واره د سرو زرو توپ (بالون ډور) جایزه ګټلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x