افغانستان

کابل کې د هوايي ځواک یو پیلوټ وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ زمري، ۱۴۰۰ل): امنیتي سرچینې وايي، د کابل ولایت په چهار آسیاب ولسوالۍ کې د هوايي ځواک یو پیلوټ وژل دی.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، نن سهار شاوخوا اته بجې د چهار آسیاب ولسوالۍ بازار ته څېرمه د «قلعه چهار سوق» په لاره کې د هوايي ځواک د پیلوټ ډګروال حمیدالله عظیمي په موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه.

سرچینه زیاتوي، په دغه چاودنه کې پیلوټ حمیدالله عظیمي ځای پرځای وژل شوی او ۶ تنه نور ټپيان دي.

د بلک هاک جنګي چورلکو پیلوټ حمیدالله عظیمي چې د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ د «آب بازک» سیمې اوسېدونکی ؤ،هره ورځ به له لوګر ولایت څخه کابل ښار ته په خپل شخصي موټر کې تګ راتګ کاوه، چې نن سهار یې موټر د مقناطیسي ماین هدف ګرځېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
How many Afghan mothers and kids did he bomb? 
Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx