دیني، سیرت او تاریخ

د جهاد په جنګ کې اسلامي احکام «د ناخبرو مسلمانانو د ګټې لپاره»

محمد طاهر ثابت

زه به دلته د الطبري او د حنفي فقهې لوړ فقیه الکاساني له کتابه ځینې احکام ولیکم چې خدای دې وکړي د عامه مسلمانو د پوهې سره کومک وکړي. هغه کسان چې په خیټه ولاړ دلیلونه وايي او اسلام د خپل ناپوهه فکر په سر سم بولي او د هغه له مخې په طالبانو د نامسلمانۍ حکمونه کوي هغوی ته وایو چې افغانان حنفي مسلمانان دي او حنفي مذهب خپل قانوني او عقیدتي اصول لري چې د هغې له مخې د غني او طالبانو د کړو وړو په هکله باید حکم وسي. څوک له ځانه او د خپلې هوا او هوس په سر نسي کولای بل مسلمان نامسلمان وبولي.

الکاساني رح د جهاد د فرضیدو دلیل (چې زما په نظر هغه د جهاد د تعریف یوه څنډه  هم کرځولای سو) په داسې ډول ویلي دي: د هغه لپاره چې جهاد فرض سوی دی هغه اسلام ته دعوت دی، د حق دین اعلاء، او د کفارو شر او قهر دفع کول دي، چې د ځینو مسلمانو په لاس راتلای سي. اوس تاسو د کابل د لوی سري چې وايي له الازهر څخه راغلی وپوښتئ چې د هغه باداره اداره دا پورتنی کار کوي او که د هغه ضد.

الکاسانی لیکلي کله چې دښمن په مسلمانو حمله وکړي بیا جهاد فرض عین کېږي. هغه وايي جهاد په نفس یا ځان، مال، لسان یا ژبه، قلم او نورو کارو باندې کېدلای سي. په دې مونږ کېدای سي اضافه کړو او ویلی سو دا کارونه باید د جهاد د هدف د لاس ته راوړلو لپاره وي: اعلاء دین الحق یا اسلامي نظام راوستل.

طالبان اسلامي نظام او اسلامي حکومت غواړي. باید متوجه سو چې اسلامي نظام او حکومت له یو بل سره فرق لري. یو کس به اسلامي نظام غواړي خو د هغه حکومت به کاملاً اسلامي نه وي. ځکه د هغوی ځینې کارونه به پوره اسلامي بڼه نلري.
اوسني دولتونه همدا مشکل لري. په اساسي قانون کې يې چیرته د اسلام نوم لیکلی وي خو بیا هلته کفري خبرې ډیرې وي او د دولت چارې په غربي توګه چلوي. د مثال په توګه د افغانستان په اساسي قانون کې اسلام، کپیتلیزم او اخلاقي لیبرالیزم په یوه اونګ کې سره ټکول سوي او اوغاني معجون يې ځینې ایستلي دي چې د کابل د اوقافو لوی سری يې اسلامي ترین اساسي قانون بولي. په عمل کې هر هغه کفري فساد چې وي هغه عملي کوي.

د شل کلن کفري اشغال او اوس د هغه معاونه اداره چې لاهم د کفر خوري څښي او په کفر نازیږي همهغسې په افغانانو باندې شر تحمیلوي (یعنې، جمهوري نظام باندې اصرار کوي) او د کفر د قهر خبرې کوي (یعنې، که کاپیټلست سیستم او د بشري حقوقو تر نامه لاندې لیبرال ارزشتونه ونه منل سي، جنګ به اوږد سي، کفر به د خپل لاسپوڅي دولت لپاره په مسلمان ملت بمباري وکړي، طالبان به منزوي سي او د کفر کومکونه به باندې بند سي).

که د کابل اداره دا کاپیټلیست او لیبرال مفکورې ردي کړي او د کفر تعاون د خپل ځان ټینګولو لپاره ونه غواړي نو بیا به طالبان شرعي مسؤلیت لري چې له جنګه لاس واخلي. په دې کې باید سوال هم وسي چې له کفر سره د طالبانو ارتباط د ضعف له نقطې پیل سوی او که د مساوي. یعنې په هغوی داسې شرطونه خو ندي منل سوي چې هغه د اعلاء دین الحق سره تناقض لري؟ طالبان باید دې ټکي ته متوجه وي.

اوس به راسو هغه نوي واقعې ته چې د یوه قوماندان په مرګ د کابل ډنډور چیانو ډیرې نارې پورته کړي دي. هغه د جنګې اسیرانو خبره وه. له هغوی سره باید څنګه تعامل وسي؟

د جنګې اسیرانو سره تعامل په دوو آیاتو باندې ولاړ دی:
مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَكُونَ لَهُ أَسْرَىٰ حَتَّىٰ يُثْخِنَ فِي الْأَرْضِ ۚ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللَّهُ يُرِيدُ الْآخِرَةَ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

په دې آیت کې د اسیر قتل ښه بلل سوی او فداء یا بدله نده خوښه سوي. په دې وخت کې مسلمان ضعیف ول. د مشرکینو قتل ښه بلل سوی ځکه هغوی باید ویرول سوي وای.

دا پورته آیت د بدر د بندیانو په هکله  نازل سوی دی. کله چې مسلمانانو اویا کسه مشرکان بندي کړل. د امام ابن حنبل په سند او د انس رض په راپور: نو نبي ص له خپلو صحابه کرامو سره مشوره وکړه. عمر رض د هغوی د قتل مشوره ورکړه. رسول صلی الله عليه وسلم هغه درې واره رد کړه. بیا هغه سوال وکړ او ويې ویل چې دا بندیان مو پرون وروڼه وو. په څلورم ځل ابو بکر رض وویل چې یا رسول الله عفوه يې کړه او فدا ځینې واخله. وروسته بیا رسول صلی الله د ابوبکر رض د مشورې سره سم هغوی ته عفوه وکړه او له دوی نه يې فدا قبوله کړه. د ابن عباس روایت د پورتنۍ مشورو دلیلونه هم ښودلي دي. د عمر رض په فکر بندیان د کفارو مشران وو او د کفر رهبران. د عبد الله رض په روایت کې راغلي چې عمر رض وویل دا هغه کسان دي چې په تاسو پورې يې دروغ ویلي، له خپلو ځمکو يې ایستلي یاست او له تاسو سره يې جنګ کړی. د ابوبکر رض په فکر دوۍ يې خپل او خپلوان وو او د فدا یا بدلې په صورت کې هغه له مسلمانو سره کمک و او کیدای سي دا آزاد سوي بندیان د خدای لارې ته هدایت پیدا کړي. رسول صلی الله عليه وسلم د ابوبکر رض په مشوره عمل وکړ. وروسته بیا پورتنی آیت نازل سو او د بندیانو قتل يې ښه وګڼلو.
په دې هکله ابن عباس رض روایت کړی چې ویلي يې دي: د بدر په ورځ رسول صلی الله عليه وسلم خلکو ته وویل چې په جنګ  کې ځینې داسې کسان دي (له بني هاشم او نورو نه) چې له مجبورۍ راغلي. که له هغوی سره مخ سوئ مه يې وژنئ. که له ابا البختري سره مخ سوئ مه یې وژنئ او که له عباس سره مخ سوئ مه يې وژنئ.

دوهم ایت دادی:
إِذا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ذَلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَانْتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَكِنْ لِيَبْلُوَ بَعْضَكُمْ بِبَعْضٍ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَنْ يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ * سَيَهْدِيهِمْ وَيُصْلِحُ بَالَهُمْ * وَيُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ }  [محمد  4-6]

په پورتني آیت کې دا ټکي راښودل سوي دي: د جنګ په وخت کې مقابل لوري مړه کړئ، ترڅو د دوی شوکت او دبدبه ماته سي؛ کله چې مو اسیران کړل بیا نو هغه یا عفو کړئ او یا بدله ځینې واخلئ. بدله یا غلامول دي او یا هغوی د خپلې آزادۍ اخیستلو په عوض کې مال ورکول دي.

دلته باید د جنګ فرصت ته متوجه سو. هغه وخت چې یو په بل وار کوي او له هغه وروسته. د پورتني دوو آیتو نه دا مالومېږي چې د جنګ په وخت کې او له هغه وروسته د مرګ خبره سوې. د پورتني آیت دا ټوک «فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ » نوموړي خبرې ته اشاره کوي. دا خبره کېدای سي له اول ایت څخه هم زده کړل سي. نو د دواړو آیاتو په رڼا کې د ګرم جنګ او بیا وروسته د دښمن مړه کول جواز ولري. همدا خبره د ابن عباس له روایت سره سمون لري.

قال ابن عباس رضي الله عنهما : كان هذا يوم بدر والمسلمون يومئذ قليل ، فلما كثروا واشتد سلطانهم أنزل الله في الأسارى ” فإما منا بعد وإما فداء ” ، ” محمد – 4 ” فجعل الله – عز وجل – نبيه – صلى الله عليه وسلم – والمؤمنين في أمر الأسارى بالخيار إن شاءوا قتلوهم وإن شاءوا استعبدوهم ، وإن شاءوا فادوهم ، وإن شاءوا أعتقوهم .

په هرحال د پورتني آیت حکم متفق علیه ندی. ځینې علماء وایي چې دا ایت هم منسوخ سوی. دا په دې معنی چې د اسلام په آخرو وختو کې د هر مشرک مرګ واجب سوی دی. هغه آیت چي همدا حکم يې منسوخ کړی دی دا ده: فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ … الآية

نور علما وايي چې پورتنی آیت ندی منسوخ سوی. ابن عباس ددې آیت حکم د مسلمانو بندیانو په هکله لازم بللی دی. له حسن رض نه روایت دی چې اسیران تنها په جنګ کې وژل کېدای سي. عمر ابن عبدالعزیز یو مشرک هم ندی وژلی مګر یو ترکي کس. هغه ترکي کس د نورو په تله يې ډیر مسلمانان وژلي وو.

امام الطبری ویلي چې دوهم ایت نده منسوخ سوی. بلکه اول ایت او دوهم ایت دواړه عملي سوي. رسول ص اسیران هم وژلي او هم يې ندي وژلي.

له پورتنېو خبرو څخه دا مالومیږي چې د اسیر وژل روا دي. خو د هغه وژل باید مسلمانانو ته یا ګټور وي او یا کوم اسیر ډیر شریر سړی وي چې د هغه پرېښودل به د هغه له جنایاتو سره نامناسب ښکاري. دلته مونږ باید یو بل ټکي ته ځیر سو هغه دا چې دوهم آیت د بندیانو د تړلو امر کوي. دا په دې ارزیدلي دي چې مسلمانان د دوی له شره په امن سي؛ یعنې دوی بیرته ونه تښتېږي او یا مسلمانان مړه نکړي. دا خبره له پورتنۍ خبرې سره سمون خوري؛ یعنې، د مسلمانو ګټه به د امن په معیار باندې تلل کېږي.

د کفر سره په جنګ کې د الکاساني له نظره هغه اسیران وژل کېږي کوم چې د هغوی وژل په جنګ کې روا دي. د کوچني او لیوني په استثناء. په دې چې قتل او وژنه د جزاء په ډول روا دي. کوچنیان او لیونیان د جزاء مستحق ندي. هغه ښځې او داسې نور چي په په یوه او یا بل صورت له جنګ سره کومک کوي هغه که اسیر سي مرګ یې روا دی.

د اسلام غوښتونکو او جمهوریت غوښتونکو د جنګ په میدان کې بیلابیل کسان شتون لري. اکثریت يې مجبور، خطا سوي او خوشباوره مسلمانان دي. یو اقلیت يې بیا د اسلام دښمنان، د ډیرو مسلمانو قاتلان، د هغوی په قتل باندې خوند اخیستونکي مرتدان او بیخي شریر مسلمانان دي.  د داسې کسانو مړه کول بیا هم بیرته یا د هغوی د جنایاتو په خاطر وي او یا د هغوی خوشې کېدل د سولې په خاطر په ضرر وي.

زمونږ غوښتنه له طالبانو دا ده: مرګونه باید وځنډوي. مضر کسان باید خوشې نکړي او د هغوی لپاره باید خاص ځای ولري. کله چې زمینه برابره سي هغه کسان یا مجازات کړي او یا يې اعدام کړي. دا باید د اسنادو او ثبوتو په اساس وي. طالبان باید متوجه شي چې د بندیانو مړه کول او آزادول د امیر او امام په امر کېږي. نو اقلاً باید هغه د یوې محکمې، چې د امام نمایندګي کولای سي، د امر سره مطابق وسي. که څه هم د جنګ په میدان کې د دوی حکمونه به جواز ولري خو نن سبا صرف د جنګ میدان او افغانستان ندي مطرح.
دنیا د محکمې نه وروسته د مرګ جواز منلی دی. دا د اسلامي اصل سره تضاد نلري. که طالبان داسې ونکړي نو د دوی عمل به د کفارو لخوا د اسلام په بدنامۍ کې کومک وکړي. دا چې جهاد د اسلامي دعوت لپاره روا دی، نو د طالبانو هر عمل د اسلام له نړیوال ضعف او تقویت سره ارتباط لري. که دوی په افغانستان کې جنګ یوسې او د هغه له کبله په دنیا کې اسلام ضعیفه سي نو بیا دوی فاتحین نسو بللای.

اسلام د غچ دین ندی او نه د پلمو. طالبان باید د طالبتوب په سر ځان ته امتیاز ونه ګټي. دوی هم مسؤل دي. د اسلام په مقابل کې دوی کمکي دي. د اسلام ګټه او اسلامي نظام نه بدنامول د دوی د ځان څخه دفاع د فقهې په حکم نه بلکه د اسلامپوهو او پوهنتون والاوو په بې احترامۍ باندې ولاړه خبره غیر معقوله دفاع ده.

د کابل ډنډورچیانو او مدافعینو ته باید ووایو چې که تاسو په طالبانو تنقید کوئ اول خو په اسلام ځان پوه کړئ. که تاسو د اسلام له اصولو نه خلاف کار کوئ او اسلام په تحریفي ډول د طالبانو په ضد استعمالوئ نو دا خو بیا ستاسو د بی عقیدې او نا اسلامي څیرې د ښکارولو نه سوا بله هیڅ معنا نلري.

لوی خدای دې مونږ ټول د هغه لارې ته هدایت کړي. وماذلک علی الله بعزیز.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x