افغانستان

د خوست باک ولسوالۍ هم طالبانو ونيوله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷زمري، ۱۴۰۰ل): د خوست ولايت باک ولسوالۍ هم طالبانو ونيوله.

ځايي سرچينو او طالبانو ويلي، چې د باک ولسوالۍ مرکز، امنيه قومندانۍ او شاوخوا ټولې ودانۍ او پوستې طالب جنګياليو نيولي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د باک ولسوالۍ مرکز، امنيه قومندانۍ او اړونده ودانۍ د دوی جنګياليو نيولي دي.

د ښاغلي مجاهد په وينا پوليسو او عسکرو وسلې پر ځمکه ايښي دي.

ذبيح الله مجاهد زياته کړې، چې دوی ته پرېمانه وسلې او پوځي وسائط هم لاس ته ورغلي دي.

ځينې نورې سرچينې وايي، د باک ولسوالۍ د مرکز نيولو پر مهال د خوست کمپاين ضربتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده او اوس هم د ولسوالۍ مرکز ته نږدې له ضربتيانو سره جګړه روانه ده، خو طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د خوست ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

باک د خوست څلورمه ولسوالۍ شوه، چې طالبانو ونيوله.

څو ورځې مخکې طالبانو موسی خېلو ولسوالۍ هم نيولې وه.

د نادرشاه کوټ او قلندر ولسوالۍ تر دې وړاندې د طالبانو په واک کې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx