ورزش

ټوکیو اولمپېک: برازیل په فوټبال کې د سرو زرو مډال وګاټه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۰ل): د برازیل فوټبال ملي لوبډلې هسپانیا لوبډلې ته اضافي وخت کې په ماتې ورکولو سره په پرلپسې دوهم ځل د ټوکیو اولمپېک د سرو زرو مډال وګاټه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د سرو زرو مډال لپاره سخته لوبه ترسره شوه چې لومړۍ ۹۰ دقیقې لوبه په ۱-۱ ګولونو مساوي پای ته ورسېده، خو د اضافي وخت په ۱۰۸مه دقیقه کې برازیلي لوبغاړي «مالکوم» د خپلې لوبډلې په ګټه ګول راوړ او لوبه یې وګټله.

برازیل په ۲۰۱۶م کال کې په خپله خاوره په «ریو اولمپېک» کې هم د سرو زرو مډال ګټلی و، دا پنځمه لوبډله شوه چې د جاپان په یوکوهاما ښار کې د خپل تېر مډال دفاع کوي.

د ټوکیو اولمپېک ۲۰۲۰ لوبې د جولای په ۲۳مه نېټه پېل شوي او د اګست په ۸مه نېټه پای ته رسیږي، چې تر دې دمه د سرو زرو زیات مډالونه د چین هېواد ګټلې دي، دوی ۳۸، امریکا ۳۶ او جاپان د سرو زرو ۲۹ مډالونه وړې دي.

دغه راز چین د سپین زرو ۳۱ او د برونز ۱۸ مډالونه ګټلي، امریکا بیا تر ټولو زیات د سپين زرو ۳۹ مډالونه وړي، په داسې حال کې چې د برونز ۳۳ مډالونه یې ګټلې دي. په ټولیز ډول چین ۸۷، امریکا ۱۰۸ او جاپان ۵۶ مډالونه راوړي دي.

باید وویل شي چې د افغانستان له لوري پنځه لوبغاړو په یادو لوبو کې ګډون کړی خو تر دې دمه په هیڅ مډال ګټلو نه دي بریالي شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx