نظــر

” الله اکبر ” نعره چاته ګټه رسوي؟

ډاکټر سیف الله “خالد”

فرعون د موسی علیه السلام په شهادت رسولو پسې را ووت تر نیل رود پورې یې ټول فوځ ورپسې روان کړی وه کله چې موسی علیه السلام رب ذوالجلال ﷻ له نیل رود څخه په خیر او سلامتیا سره پورې ویست نو د فرعون لښکرې په رود ورګډې شوې چې ټول لښکر یې په رود کې ډوب شو فرعون چې غرقیده نو هلته یې ارادې بدلې شوې د ایمان راوړلو هوډ یې وکړ یا حقیقتاً یا هم د خلاصون په پار والله اعلم خو عزرائيل علیه السلام یې خوله له خاورو ور ډکه کړه نه یې دنیوي ژوند نصیب شه نه هم اخروي.

اوس د کابل اداره له ټولو نړیوالو سره په پوره توان او جنګي وسایلو د حجرې له یو څو تنو مخلصو طلباوو سره دا یوويشت کاله و جنګېدل او لا هم له خپلو غلطو تګلارو او افکارو  څخه صرف نظر نشول بر سېره پر دې لا هم خپل کفر ته حق وایي او علما کرام فرمایي چې:
هغه څوک چې خپلې غلطې لارې ته حق وایي الله ﷻ هغوی ته هدایت هم نه کوي، دوی هم دا خپل ایمان پلورلی، فوځ او له اخروي او دنیوي تاریکیو ځخه ډکو لارو ته بې له شرعي نصوصو او دلایلو څخه حق وایي د واک او قدرت لیوني یې په ځان را ګرځولي د ولس وینه زبیښل یې دنده ده.

اوس له نورو توطیو او بې ساري شیطاني کړنلارو له ناکامیو را وروسته ولس غولونې، د شکوشو او شبهو را منځته کولو په پار د (الله اکبر) ملکوتي نعرې کار یې را پیل کړ لکه فرعون ته یې چې ګټه و نه کړه دوی ته به هم کومه ګټه ور و نه رسوي په داسي حال کې چې دوی دي چې د همدې نعرې ویونکي نږدې دا شل کاله ځپي، په شهادت رسوي، زنداني کوي یې او مسجدونه مدارس او محرابونه ور پسې بمباردوي اوس حق راغی باطل او هره هغه څوک چې د اسلامي نظام په مخ کې خنډ دي ځي به، ګل خبره او سالم سیاست دوی لره دادی چې د دوی دنیوي او اخروي ژوند او برخلیک سموي؛ تسلیمېدل او له خپلو شومو اعمالو پښېمانه کېدل او د کایناتو رب ﷻ ته په اخلاص توبه ایستل دي.

ملکوتي نعره د هغو سر ښندونکو ته پریږدي چې دا یوویشت کاله ځانونه او خپلې ګرمې ویني په سرو اورونو کبابوي هغه متل دی (چې ښکار کوي د هغو تازیانو خولې تورې وي) اوس چې د تکبیر نعره زمزمه کوي هغه خولې او څهرې ټولې نړۍ ته معلومې دي.

د یوه سوچه اسلام  نظام د نفاذ په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx