افغانستان

طالبان د کندوز ښار څلور لارې ته ورسېدل، محبس او شاوخوا ودانۍ يې ونيولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷زمري، ۱۴۰۰ل): طالبانو د خپلو پرمختګونو پر لړ کې د کندوز مرکز ټوله ښاري سيمه تر خپلې ولکې لاندې راوسته، محبس او شاوخوا ودانۍ يې نيولي او د نور چټک پرمختګ په حال کې دي.

ځايي سرچينې وايي، طالبانو له تېرې ورځې راهيسې پر کندوز ښار د سپکو او درنو وسلو بریدونه پيل کړي، د ښار ډېره برخه يې نيولې، د کندوز ښار مرکزي څلور لارې ته رسېدلي او محبس يې هم نيولی دی.

طالبانو هم ويلي، چې د کندوز ټوله ښاري برخه يې نيولې او د نور پرمختګ په حال کې دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د دوی جنګياليو د کندوز مرکز ټوله ښاري برخه او محبس نیولي او د ښار مرکزي څلور لارې ته رسېدلي دي.

ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې په کندوز ښار کې د پرمختګونو پر مهال يې ګڼ شمېر پوځي وسائط، سپکې او درنې وسلې هم نيولي دي.

د ذبيح الله مجاهد په وينا طالبان د ولايت مقام، هوايي ډګر او نورو دولتي ودانيو پر لور د چټک پرمختګ په حال کې دي.

له سرپُل ولايت څخه تر لاسه شوي رپوټونه هم وايي، چې طالبان د ولايت مرکزي ښار ته ننوتي او هلته د طالب جنګياليو او عسکرو تر منځ درنه جګړه روانه ده.

له تېرو درې ورځو راهيسې کندوز درېيم ولایت شو، چې د طالبانو له لوري نيول کيږي.

طالبانو وړمه ورځ د نیمروز ولايت مرکز زرنج، تېره ورځ يې د جوزجان ولايت مرکز شبرغان له ټولو ملحقاتو سره نيولي وو او نن يې د کندوز ښار ونيو.

حکومتي چارواکو د کندوز د وروستيو پرمختګونو په اړه څه نه دي ويلي، خو تېره ورځ د کندوز ولايت سرپرست نجيب الله عمرخېل ويلي و، چې طالبانو پر کندوز ښار برید کړی او ادعا يې کړې وه، چې دغه برید يې په شا تمبولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx