نظــر

د صفاري واکمنۍ پلازمینه «زرنج» ،د طالبانو تر قدمونو لاندې راغله

خالق یار احمدزی

طالبانو د هیواد د یوه ستر مهم او تاریخي ولایت نیمروز مرکز «زرنج» ښار ونیولو؛ دا چې زرنج چیرې دی، تاریخي مخینه یې څومره ده، څومره ارزښت لري او جغرافیه یې څنګه ده، دلته یې تشریح کوو.

نيمروز د افغانستان سوېل لوېديځ لوري ته پروت لوى سرحدي ولايت دى چې لوېديځ ته له ايران او سوېل ته له پاکستان سره اوږده پوله لري، ختيځ ته يې هلمند او شمال ته يې د فراه ولايتونه موقعيت لري.

د زرنج ښار د دې ولايت مرکز دى، چې د ولسواليو په نسبت وړه سيمه ده.

مخینه:
د زرنج اصلي نوم “زرنګ” وه، چې د عبدالرحمان ابن سمرة رض په مشرۍ صحابه کرام د اسلام د تبلیغ لپاره له سیستان وروسته دې سیمې ته راغلل.

د نيمروز زرنج ښار د جلیل القدر صحابي عبدالرحمان بن سمرة رضي الله پر لاس په ۳۵ هجري کې فتحه شو او په زرنج سربیره یې د کابل تر ښاره ساحات فتحه کړل.

د ساسانیانو له ماتې وروسته، دلته د یعقوب بن لیث صفاري په مشرۍ دغه ښار کې د صفاریانو واکمني قایمه شوه، چې تر څه وخت وروسته یې د تعلیم او تربیې لړۍ پراخه، ځوانان یې ښه وروزل، سیمې یې آبادې کړې او پراخ خدمات یې وړاندې کړل.

ابو يوسف يعقوب د ليث صفار زوى د معدل لمسى د افغانستان هغه ميړنى واکمن دى چې په اتمه ميلادي پيړۍ کې يې د صفاري دولت بنسټ کيښود.

د زخ چې صفاريانو پلازمينه زرنج اوس نادعلي په نامه يوه سیمه ده چې د هغه له کنډوالو تر اوسه ديوه برم نښې ښکاري.

د نوموړي د زيږدلو نيټه يې ٨٢١م کال په شا خوا کې اټکل شوې، نوموړي پخپله ساده جامې اغوستې او ساده خواړه لکه ډوډۍ او پياوه يې خوړل، پر لمڅي کيناسته او پر ډال يې ډډه وهله٠

دې نړیوال باچا “ملک دنيا” بلل کيده چې شاخوا هېوادونه يى تابع وو،ده سخته پاک لمني راوسته غلا،دروغ،او حرام خوړل يى منع کړل.

يعقوب ليث د خپل وخت ميړنى حکمران وو چې په افغانستان كې يى د لومړي ځل لپاره داسلامي سلطنت بنسټ کيښود او افغانانو ته يى دخپلواکۍ ګټلو داسې درس پريښود چې وروسته بيا افغانانو دده په قدم خپل قدم کيښود او ديوه خپلواک افغانستان په جوړولو بريالى شول.

دى يو زړور،عادل او هوښيار ځواکمن مشر وو، دافغانستان،ايران او ماوراءالنهر يولوى سلطنت یې په ډېر ښه تدبير ساته،دغزني ښار هم په لومړى ځل دده په سلطنت ابادشو دى.

هغه لومړنى افغان واکمن وو چې د لومړي ځل لپاره يى دافغانستان زياتره سيمې په يو مرکز پورې وتړلې او خپلواک حکومت يى جوړ کړ.

د نیمروز واکمن “يعقوب” نه يوازى دا چې دافغانستان دولت متمرکز جوړ کړ بلکىـدعربي پر ځاى يى بيرته دري ژبه راميدان ته کړه او دغير اسلامي مذهبونو په لرې کولو کې يى ډيرى هڅې وکړې.

،يعقوب دافغانستان لومړنى واکمن دى،چې داسلامي خلافت پلازمينې دهغه نوم دبغداد له خليفه سره يوځاى ياداوه.

وروسته له کلونو واکمني څخه دغه ښار د تیموري لښکرو لخوا وران او په کنډواله بدل شو.

د نیمروز جوړښت:

د نيمروز ولايت پیژندنه:

د وروستيو شمېرو له  مخې، ددې ولايت نفوس ١٤٩٠٠٠ زره تنه اټکل شوى  او مساحت يې ٤١٠٠٥  کيلو متر مربع دى. هوا او اقليم يې  په ژمي كې معتدل او په دوبي كې ګرم دى.

ددې ولايت ډېرى اوسېدونکي بلوڅان دي، خو پښتانه، تاجک او ازبک هم پکې مېشت دي.
د غير رسمي سرچينو له مخې، ددې ولايت ٦١ سلنه بلوڅان، ٢٧ سلنه پښتانه، تاجک او ازبک يې لس سلنه تشکيلوي.
ددې ترڅنګ په دې ولايت کې يو شمېر کوچيان هم مېشت دي.
په دې ولايت کې د هلمند سيند ترڅنګ ځينې نورو سيندونه هم بهيږي ، د پراخو کرنيزو ځمکو ترڅنګ د مارګو په نامه لويه دښته هم لري. د ګودذرې هامون هم په دې ولايت کې دى.
د  زرنج ترڅنګ د چخانسور او چهاربرجک هم ددې ولايت له لويو ښارونو څخه دي.
د نيمروز مساحت زيات، خو نفوس يې کم دى، ډېرى برخه يې  صحراګانې او دښتې دي ، يواځې هغو سيمو کې يې خلک ډېر ژوند کوي ، چې د هلمند سيند پرې تېر شوى دى.

اداري واحدونه:
نيمروز ولایت پنځه ولسوالۍ لري چې دلارام، ګنګ، چهاربرجک ، چخانسور او خاشرود نومیږي.

طالبانو دا ځل د تېر تاریخ پر پل، پل کیښود. زرنج به د کابل د فتحې درؤازه شي بإذن الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

اوس طالبان باید د یعقوب لیث صفاری پر قدمونو ولاړ شی لدی ولایت څخه نورو ولایتونه ته خپل اسلامی تهذیب انتقال کړی تر څو ټولو خلکو ته د هدایت، واقعی اسلامیت اخلاقیت، اسلامی رویی او ادب سبب وګرځی نه دا چی قساوت ته مخه کړی، ورانی شروع کړی او وژنه وکړی. د خلکو سترګی ټولی اوس همدی خواته دی چی طالبان په یوه نیول شوی ولایت کی خپل اخلاق په څه توګه خلکه ته ورښیی. کچیری طالبانو دلته خدمات وړاندی کړل، ښځو او نرو ته یی د کار زمینه مساعده کړه، موسساتو او خیریه ټولنیو ته یی سهولت ایجاد کړ… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

څومره ښه ، څومره چه طالبان پرختګ کوی طوطی هم پرمخ تګ کوی لهچه یی ښه کیږی ، ادبیات یی بدلیږی کنځل نه کوی تبصرو کی چه به یی د نن ټکی اسیا پانی جلونکو بلا چلیپاګانی راکشکلی دی تبصره کی یوه چيلیپا هم نشته دا طالبانو لویه لاسته راوړنه ده چه له طوطی یی مرغه زرین جوړ کړو مننه طوطی صاحب .
خدای دی نه کړی که طالبانو مخ په ځوړه شی طوطی به هم بدلیږی او که دا به وخت په ډاګه کړی

قیامت دی

بیانزیه!!! زه هم یو له هغو یم چی هم طالب بد ایسی هم حکومت او د تولو اشغالګرو خخه سخت نفرت لرم. لیکن الله تعالی قسم کوم که می یا طالب پر مرک پیرزو وی یا عسکر. البته چی مشرانو کی لکه دوستم عطا نور ګل اغا شیرزوی فضلی او…. دا غت عیاشان یادوم پدی می خو نه بدیزی زکه دوی ناروا دی خاینان دی. دغه سی په طالبانو که ### می هم سخت بد ایسی ددوی په اروند می هم اوریدلی دی. هدف داچی زموز دشمنی د طالب او حکومت سره د الله تعالی لپاره ده. چی د اسبا… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x