افغانستان

جو بايډن پر طالبانو د بې ۵۲ الوتکو «د بمبارۍ امر» کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶زمري، ۱۴۰۰ل): د طالبانو د بې ساري پرمختګونو پر مهال لويديځو رسنيو داسې رپوټونه خپاره کړي، چې د امريکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بايډن د طالبانو د پرمختګونو د مخنيوي لپاره پر هغوی د بې ۵۲ الوتکو بمبارۍ پيلولو امر کړی دی.

د برتانيې ډيلي مېل ورځپاڼې د امريکايي سرچينو په حواله ليکلي، چې ولسمشر بایډن د سترو ښارونو د سقوط مخنيوي په موخه امر کړی، چې بې ۵۲ الوتکې دې پر طالبانو بمبارۍ پيل کړي.

امريکايي چارواکو تر اوسه د دې رپوټ د رد يا تاييد په اړه څه نه دي ويلي، خو څو ورځې وړاندې د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» ويلي و، چې د حکومتي عسکرو په ملاتړ به د طالبانو پر ضد خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې، چې طالبانو په شمال، مرکزي ولايتونو، جنوب، جنوب لويديځ او ختيځ کې بې ساري پرمختګونه کړي او تېره ورځ يې د نيمروز ولايت مرکز زرنج او نن يې د جوزجان ولايت مرکز شبرغان ښار هم له ټولو ملحقاتو سره نيولي دي.

د دفاع وزارت وياند فواد امان په خپل وروستي ټويټ کې ويلي، چې د امريکا بي ۵۲ الوتکې نن ماښام ۶:۳۰ بجې په شبرغان کې پر طالبانو بمبار کړی دی، چې له امله يې طالبانو ته د زياتې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده، چې د کابل حکومت او امريکايي الوتکې له تېرو څو ورځو راهيسې په کندهار، هلمند او يو شمېر نورو سيمو کې پراخې بمبارۍ کوي.

د دفاع وزارت چارواکي هره ورځ  د شاوخوا ۳۰۰ طالب جنګياليو د وژلو ادعا کوي، خو د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي، مدني فعالان او د هلمند اوسېدونکي وايي، چې د دغو بمباريو ډېری قربانيان ولسي وګړي دي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې شګفته نورزۍ، په مشرانو جرګه کې د هلمند استازي سناتور هاشم الکوزي او د هلمند ګڼو نورو مخورو ويلي، چې طالبانو له حکومت څخه د هلمند څوارلس ولسوالۍ نيولي، اوس په مرکز لښګرګاه ښار کې د ځمکنۍ جګړې پر ځای هوايي بمبارۍ کوي، چې له امله يې ښار په لمبو کې سوځي او خلکو ته يې د ميلياردونو افغانيو د مالي تاوانو سربېره بې ساري ځاني زيانونه هم اړولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
Biden cannot bomb Talib positions.  Biden will be bombing mothers and kids. 
In turn, this will make Afghans even further united.
Pattang

که جنایتکاره امریکا داسې مستقیمه مداخله وکړي او له بین المللي قوانینو سرغړونه وکړي نو طالبان مجبور دي په هر څومره تلپاتو چې کيږي د امریکې د سفارت کارکونکي ګروګان ونیسي تر څو چې امریکا په خپله وعده او د بشر د حقوقو مراعات وکړي !
امریکا د افغان فاسد دولت ، اصلحي ، پيسې ورکولی شي د هغه معاهدې په اساس خو په طالبانو او اولسې وګړو د امریکا مسټقیمه بمباري له قوانینو خلاف او د افغان اولس او طالبانو په خلاف ناروا جګړه او تېری دی !!

طوطی

پتنګ ته: تا له طالبانو څه جوړ کړی. د امریکی د سفارت کارکونکی به ګروګان ونیسی. بیا به د قطر د خیټورو ملایانو ته څوک ډالری معاش ورکوی؟ ته په کوم خیال کی یی. طالبان ټول په امریکی خرڅ شوی دی ته لا خبر هم نه یی. امریکی کولی شی د طالب کور په کویټه او پیشور کی بمبارد کړی خو نه یی کوی. همدا اوس څومره فتوحات چی طالبانو کړی ټول د یوه پلان په واسط کیږی و به یی ګوری. رنګ دی د طالب ورک شه لا له غنی سره.

دکتور مجاهد

که بی ۵۲ یی ورته ګټه لرلی نو له تیښتو د مخه یی ولی ونه کارول ، همدغه بی ۵۲ چه یی اوله کی کارول هغه وخت ورته غلام پاکستان د طالبانو ټول نظامی ځایونه په نښه کړی وو چه د بی لوی بمونو به واسطه یی په اسانی محوه کړل او خلک یی له ډیر تخریب څخه دارول چه د امریکا سره جګړه ګرانه ده داسی لوی لوی بمونه او هغه هم په داسی الوتکو کی چه له اوازه یی هم سړی کڼیږی او ډاریږی . د بمونو تر مور او پلار بتمونه یی وغورځول مګر د طالبانو د… نور لوستل »

ملا جانان

بایډن یو روبوټ دی، انسان نه دی چي د تمیز قوه او د قضاوت وړتیا ولري. ټرمپ چي یو انسان وو او په دې خبره پوهیدی چي د کابل بې کفایته اداره د لټو، بې ظرفیته او احسانفراموشه خاینانو څخه جوړه ده. لکه وزر ماتی باز باید لیوانو ته وغوروزول سي چي زکندن پر اسانه سي. خولۍ د پنټاګان د جنرالانو دا په غوړو کي ده چي ښه ډبلي د ډالرو بنچې به د امریکایانو د ملي خزانې څخه پورته کوي. دا ورکړه د خدای ده چي هر چا ته وغواړي بې حسابه رزق ورکوي.

دوکتور غروال

د پنجابی پاکستان او اخوندی ایران له خوا د امریکا په ډالرو تهدابی تربیه شوی طالبان د غلامو تنظیمونو څخه هم زیاتره د پنجابی پاکستان او امریکا کنترول لاندی دی د پنجابی پاکستان دا وسنی شعار بابولانی چی مونږ په طالبانوباندی کوم اغیزناکه تأثیر نلرو او همدارنګه کاؤبائیي امریکا پر طالبانو باندی د غټو بمونوغورپشونه کوی دا ټولی زرګری مخالفتونه دی ، امریکا او انګلیس د قاتلو تنظیمونو ، طالبانو ، کمونیستانو او نورو وارداتی مضرو ساختګیو ګوندونو وفاداری باندی باوری دی او ددی غلیسی لاری غوښتل کیږی چی د ملت تر مینځ قومی ، لسانی او مذهبی نفاق هم… نور لوستل »

طوطی

بمبارد به هم لکه د عسکرو بی مسؤلیته وتلو غوندی وی. په بمبارد کی بغیر له ورانی و د بی ګناه خلکو وژلو څخه نور څه تر لاسه کیږی نه. دا نو بیا د افغانانو څخه قصد اخیستل دی. د بمونو مور څه وکړل څی بی –۵۲ یی وکړی. دا خوسې خبری دی او ځان نور هم شرمول. امریکانو باید په یو جامعه حکومت توافق کړی وای، سوله یی راوستی وای بیا وتلی وای. هماغه متل دی چی وایی: باز از ګوز زدن چار زانو.

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx