ورزش

بنګلدیش په لومړي ځل له استرالیا څخه د شل اوریزو سیریز وګاټه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۰ل): د بنګلدیش لوبډلې استرالیا لوبډلې ته د پنځو لوبو سیریز په دریمه لوبه کې هم پرلپسې ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې د یادې لوبډې پر وړاندې سیریز په خپل نوم کړ.

د بنګلدیش لوبډلمشر محمد الله په دریمه لوبه کې په زړه پورې توپ وهنه ترسره کړه چې په مرسته یې استرالیا ته د لسو منډو په توپير ماتې ورکړه او د خپل کرکټ په تاریخ کې يې نوی باب پرانیست.

دا لومړی ځل دی چې د بنګلدیش لوبډله د خپل کرکټ په تاریخ کې په هر فارمیټ کې استرالیا ته ماتې ورکوي.

د استرالیا لوبډله په پرلپسې دریمه ورځ هم په توپ وهنه کې ناکامه شوه او د بنګلدیش لوبډلې ۱۲۸ منډې کم هدف یې بشپړ نشو کړای، ددوی له لوري یوازې میچل مارش نیمه سلیزه ووهله او غوره ثابت شو.

د استرالیا له لوري نیتن ایلس په توپ اچونه کې د ویکټو هیټریک وکړ، هغه د شل اوریزو په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې په خپله لومړۍ شل اوریزو لوبه کې د ویکټو هیټریک کوي.

د بنګلدیش د بریا سره د حیرانتیا بله خبره دا هم ده چې استرالیا لوبډله د شل اوریزو نړیوالو لوبو په تېرو پنځو سیریزونو کې له ماتې سره مخ شوه، دوی له دې وړاندې د انګلستان، هند، نیوزیلاند او ویسټ انډيز څخه هم د سیریز ماتې منلې ده.

استرالیا په داسې حال کې له سختو ماتو سره مخ کیږي چې نږدې یوه نیمه میاشت وروسته د شل اوریزو نړیوال جام پېلیږي او هره لوبډله د یاد جام لپاره په چمتو والي او د لوبډلې په غوره والي بوخته ده.

https://twitter.com/ICC/status/1423688873180385280?s=20

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx