نړۍ

اسراییلو فلسطیني ښوونځی بمبار کړ

نن ټکی اسیا(پنجشنبه، زمري۲مه، ۱۳۹۳ل): د فلسطين روغتيا وزارت چارواکي وايي، چې د غزې بيت حانون سيمه کې د اسرييلي ترهګرو په تازه بمباريو کې لږ تر لږه پنځلس تنه وژل شوي او دوه سوه تنه نور ټپيان دي.

د فلسطين د روغتيا وزارت وياند اشرف القدره فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي، چې بيت حانون سيمه کې پر يو ښوونځي د اسراييلي جيټ الوتکو په بمباريو کې پنځلس تنه شهيدان شوي او دوه سوه نور ټپيان دي.

راپورونه وايي، چې نوموړی ښوونځی په داسې حال کې د اسرييلي طيارو او ټانکونو د بريدونو ښکار شو، چې ښوونځي کې سلګونه ماشومان په درس لګيا وو.

نن پنجشنبه د اسراييلو په بريدونو او بمباريو کې ۸۴ فلسطينيان شهيدان شوي دي او سلګونو نور ټپيان دي.

د فلسطيني چارواکو له قوله د تېرو شپاړو ورځو راهيسې د اسراييلو په ترهګريزو بريدونو او بمباريو کې لږ تر لږه ۷۱۰ فلسطينيان شهيدان شوي او بل پلو د حماس په راکټي بريدونو کې شاوخوا څلويښت اسراييلیان هم وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x