روغتیا

برتانیا کې سلګونه واکسین شوي کسان د کرونا ویروس په «ډیلټا» بڼې اخته شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶زمري، ۱۴۰۰ل): په برتانیا کې سلګونه هغه کسان چې د کرونا واکسین یې تطبیق کړي د کرونا ویروس په چټکې خپریدونکې بڼې «ډیلټا» اخته او په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د برتانیا د عامې روغتیا وزارت په تازه معلوماتو کې خبرداری ورکړی چې واکسین شوي کسان هم د ډیلټا بڼې ویروس د هغو کسانو په څېر انتقالوی شي چې هیڅ واکسین یې نه دي ترلاسه کړي.

د معلوماتو له مخې، د جولای میاشتې له ۱۹مې نیټې تر د اګست دوهمې پورې له ۱۴۶۷ غیر واکسین شوي کسانو څخه ۵۵ سلنه یې د کرونا ویروس په هندۍ بڼې ډیلټا اخته شوي، په داسې حال کې چې د ۵۱۲ کسانو څخه ۳۵ سلنه چې د واکسینو دوه دوزه یې ترلاسه کړي په ډیلټا د اخته کېدو له کبله په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د برتانیا ۷۵ سلنه بالغ نفوس د کرونا واکسین دوه دوزه ترلاسه کړي دي، دغه هېواد کې د استرازینیکا، مودرینا او فایزر-بیونټیک واکسین تطبیقیږي، خو لا هم د ویروس مثبتو پېښو ۹۹ سلنه یې د ډیلټا بڼې ده کومه چې څو چنده چټکه خپریږي.

د برتانیا روغتیا وزارت وایي، لکه څرنګه چې ډير نفوس واکسین کیږي، موږ به په روغتونونو کې د واکسین شوي خلکو نسبتا سلنه هم وارزوو.

د یاد وزارت امنیت ادارې اجرائیویه مشر ویلي، په روغتونونو کې د بستر کېدو ارقام موږ ته دا ښيي چې د یاد ویروس پر وړاندې د واکسین دواړه دوزونه تطبیقول څومره مهم دي.

د نوموړي په وینا، واکسین کول تر ټولو غوره وسیله ده چې موږ یې په ځان او زموږ خپلوانو د کووید-۱۹جدي ناروغۍ خطر څخه د مخنیوي لپاره وکاروو، په هر صورت موږ باید دا هم په یاد ولرو چې واکسین ټول خطر له منځه نه وړي، دا لا هم امکان لري چې واکسین شوی کس په کووید-۱۹ ناروغۍ اخته شي او بل ته یې انتقال کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دکتور مجاهد

د اخری زمانی استعماری قدرتونه هیڅ رحم او شرم نه لری په هره وسیله چه وی د نړیوال نفوس د کمولو موځی هم لری که دا کار ونه کړی په ۲۰۵۰ کال کی به نړیوال نفوس دوه چنده شی د سرمایدارانو د پاره به د ګرځیدو او اوسیدو ځای باتی نه شی نو دوی یی سره له اوسه د زیات نفوس او په ځانګړی ډول غریباانان کموی ځکه هره ناروغی نهه نوی سلنه غریبان کموی . د کویډ ۱۹ خبره هم د ولیبال د بال په شان د چین او امریکا تر منځ ښکته پورته کیدله ترمپ ورته دچینا وایروس… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx