افغانستان

غني له دوستم سره د هیواد د امنیتي وضعیت په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶زمري، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت پخواني لومړي مرستیال او جګړه مار «عبدالرشید دوستم» له اشرف غني سره لیدلي‌ او د هیواد د امنیتي‌ وضعیت‌ په اړه ورسره غږېدلی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان په ځانګړي ډول د شمالي ولایتونو د وروستي امنیتي‌ وضعیت په اړه خبرې وکړې او ټینګار وشو، چې له طالبانو سره د جګړې لپاره به د امنیتي‌ ځواکونو ملاتړ کېږي او مشران به یو موټی کېږي.

دوستم داسې مهال له غني سره د امنیتي‌ وضعیت په اړه غږېږي، چې په شمالي ولایتونو کې طالبانو تر بل هر وخت ډیر پوځي پرمختګونه کړي او تازه توانېدلي‌ دي، چې د دوستم پلرنی ټاټوبی او د نوموړي د هستوګنې ځای «جوزجان» ولایت ونیسي.

تېره ورځ طالبانو په شبرغان کې د دوستم دفتر او د نوموړي کور تر خپلې ولکې لاندې راوست او د امنیه قومندانۍ او نورو تاسیساتو تر څنګ یې د یاد ولایت زندان هم نیولی او بندیان یې خلاص کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دکتور مجاهد

د دوستم راتګ افغانستان ته فکر کوم چه الله ج راووست چه د هغو ۱۶ زره بندیان د اکسیجن، اوبو او خوړو نه رسیدلو له امله په شهادت ورسول ، همدارنګه د کمونیزم له دوری چه دا بیسواده عسکر د خپلو وحشتو له امله له عسکرس په ګلیم چمۍ او افغان وژنه جنرالۍ ته ورسید سکولر مجددی ورته د خالد بن ولید لقب ورکړو کرزی لوی درستیز ربته ورکړه ، غنی په اوله دوره کی لمړی معاون او دوهمه دوره کی یی د مارشالی ورکړه او دی خبیث همدغه د معاونت دوره کی به خبل ازبک معاون ( ایشجی سپین… نور لوستل »

سرفراز

ستاسی سر دحساب کولو وخت رانږدی دی دزرګونو ماشومانو ښځو سپینګیرو ځوانانو وژل به اوس دافغان غازیانو دهمت او شجاعت او دخپل وطن او داسلام د مبارک دین دساتلو لاس ستاسی غاړی ته په نږدی کیدو دی ستاسی سیکولرو اشرارو ملیشو او دپردیو غلامانو اخری شیبی دی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx