نظــر

زموږ فتحه نظریاتي هم ده

اسدالله رزين

د ستمبر له یولسمې نیټې وروسته د امریکا حالت داسې ښکاره و چې ګویا د کائناتو خالق خپل اختیارات، جلال او عظمت امریکا او غرب ته تسلیم کړي وي او د نبي کریم(ص) امت یتیم سوی او د پوښتنې یې بیخې څوک پاته نه وي.
دوی لګیا و او په انسانیت یې د وېرې او مرګ آوازې ویشلې چې امریکایي نوی سټلائټ د نړۍ هرکونج ته رسیږي او هر حرکت څاري. د فیل آوازه او بد ژغي بمبارد مخه یې هیڅوک هم نسي ډب کولای. د نړۍ چلاو نور د الله تعالی(ج)نه بلکې د نوې ټکنالوژۍ دنده ده. هرڅه د هغو او ګټې به یې هم هغه چې له چا سره د نوې ټیکنالوژۍ ځواک او د ځواک کیلیانې شتون ولري، نو ځکه امریکا په ټول کبر او غرور د نړیوالو اشرباڼو او په اسلامي امت د مقررو لاسپوڅو واکوالو په مرسته په تش لاس افغانانو د خپل یاد ډول ټیکنالوژیکي ځواک او د (۲۱) پیړۍ د وحشت او دهشت په حکم د مهال تاتاري یرغل پیل کړ. هیچا هم نه سوای منلای چې د اوسپنې او باروتو له شل کلن توفاني باران سره سره دې د امریکا د غرور نیلۍ په څلورو پښو ګوډ او د تکبر په نشه مسته اداره دې د افغانانو پوښو ته ور ولویږي، خو د طالب د ایمان او جهاد جذبه وه چې د طاغوتي تکبر د عسکري او مادي ځواک دلیل یې پخپلو سپیڅلو وینو رنګ او رد کړ او د اسلام د مبین او تل پاته دین حقیقت یې تر لمر ډیر روښانه ثابت کړ.

امریکا د خپل جمهوري یرغل په لومړیو شپږو میاشتو کې زموږ په هیواد(۲۰۰۰۰)بمونه چې په هغو کې له اتومي موادو ډک (ډیزي کټر)(۵۰۰۰) پونډه درانه غونچه یي بمونه او بې شمیره کروز میزایل د بشر دوستۍ او بشر پالني تر سرلیک لاندې و ورول. تاسې اندازه ولګوئ چې بشر دوستانو او اشر باڼو به یې په شلو کلو کې زموږ په کلیو او ښارو څومره بمونه ورولي وي. زموږ څومره بېګناه مسلمانان به یې شهیدان کړي، ټپیان کړي، بې کوره کړي، د چولاوو میلمانه کړي او تر امریکایي لمنې لاندې ارګ میشتو یتیمانو به څومره د خوشالۍ چکچکې ورته کړې وي، خو مجاهد افغانستان، مجاهد ولس او سرشندنې ته په لیکه کې چمتو طالب لا په لومړني مقاومت او استقامت د خبیث دښمن په وړاندې د فتح په تبسم متبسم ولاړ دی او د امریکا د غلط ګمان او تکبر جنازه د تیښتې په لاره کې لنډه لنډه سا اچوي.

طالب نړۍ ته ور وښودله چې یوازې الله(ج)د کائناتو مالک، خالق او نظام چلونکی دی او کوم ذات چې د جهاد حکم ور کړی و. نه یې پرون سیال لاره او نه یې نن او لکه پرون داسې نن هم د فتحې او ماتې پریکړه د هغه لایزال ذات په واک کې ده او چې پرون یې د خپل محبوب او هغوی(ص) د یارانو مرستې ته ملایکې را واستولې. هغه قادر ذات نن هم د بدر فضا پیدا کولای سي او هغه طالب چې پرون چا پیژاند نه، هیڅ وزن یې نه لاره،غریب و، له عصري علومو بې برخې او بې یار او مدد ګاره و، خو د حق مخالف ځواک ته یې ټیټیدا او په ګونډو کیدا نه وه زده، نه له اخطارو او غاښ چیچې ډاریده. نه یې کومې طمعې سترګې ورمړې کولای سوای، نه د لوږې زور پرې رسیده، نه د تندې، نه ستوماني ته تسلیمیده او نه هم بې خوبۍ ته. پوره شل کاله یې په ډیره میړانه د نړیوال جنګي ځواک بربریت او د اوسپنې او لمبو بارانونه وزغمل او نړۍ ته یې د ژوند تري تم سوې لاره ور وښوده او شیطاني لښکرې د تیر په څېر نه یوازې ور ته ټیټیږي او تسلیمیږي. بلکې په ځان له ویرې لړزیږي هم. د (۱۹۸۹)م کال د فروري میاشتې په یوه تیاره ماښام کې د شوروي اتحاد د پای ډلګۍ د شوروي اتحاد ښکیلاکي مړه تنه د امو دریاب په یخو اوبو کې ډوبه کړه او د کمونیزم په لعنت لعنتي شوروي اتحاد د ګران افغانستان له شاهین ځالو او ډبرینو غرو سره په ټکر کې ټوټه ټوټه سو او له میدانه د تیښتې پایڅې یې ور پورته کړې.

د(۱۸۴۲)م کال د جنوري د میاشتې په(۱۳) نیټه د انګریزي ښکیلاک له(۱۶۵۰۰)تنو لښکرو او پریمانه جنګي وسائلو یوازې ډاکتر(برائیډن) په نیم ځان د عبرت نښې په توګه ژوندی پاته سو او زموږ د کابل ویاړلی بالا حصار د ښکیلاک له چټلۍ پاک او زموږ بالا حصار سو.

د (۲۰۲۱)م کال د اګست د میاشتې په (۱۳) نیټه (جوبائیډن) په ګران هیواد کې د خپل اوږده جنګي او د سر، مال او ابرو له لوړو تاوانو ډک ماموریت د پای اعلان وکړ، خو د جوبائیډن د جنوري میاشتې د اتمې روځې له تقریره داسې څرګندیده. لکه د انګریزي ښکیلاک د عبرتناکې ماتې د انجام ژوندی تصویر چې یې مخې ته ایښی وي.

جوبائیډن په خپل تقریر کې داسي وویل: له افغانستانه په منډه وتل او د ځواک را ایستل زموږ د انساني او ټیکنالوجیکي ځواک د ژوندي پاته کیدو یوازينۍ لاره ده. زه د ښکیلاک په مړستون کې د پاته کیدو له پلویانو پوښتنه کوم چې تاسې نور څو امریکایي پیغلې او ځوانان هلته د مرګ په خوله کې پریښودل غواړئ؟ ایا تاسې هم خپلې لوڼې او زامن مرګ ته ور استوئ؟

دا د کفن په غاړه، واسکټ اغوستي، سلاح په لاس، ګرنیټونه په سینه پورې ځوړند شهادت ته د تږي او په وینو کې د لت پت شهید طالب حماسه او د غلیم واڼې ایستونکي اغیز و چې جوبائیډن یې په تلواره او لړزیدلي آواز کې له تیارې په ګټه اخستو د تیښتې اعلان ته اړ ایست.

وطن پرستي او قوم پرستي د نوي امریکن او غربي تمدن هغه بت دی چې د اسلام له نړیوال طبیعته سره په شدید مخالفت کې واقع دی. دا هغه وژونکې حربه ده چې عربي هیوادونه یې د ترکانو په مخالفت کې د انګریزانو مرستي او بیا غلامۍ ته ور ټیل وهل. دا هغه کرکجن د تعصب وائروس دی چې انسان ته د حق او باطل د تمیز اجازه نه ور کوي. دا د شیطان لاره ده او دا د اسلامي ورورګلوۍ په لاره کې پروت کمر دی چې ډیری اسلامي هیوادونه یې د هیواد او قوم ساتنې تر سرلیک لاندې له امریکا او غرب سره همغږي او بیا یې د مریي توب ځنګوړي په غاړو کې ور وشرنګولې، خو طالب د شهید ملا محمد عمر مجاهد(رح) په مشرتابه کې له یاد کمره سره ټکر او د تاریخ په ژوندي او ماتې نه خوړونکي ځواک بدل سو. یاد شهید خپل ورته ګران هیواد له زبر ځواک سره ټکر کړ، د غلیم په تعقیب کې دښتې یې خوښې کړې، د واک قرباني چې اشرف غني دوی ځان ترې جاروي. یې په سر او سترګو ومنله، خو د حق قربانولو ته یې زړه ښه نه کړ. قدرمن شهید د وطن پرستۍ او قوم پرستي بت ټوک ټوک کړ. نه یواځې یې امریکا ماته کړه. بلکې ټوله نړۍ یې فتحه کړه او د بدلون تصور یې ور ولیږداوه.

ماتې خوړلې امریکا او اشرباڼي یې لګیا دي د سیمه ییزو او په اسلامي هیوادو د تالي څټو واکوالو په مټ غواړي چې زموږ د تاریخ ویاړ فتحه او اغیز یې په پولو کې وساتي او د ماتې بدلیدو خیال پلاونه وهي. په طالب فشارونه اچوي تر څو د اسلام او سیکولریزم په ګډوله واک کې ور ګډ سي. چې دغسې کول نه په اسلام کې مخینه لري او نه ورته د منلو ده. الله رب العزت سپیڅلتیا خوښوي. او محمد رسول الله(ص) ته ډیر دغسې وړاندیزونه سوي، خو یو یې هم نه دی منلی.

الله تعالی(ج) یو ځل بیا طالب ته د اسلامي نظام د قیام او اسلامي جنډې د رپیدو موقع ورکړي ده او طالب اصلي تهدید او خطر له منځه وړي دي. د طالب دریځ اوس له پولو اوښتی، د امت او حتی د انسانیت په دریځ بدل سوي دي. غلیم ته اوس یوازې د دروغو د تبلیغ او رسنیز پروپاګند اخري فرصت چې هیڅوک او دوی پخپله هم باور نه سوای پرې کولای ور پاته دي. د طالب پخپل اصولي او بریالي دریز پاتې کیدل
یاد تهدید هم ویلې کوي.

هیله ده چې د (۲۱) پیړۍ محکوم انسان هم د راشدو خلفاوو دور ته ورته دور وویني، ور ننوځي او له خوندو یې خوند واخلي او دا د رټلي شیطان په رټلي حکم رټلی او ځوریدلی انسان د انساني او اسلامي نظام په ډاډمن چاپیریال کې  واوسیږي او که خدای نا خواسته د غیر شرعي او غیر اړینو مصلحتو او راکړې ورکړې په منتر کې مسحور سي، نو بیا خامخا د شهید له وینو، ټپي له ټپونو، یتیم له اوښکو، بورې له سړو اسویليو، کونډو له سلګیو، ولس له څلویښت کلنو کړاونو او امت له هیلو سره جفا ده. چې پایله به یې د باطل په وینو سره خوله کې چې اوس یې په ماتولو لګیا یو له ذلته سره ور لویدل وي.

مننه. (رزین)

 

رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

هغه وخت به تاکامیابی لیدلی وای چه طالبان دقرآنکریم په ترجمه پوهیدای اوپرقرآنی احکاماتوعمل کړۍ وای دا تنهاددی شعاروکامیابی وه چه جهادفرض عین دی داچه څنګه اوکم شرایط ،له دی نه ملام محمدعمرخبروونه یی ډله هسی یوړوند جهادوودځوانانوشهادتونه دی الله قبول کی،اوس هم ړوند حالت روان دی بیابه هم قدرت بیعلمه جاهلانوته په لاس ورسی که یی دایران پرانقلاب عمل ونکی دملک سرنوشت یی پوهانواوعالمانوته په لاس ور نکۍ ملک بیسوادان نسی چلولای یادلره .عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx