د روژې مبارکه میاشت

په روژه کې دری مهم وختونه

لیکوال: حامد افغان

په روژه کې دې دریو وختونو ته متوجه اوسئ، او کوښښ وکړئ چې په دې وختونو کې ذکر او دعا زیات وکړئ او باید یوه ګړۍ یې هم ضایع نه شي، هغه دری وختونه دا دي :

لومړی وخت

دسهار له لمانځه وروسته وخت. دا وخت ډیر برکتې او خورا مهم وخت ده په یوه حدیث کې راغلې دي چې ترمذي روایت کړی ده ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : څوک چې د سهار لمونځ په جمعه وکړي ، بیا کینې او الله یادوي ، ترڅو چې لمر را وخیږې ، اوبیا دوه رکاته لمونځ وکړې دې سړي د حج او عمري هومره ثواب ترلاسه کړه . پوره پوره پوره . عن انس رضي الله عنه عن النبي صل الله عليه وسلم اْنه قال: من صلى الفجر في جماعه ثم قعد يذكر الله حتى تطلع الشمس ثم صلى ركعتين كانت له كاْجر حجه وعمره تامه تامه تامه . نو دا وخت د کال په ټولو میاشتو کې اهمیت لري خو د روژي په مبارکه میاشت کې او بیا په دې وروستیو لسو شپو کې باید دي غنیمت ته متوجه واوسو .

دویم وخت

له ماښام مخکي وخت د روژتې له پاره ډیر مهم ده که څه هم ډیر خلک دا وخت د روژه ماتې په تیارولو تیروي خو اصلا باید دا وخت په ذکر او دعا تیر کړل شي ، لکه په حدیث کې راغلې دي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : د دریو کسانو دعاګانې قبلیږې چې هغه یو د روژه دار دعاده ، دویم د مظلوم دعا ده او دریم د مسافر دعا ده . سلفو علماو به د ورځې د اخیر ډیر تعظیم کاوه ځکه داد ورځې پای وي .

دریم وخت

دسهار له لمانځه مخکي وخت هم ډیر مهم او له برکته ډک وخت ده . او قران کریم په دې وخت کې د استغفار یادونه کړې ده : والمستغفرین بالاسحار . یعني مومنان هغه دي چې په سهار کې استغفار وایې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x