شعـــــرونه

ویښې سپوږمۍ تار تار د رڼا ور غځولی دی/ کاروان

پير محمد کاروان

چاته چې شي موسکه او چې سترګې په کې و ګنډي
سخته درمانګره ده په شنو ورېښمو زړه ګنډي

مینه په ذره ذره د ټولو کایناتو کې
ګوره د شپېلۍ نغمه چې غر سره له غره ګنډي

ویښې سپوږمۍ تار تار د رڼا ور غځولی دی
ناسته په آسمان کې ده په ځمکه کې اوبه ګنډي

دا چې د زېړۍ غوا په شیدو کې په جوش را نه شي
تور لونګ په سره ځونډي کې کله څوک اُومه ګنډي

یا ګولۍ ویشتلی یا په څوکه د خنجر سوری
دا د اوږو خړ څادر به کله پښتانه ګنډي

داسې اُستکار د دې پېړۍ به څوک وي وایه چې
ماتې ګوډې ټولې د ولس کلي کاله ګنډي

زه وایم کاروانه چې درمان د وطن امن دی
زړه د جګړې دادی چې دا پرې پرهر دې نه ګنډي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx