نړۍ

یونسکو فلسطین ته دغه اداره کی غړیتوب ورکړ

اليونسكونن ټکی اسیا: دملګرو ملتونو دروزني ثقافت او پوهني اداري یونسکو دفلسطین وهیواد ته په دغه ټولنه کی دیوه مستقل هیواد په توګه غړیتوب ورکړ.

له هغه څخه وروسته چی دروان کال دسپټمبر په میاشت کی ددغه هیواد له لوري دملګرو ملتونو واداري ته واړاندیز شوی وو، چی دغه هیواد ته باید دغه اداره کی د مستقل هیواد په توګه ومنل شي ، او ورته دغه ټولنه کی غړیتوب ورکول شي دملګرو ملتونو له مختلفو ادارو څخه ددغي اداري دیونسکو څانګه اوله اداره ده چی دغه هیواد ته یی خپله اداره کی دیومستقل هیواد په توګه غړیتوب ورکړ.

تیره ورځ چی کله په دي اړه ددغي اداري له لوري څخه کومه غونډه رابلل شوی وه، دغه غونډه کی ۱۰۷ هیوادونو دفلسطین په حق کی، ۱۴ هیوادونو یی په خلاف رایی واچولي، او ۵۲ هیوادونو هیڅ  رایه استعمال نه کړه.

هغه هیوادونه چی دفلسطین دغوښتني په خلاف یی رایه ورکړه دهغو له جملي څخه امریکا، جرمنی، کنډا، رومانیا، هیوادونه وو چی دفلسطنیانو دغوښتني په خلاف یی رایه ورکړه او همدارنګه هغه هیوادونه چی بلکل یی رایه نه دی استعمال نه کړی دهغو له جملي څخه اټالیا او برطانیه هم وو.

اوهغه هیوادونه چی دفلسطنیانو دغوښتنو په حق کی یی رایی ورکړي، په هغو کی دچین او روسي  په شمول ټول عربي هیوادونه او همدارنګه ټول افریقایی او دلاتیني امریکي هیوادونه شامل وو.

دفرانسي هیواد که څه هم د فلسطین په اړه دیونسکو دیوه غړي هیوادپه توګه یو څه تحفظات درلودل بیا یی هم ددغه هیواد په حق کی رایه ورکړه.

شنونکی وایی داچی فلسطین دملګرو ملتونو دیونسکو داداري مستقل غړیتوب ترلاسه کړی په دي سره به له فلسطنی اولس سره لانوری هیلي پیداشي چی هیواد به یی هرو مرو دملګروملتونو په عمومی اداره کی هم غړیتوبه درلاسه کړي.

دفلسطین دبهرنیو چارو وزیر له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت وویل داچي هیواد یی دیونسکو په اداره کی غړیتوب ترلاسه کړ، په دی سره  دفلسطنیانو په وړاندی دظلم او ناانصافي یوه کوچنی برخه له منځه ولاړه.

په رام الله کي ددغه هیواد رصدر محمود عباس دخپلو خبرو پروخت وویل، دغه پریکړه دفلسطنیانو لپاره دازادي خپلواکی او ددغه اولس په وړاندی دنړیوال انصاف اوعدالت زیری دي، نوموړی دخپلو خبرو پروخت له ټولو هغو هیوادونو څخه مننه وکړه چی ددغي پریکړي په حق کی یی رایی ورکړي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x