دیني، سیرت او تاریخ

د اسلامي شعائرو ننګه، پر اسلام ننګ دی!

سیف الله حمیدی
د سلام پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ( پنځم ) سمستر محصل

نن ورځ د خپل منځي اختلافاتو له امله د اسلامي شعائرو ننګه کول، د پخوا په پرتله يو څه پیکه شوي، مولوي محمدعلیم بسمل په یو بیت کې د روانو حالاتو يو ډېر ښه انځور کښلی، چې وایې:

که زمونږ زور ټول خپل منځي اختلافات واخلي
اقصی به لات واخلي کعبه به مو منات واخلي

دا نن چې څومره ظلمونه، وحشتونه پر مسلمه امت کیږي، دا هر څه زمونږ له خپله لاسه دي، مونږ د غرب هر دود خپلول، د ځان او ټولنې لپاره پرمختګ ګڼو، د فکري جګړې ښکار ګرځېدلې یو، اسلامي تګلارې مو پریښي، په خپل منځ کې په اخ وډب اخته یو، تر هغې چې د مسلمان په لاس مسلمان وژل کیږي، نو؛ د اسلامي شعائرو ژغورل به په څه ډول او څوک وکوي؟ راځئ په دې باید ځان پوه کړو، چې اسلامي امت یو واحد امت دی، د دیني شعائرو ساتنه او هغه آزادول یې ایماني وجیبه ده. په نړۍ کې د اسلامي شعایرو نښې ژوندۍ ساتل د اسلام او د اسلامي امت د ژوند په معنا دي، خدای مه کړه، که په کوم ځای کې اسلامي شعائر له منځه لاړ شي، نو؛ هغه ځای کې د اسلام مبارک دین هم ورو ورو له منځه ځي.

د نمونې په ډول دې مثال ته ځير شئ:
په (( ۱۶۳۴ م کال چې کله اروپا اعلان وکړ، چې د هغه ځای ټول مسجدونه دې په کلیسا ګانو بدل شي نو په څلورو کلونو کې دننه دننه د هسپانیې څخه د مسلمانانو نښه او نوم لرې کړای شو)) ۱
د غربي تمدن د نغاره چيانو له اسلام او اسلامي شعایرو سره تعامل داسې بدغونی او بدرنګ دی، او بيا هم پر مسلمانانو د تعصب او تنګ نظرۍ ټاپې لګوي.

درنو وروڼو او خويندو!
پدې شپو او ورځو کې پر فلسطين يهودو څه ناتار شروع کړی و او چې کوم مسلمان يې ننګه يا غمشریکي ورسره کوي هغه پرديپال بلل کيږي، اصل خبره داده چې بیت المقدس تنها د فلسطین قضیه نه ده، هغه ټولو مسلمانانو لومړنۍ قبله وه، او دفاع یې په هر مسلمان لازمه ده، دا نن چې بیت المقدس (مسجد الاقصی) د اسرائیلو تر ولکې لاندې دی، دا يو ځل بیا حضرت عمر رض په څیر خلیفه او یا د صلاح الدین ایوبي په څیر یو ځوان مجاهد غواړي، تر څو قدس آزاد او د مسلمانانو دغه خاوره بیرته را وګرځوي او ورسره د اسلام برم او عزت اعاده شي. اسلامي شعائر د اسلام روح ده، ساتل او جوړول یې په هر مسلمان لازم دي، یو وخت به د اسلامي امت شاهانو مسجدونه په سیالۍ جوړول او د هغو د مهمو او لومړنیو کارونو څخه ول، خو نن ؟ نو؛!
ویل کیږي چې (( د قرطبې مسجد د عبدالرحمن الداخل په وخت کې جوړ شو، چې د هغه د مهمو کارونو څخه و ۸۰ زره دیناره یې پرې مصرف کړل، له هغه وروسته نورو خلفاوو هم د دغه مسجد په بشپړولو کې سیالي کوله، تر دې چې د اتم خلیفه په زمانه کې یې کار تکمیل شو))۲

تر هغې چې اسلامي ارزښتونه تر نورو ټولو ارزښتونو غوره او اوچت ونه ګڼو، د اسلامیت تشې چیغې او بې محتوا نارې وهل کومه ګټه نه لري، قدس زمونږ دی باید په ارزښت او اهمیت یې ځان خبر کړو او ساتنه او پالنه یې پر ځان لازمه وګرځو.

بیت المقدس هېرول نه دي پکار:
د ځمکې په سر له مکې معظمې او مدینې منورې وروسته تر ټولو سپیڅلی ځای مسجد اقصی دی، د مسلمانانو لومړنۍ قبله وه، دا د انبیاوو ښار دی، په یو حدیث شریف کې راغلي چې د اقصی په جومات (بیت المقدس) کې یو لمونځ د (۵۰۰) لمونځونو سره برابر دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د معراج سفر له همدې ځایه پیل شوی، چې وروسته به پرې تفصيلي بحث وکړو. له بل پلوه بیت المقدس د فلسطین په زړه کې دی، د دريو آسماني دینونو د ټاټوبي توب د سپیڅلتیا سربېره له ستراتیژیکي پلوه هم ځانګړی اهمیت لري، دا ښار د آسیا، اروپا او افریقې د لویو وچو د تقاطع په نقطه کې پروت دی او ختیځې مدیترانې ستراتیژیکې سیمې ته د تګ تر ټولو مهمه دروازه بلل کیږي، دې ته عرب قدس او اسرایلیان یروشیلیم وایي، دا ښار د نړۍ د ټولو لرغونو تمدنونو زانګو بلل کیږي.

دا همغه قدس دی کوم چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته د انبیاوو د امامت ویاړ پکې ورپه برخه شوی و:
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم معراج ته پورته کېده، نو؛ لومړی له مکې څخه تر بیت المقدس پورې يې په براق سفر وکړ، الله تعالی يې استقبال ته ټول انبيآء عليهم السلام را وغوښتل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امامت یې دوه رکعته لمونځ اداء کړ او بيا پورته معراج ته لاړ، د معراج په همدې شپې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرته مکې مکرمې ته راستون شو، نو؛ قریشو دا کار له امکانه لرې وباله او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې نعوذ بالله دروغجن وباله، قریش رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او د بیت المقدس په اړه يې ترې پوښتنې وکړې، هغه لږ وارخطا غوندې شو ځکه چې په ذهن کې يې د بیت المقدس د صفاتو د ساتلو هېڅ فکر نه وه او له بلې خوا توره شپه وه. (رښتيا چې په داسې وخت کې څوک دې ته متوجه کیږي چې په څو شيبو کې د یو ځای ټوله نقشه په ذهن کې ثبت او وساتي) لیکن په دې وخت کې د معجزې په ډول بیت المقدس رسول الله ته ښکاره شو، ځينې رواياتو کې راځي چې: جبرايیل عل‍‍‍‍‍‍یه السلام بیت المقدس په خپلو وزرونو را اوچت کړ او په مکه مکرمه کې یې له دار عقیل سره کېښود، رسول الله صلی الله علیه وسلم به د قریشو د ځوابولو لپاره بیت المقدس ته کتل او بیت المقدس د یو یو شي په باره کې به یې معلومات ورکول، لکه چې د بلقیس د تخت راوړل کېدل د حضرت سلیمان ع معجزه وه همدا ډول د بیت المقدس راوړل کېدل د رسول الله صلی الله علیه وسلم له معجزو څخه وه.

بیت المقدس د اسلامي تاریخ له نظره:
بیت المقدس د لومړي ځل لپاره د حضرت عمر فاروق (رض) په وخت کې مسلمانانو په ۶۳۸ ز کې فتحه کړ او له هغه وخته تر ننه پورې د مسلمانانو د هېواد په توګه یادیږي، د صلیبي جګړو په وخت کې د لږ وخت لپاره صلیبي لښکرو ونیوه، خو بیا سلطان صلاح الدین ایوبي بېرته آزاد کړ او د خپلې ولکې لاندې يې راوست دا ښار د ۴۰۰ کلونو پورې عثماني خلافت په واک کې هم پاتې شوی.

يهودان په نړۍ کې تيت او پرک پراته وه، زياتره يې په لوېديځ کې اوسېدل، ۱۹مې پېړۍ په اوږدو کې دوی يو ځانګړی يهودي دولت نه درلود، هماغه وه، چې د يوه جلا او خپلواک يهودي دولت د جوړولو لپاره يې هڅې پېل کړې. فلسطين په دغه وخت کې د عثماني خلافت تر واکمنۍ لاندې و، ماسوني يهودانو د لومړي ځل لپاره خپل نمائنده چې (قره صو)نوميده سلطان عبدالحميد ته ورولېږه، چې د هغه نه د فلسطين د لاسته راوړلو غوښتنه وکړي، تر څو هلته يهودان د ځان لپاره مستقل دولت جوړ کړي؛ خو سلطان د هغه غوښتنه رد کړه.

عبدالله ناصح علوان په خپل کتاب کې سلطان ته د (قره صو) د ورتګ او د سلطان د ځواب په اړه داسې ليکي: د يهودانو لومړنی اقدام داسې پېل شو، چې يهوديانو فلسطين ته د ځان رسولو او په هغه باندې د قابض کېدو طرحه يې جوړه کړه او په دې لړ کې يې لومړنی اقدام دا وکړ، چې د يهودو تر ټولو ستر سرمایه دار (قره صو) چې د ماسوني ګوند د مشرانو څخه هم وه، سلطان عبدالحميد ته يې د استازي په توګه ور واستوه او سلطان ته د وروستلو واسطه يې (عارف بيګ) شو، کله چې قره صو د سلطان عبدالحيمد دربار ته ورغی؛ نو په صراحت سره يې ورته وويل، چې زه د ماسونييانو استازی يم، چې ستاسې عالي حضور ته را استول شوی يم او پينځه ميليونه طلايي لېرې مو ستاسې شخصي خزانې ته راوړي او سل ميليونه طلايي لېرې مو ستاسو بيت المال ته د بلا سوده پور په توګه درته راوړي، په شرط د دې چې موږ ته په فلسطين کې څه ځای او ځمکه راکړئ.
کله چې سلطان عبدالحميد دا خبرې واورېدلې، د مخ بڼه يې بدله شوه او د قهر او غوسې نښې يې په څېره کې څرګندې شوې او هغه سړي ته چې دغه يهودي يې ور وستی وه، مخ ور واړوه او ورته يې وويل، چې: آيا ته پوهېږې، چې دغه خنزير څه غواړي؟ بيا يې قره صو ته مخ ور واړوه او په ډېر لوړ اواز او غوسه ناکه لهجه يې ورته وويل: چېرانه ووځه اې سپکه او ذلیله۴

بیت المقدس له اسلامي امپراطورۍ وروسته:
۱۹۲۴ م کال وروسته کله چې د عثماني خلافت ړنګ شو، نو فلسطین د متفقو ملتونو سازمان د پریکړې له مخې د بریتانیا تر واک لاندې راغی. فلسطین ته د دویمي نړیوالې جګړې پر مهال د نړۍ د بېلا بېلو سیمو د یهودانو ورتګ لا پسې چټک شو.

۱۹۲۰ او ۱۹۳۴ کلونو ترمنځ، بیت المقدس ښار په چټکۍ پراخ شو، د یهودو او عربانو ترمنځ له نښتو سره سره ددغه ښار وګړو شمېر زیات شو، په ۱۹۳۶کال کې د بریتانیانو پر ضد پاڅون او په ټول فلسطین کې کار بندیز رامنځته شو، پاڅون په وسله والو نښتو واوښت، تر هغه چې دویمه نړیواله جګړه پیلېده، د دې جګړې پر مهال بیت المقدس یو ارام ځای و، خو د نړیوالې جګړې په پای ته رسېدو نښتې او اخ و ډب زیات شو.

د فلسطین د وېش پریکړه:
په ۱۹۴۷ م کال کې ملګرو ملتونو د فلسطین د وېش پریکړه وکړه، خو بیت المقدس او بیت اللحم ته يې د ځانګړي وضیعت لرونکو سیمو نوم ورکړ، چې د ملګرو ملتونو په ولکې کې به وي خو دغه پریکړه عملي نه شوه.

د ټرمپ د پریکړې پر وړاندې د عربانو او نړیوالو توند غبرګونونه:
له اوسلو تړون وروسته اسرائیل په بیت المقدس کې د یهودو شمېر زیاتولو هڅه وکړه، چې په پایله کې د یهودویانو شمېر ۷۰ سلنه او د فلسطیانیانو شمېر ۳۰ سلنې ته ورسېد.
کله چې بریتانوي ځواکونه له فلسطینه ووتل د ۱۹۴۸ کال د مۍ په ۱۴ مه اسرائیلي دولت رامنځته شو او سمدلاسه یې لوېدیځ بیت المقدس ونیوه او اردني ځواکونه د بیت المقدس زوړ ښار او د ختیځ بیت المقدس ډیرې برخې ونیولې، په دې سره دِغه ښار د یهودو او نورو ترمنځ عملا وویشل شو.

۱۹۴۹ م کال کې اسرائیلو بیت المقدس د خپلې پلازمینې په توګه اعلان کړ، خو نړیوالې ټولنې په رسمیت ونه پیژنده، اسرائیل د بیت المقدس په اړه د ملګرو ملتونو ټولې پریکړې رد کړې او نړیواله ټولنه د فلسطینیانو په خوا کې ودرېده. په ۱۹۸۰ کې د اسرائیلو پارلمان پریکړه وکړه چې ټول بیت المقدس د اسرائیو پلازمینه ده، دغې پریکړې په نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول.

ټرمپ ته د اردغان خبرداری: قدس سره کرښه ده:
هیڅ دولت دې قدس د اسرائیلو نه بولي، اسرائیل د بیت المقدس د یو شمېر هغو اوسېدونکو د اوسېدو یا اقامت اسناد لغوه کړل چې له دغه ښار د باندې اوسېدل، ځکه کورونه یې ړنګ شوي وو او حکومت فلسطینانو ته د نورو کورونو جوړولو اجازه نه ورکوله.

۲۰۰۰ کال کې د لیکو د ګوند مشر ارییل شارون جبل هیکل ته د زرو امنیتي سرتیرو په ملتیا ورغی، دغه پاروونکي ورتګ په فلسطین کې سخت غبرګونونه وپارول.
په ۲۰۰۳ کې اسرائیلو سلګونه کیلو متره امنیتي دیوال جوړ کړ چې په وینا یې د فلسطینیانو د برید مخه ونیسي یو کال وروسته نړیوالې محکمې دغه دیوال ناقانونه وباله او پریکړه یې وکړه چې د اسرائیلو له خوا د ختیځ بیت المقدس نیول ناقانونه عمل دی۵

نتیجه:
په اخر کې باید یادونه وکړم، قدس زمونږ دی او زمونږ به وي، خو؛ د خپلو علماوو، استادانو او محصلینو څخه هیله کوم، چې د بیت المقدس د قضیې په اړه د خپلې ټولنې فرد – فرد پوه کړي، ځکه دا زمونږ د عقیدې قضیه او مسئله ده. هغوی چې وایي پر مونږ څه حال دی او دوی د پردیو له غمه مړه دي! نه داسې نشي کېدلی چې یو انسان دې خپل ځان په اور سوځوي او بل ته د اور نه نجات غواړي، مونږ هر ځلې هر وخت د خپل ولس درد خپل درد ګڼلی، څوک چې پر دین مئین وي هغه ته عرب او عجم یو دی، هغه ته د شرق او د غرب مسلمان یو دی، لنډه دا چې د ټولو مسلمانانو درد یو دی، له نعمان بن بشیر رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:(( یو تر بل په مینه، شفقت او مهربانۍ کې د مسلمانانو مثال د یو بدن په څیر دی، کله چې د بدن یو غړی په درد شي، نو؛ ټول بدن ورسره په بې خوبۍ او تبه کې شریک وي)) بخاري او مسلم شریف

باور وکړئ، که مونږ متحد شو، خپل منځي اختلافات ختم کړو يو بل ته په مهربانۍ، محبت او مینه قایل شو، نو دومره د بدبختۍ سره نه مخ کیږو، لکه نن چې څومره مخامخ یو.

اخذونه:
۱: سباعی/ډاکټر مصطفی سباعی/اسلامي تهذیب او تمدن
۲:سرجاني/ډاکټر راغب سرجانی/د چاپ کال:۱۳۹۵ ل/ اندلس/ ژباړن: عصمت الله زاهد مل/ ص: ۸۰
۳:سندهی/علامه محذوم محمد هاشم سندهی/د چاپ کال: ۱۳۹۳ هـ.ل/د نبوت میاشتې او کلونه/ ژباړن: اروښاد الحاج محمد یعقوب شرافت/ ص:۵۳-۶۰
۴:ثاني/سلطان عبدالحمید ثاني/د چاپ کال:۲۰۱۴ جون/ ژباړه او څیړنه: زاهد خلیلی/ ص: ۲۶-۲۸
۵: بي بي سي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

حمیدي صیب په علم ، عمر او ځوانۍ دې خیر وبرکت شه .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx