افغانستان

امریکا او برتانیا خپلو اتباعو ته له افغانستانه د سمدستي وتلو امر کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶زمري، ۱۴۰۰ل): په کابل کې د امریکا او برتانیې سفارتونو ترینګلي امنیتي‌ وضعیت ته په کتو ټولو امریکایي او برتانوي‌ اتباعو ته له افغانستانه د وتلو سپارښتنه کړې.

په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري‌ په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې وضعیت ترینګلی او خراب یاد شوی او ټولو امریکایي اتباعو ته له افغانستانه د وتلو سپارښتنه شوې.

اعلامیه کې راغلي، چې د امریکایي اتباعو د خوندیتوب لپاره امکانات تر بل هر وخت محدود شوي او حتی د کابل دننه هم ستونزمنه ده، چې ګواښونه ته دې لاسرسی وشي‌ او د امریکایانو امنیت دې بشپړ خوندي شي.

د امریکا سفارت ټولو هغو امریکایانو ته چې د ملکي‌ پروازونو له لارې له افغانستانه د وتلو پیسې نه لري؛ د پور د ورکړې ډاډ ورکړی، خو په ټینګار سره یې له هغوی غوښتي چې هر څومره ژر چې شونې وي، افغانستان پرېږدي او خپل امنیت خوندي کړي.

بل لور ته برتانیا هم ټولو برتانوي‌ اتباعو ته خبر ورکړی، چې خراب امنیتي‌ وضعیت ته په لیدو له افغانستانه د وتلو هڅه وکړي.

https://twitter.com/UKinAfghanistan/status/1423727399498289152?s=20

دغه خبردارۍ داسې مهال دی، چې په افغانستان کې د جګړې کچه تر بل هر وخت لوړه شوې او طالبان توانېدلي‌ چې د دوه سوه ولسوالیو تر سقوط‌ وروسته نیمروز او جوزجان ولایتونه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

لدې وروسته به دریمه اعلامیه د اشرف غني د پښو سپکولو وي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx