افغانستان

جوزجان دویم ولایت شو چې د طالبانو لخوا په بشپړه توګه نیول کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶زمري، ۱۴۰۰ل): طالبانو له سختو نښتو د جوزجان ولایت مرکز شبرغان په بشپړه توګه نیولی او دا مهال د ښار شاوخوا خال خال نښتې روانې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې ویلي، چې د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او د ملي امنیت د ریاست په ګډون ټول دولتي تأسیسات نیولي او دوستمي ملیشې یې تېښتې ته اړویستلي دي.

ددې ترڅنګ محلي سرچینو ویلي، چې طالبانو د شبرغان مرکزي محبس له نیولو وروسته هلته موجود ټول ۷۳۰ بندیان آزاد کړي دي.

د کورنیو او دفاع وزارتونو تراوسه په دې هکله رسنیو ته څه ویلي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

16 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

کله چي نجیب کافر د دوستم د قومندې لاندي جوزجانیان کندهار ته راوستل نو یې په دېخواجه کي یو ډیر خونړی قتل عام وکړ. که څه هم د هغه قتل عام بدل به د دې کافرو جوزجانیانو څخه وانه خیستل سي خو په هر صورت د دې سیمي د اسلامي بیرغ لاندي راتلل د ټول امت لپاره ښه زیری دی. ګوندي د دې ولایت اوبک نفوس د دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او مسلمانان سي

قیامت دی

ګوره وروره!!! جوزجانیان مسلمانان دی یو سره فتوا مه وکوه چی جوزجانیان کافران. ستا پر دغه بی مورده فتوا بیانزی مجاهد پتنک ولی سه نه وایی؟ بیرغ دی رپوه ولی د اسلام نوم مه ورکوه اسلام کی ورور وژنه نسته.

سرفراز

خونخواری ملیشی باید له منځه لاړی شی او ددوی ظلم ته دآبد لپاره دپای ټکی کیښودل شی ای افغان غازیانو پر دوی رحم مکوی ځکه پردوی رحم ددشت لیلی دشهیدانو په حق کی جفآ ده دا دکفر ملیشی دی پر دوی رحم دهغو میندو دژړا او فریادونو چی په کلونو دخپلو ورکو زامنو په انتظار دی جفآ ده

قیامت دی

اوس طالب په غت ازمایش کی شو، و به ګورو چی سه کوی. هدف می پرمختګ او کار دی.

عبدالروف

الله اکبر الله اکبر الله اکبر ولله الحمد ۔ ټول ولس ته مبارک ۔

مولوي زاده

هغه دوستم لاپوک چېري دی؟ تر دې پوري مي يوه کيسه را په ياد سوه. وايي: رستم د ايران نامتو پهلوان ته يو مهال يوې ښځي ورحمله کړه. رستم چي هر څه زورونه ورسره ووهل ځان يې ځني خلاص نه کړای سو. خو کله چي يې ورته وويل : ايله مي کړه زه رستم يم، هغه ښځه دستي ځني ووېرېده او خوشي يې کړ، د دې سره سم رستم وويل: «نام رستم به از رستم»اوس نو هم د دغه سپاړو او ګپاوو دوستم په هکله د«نام رستم به از رستم» خبره صدق کوي. دغه خام کله او کډو سري غني… نور لوستل »

قیامت دی

باور وکه چی دی لاپوک ته زه هم حیران یم که مو دغه زناور راچپه کر نو ایله مونو سم کار وکر. ګوری عام خلک او مامورین مه وژنی. دوستم عطا نور ربانی دی چی هر سه وکی د اولس ارمان نه په خیزی. زه خپله فتوا د مرګ نه ورکوم زکه دا خبری زما تر علمیت لوری دی.

ګمنام سپاهی

ښاغلیه!
هغه رستم خیل د ډارنو خلکو د ډارولو لپاره دي چې نور یې هم وډاروي. د غني خان د معرفي شوی والی یې څنګه باد پری وایست. اوس د ريښتیا میدان دی او څوک چې د دوستم ځناور په شان په عیاشی فحاشی او شرابخوری کی مست وی هیڅکله به هم د ریښتیا میدان ته هغه هم چې مرګ په سترګو ګوري ور ونه دانګي.
یواځي دوستم نه، هغه چې افغانستان یی په منځ اره کاوه (عطاچور)، د مسعود خیلخانه، هغه خر-آساني او … دا ټول د بیغرته رژیم (هیرو ګان) وو نه د ریښتیني ډګر

قیامت دی

دا در سره منم.
تاسو یو کار وکری چی دا پاکستانی پشتانه باندی باور مه کوی دا تر پنجابیانو لا بد تر دی. پنجابیان خوهسی افغانستان خرابول غواری. بله داچی مکاتب پوهنتونوه شروع کری خصوصا د پشتنو په علاقه کی.

مولوي زاده

زما د يوه عمر خوړلي مسلمان افغان په صفت له ټولو دولتي چارواکو او عسکرو څخه هيله داده چي په هر ځای کي د طالبانو په مقابل د نيمروز ولايت له چارواکو او عسکرو څخه پیروي وکړي، څو هم د دولتي عسکرو ، هم د طالب عسکرو او هم د عامو خلکو د مرګ ژوبلي او د عامه تاسيساتو او د خلکو د شتمنيو او کورونو د ورانېدو مخه نيول سوې وي. الله جل جلاله دي ټول مسلمانان په خپل حفظ کي وساتي.

عبدالرقیب

زاده صاحب، دا څنګه درس ورکوې. هغوئ خپل ټول تجهیزات ایران ته واړول. ته وا دا نور یې هم پیروي وکړي. ایا د ملت ټانک او ټوپک ایران ته اړول ملي خیانت نه دی؟ او طالبانو څنګه د دې کار اجازه ورکول؟ ته لکه چي د ایران ## یې.

قیامت دی

لکه تاسو چی پاکستان ته یی اروی # نه لری دواره خاینان یاست ملګ موتباه کر

ګمنام سپاهی

رقیب صاحبه
کیدای شي مولوی زاده صاحب د فلم دغه برخه نه وي کتلې خو ډیر یې مه ملامتوه.
خو زما پوشتنه ستا څخه داده چې پاکستان ته ددې شیانو وړل څنګه دي؟

طوطی

پاکستان خو یی د ادی کور دی هلته دا شیان باید ووړل شی اصلآ جنګ د همدی په خاطر دی.

دکتور مجاهد

له څه کم دری سوه ولسوالیو ل فتحو وروسته د نیمروز او شبرغان د ولایتو د فتحو سره می د کورنی چارو د پخوانی کمونست وزیر ( علومی ) هغه خبری را په یاد شوی [ چه یو وخت د بی امنیو د زیاتوالی له امله د وکیلانو مجلس ته بلنه ورکړی وه ] علومی وکیلانو ته وویل . موږ او تاسی کابل کی یاست مه ډاریږی ، طالبان به لمړی ولسوالی، بیا ولایتونه او له هغه وروسته به کابل او له کابل وروسته به ارګ فتح کوی موږ کافی وخت لرو چه د ځانو چاره وکړو. نو د علومی… نور لوستل »

ګل احمد

د طالبانو مشرتابه مسلکي نظامیان نه دي. که نه د علومي پیشنهاد سوې لاره به یې نه تعقیبول. که یې د ولسوالیو په نیولو بسنه کړې وای، هوایي ډګرونه یې د دایمي اور لاندي نیولي وای او نوره ټوله توجه یې کابل ته اړولې وای نو د کابل ادارې څخه به لاره و ګودر ورک سوی وای. اوس چي طالبان ړوند وړاندي تګ کوي، تلفات به یې هم زیاتیږي او د کابل اداره به یوازي هغه ستراتیژیکي سیمي او تاسیساتو ساتلو ته فارغ سي چي دوئ یې په کمو مصارف او امکاناتو ساتلای سي. موږ دا ولي هیروو چي په… نور لوستل »

Back to top button
16
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx