نړۍ

د افغانستان په اړه د امنيت شورا غونډه: پاکستان د نظر څرګندولو اجازې په نه ورکولو خوابدی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷زمري، ۱۴۰۰ل): د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شوار په ځانګړې ناسته کې پاکستاني استازي ته د نظر څرګندولو اجازې په نه ورکولو اسلام اباد خواشینی شوی دی.

د پاکستان له بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، د افغانستان په اړه د امنيت شورا د ناستې وضعيت په غور سره څاري.

د يادونې وړ ده، چې هند د امنيت شورا پړاویزه مشري پر غاړه لري او د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان په اړه د ځانګړې ناستې مشري هم د هند پر غاړه وه، چې د پاکستان استازي منیر اکرم ته په کې د خبرو او نظر څرګندولو اجاز نه ده ورکړل شوې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، دا ډېره د افسوس وړ خبره ده، چې پاکستان د افغانستان نږدې ګاونډی دی، د سولې بهیر کې يې هڅې په نړيواله کچه ستايل شوي، خو په دې اړه د امنيت شورا په غونډه د پاکستان نظر څرګندولو غوښتنه نه ده منل شوې.

اسلام اباد وايي، د هند په مشرۍ د امنيت شورا ناسته د پاکستان پر خلاف کارول شوې ده.

د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه کې راغلي، د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د افغانستان استازي نړيوالې ټولنې ته د پاکستان پر ضد د ناسمو معلوماتو پروپاګند کړی او بې بنسټه تورونه يې لګولي دي.

اعلاميه زياتوي، چې اسلام اباد په څرګنده ژبه دا تورونه ردوي، بې بنسټه يې بولي او ټينګار کوي، چې د افغانستان موضوع پوځي حل نه لري او سياسي مذاکرات د روان بحران د حل کولو يوازينۍ لاره ده.

پاکستان د امريکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په بین الافغاني خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه کېدو له امله اندېښنه ښوولې ده.

تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي منیر اکرم هم په نيويارک کې رسنيو ته وويل، چې د افغان حکومت او هند له لوري پر هغو تورونو افسوس کوي، چې ګواکې پاکستان پر خپله خاوره وسله‌والو ډلو ته پټنځايونه ورکړي دي.

اسلام اباد وايي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر خلاف وکاروي او له افغانستانه هم ورته تمه لري.

تېره اونۍ د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف هم په واشنګټن کې

رسنيو ته ويلي و، چې اسلام اباد د افغانستان سولې په اړه بشپړه هڅې کوي، خو زياته کړې يې وه، چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته وضعيت بدل شوی او پاکستان پر طالبانو کوم پام وړ اغېز نه لري.

معيد يوسف زياته کړې وه، چې سياسي جوړ جاړی د امريکا په ګټه هم دی او پاکستان به هغه حکومت په رسميت ونه پېژني، چې د زور له لارې تر لاسه شوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx