
عسکره تسلیمي عیب او پېغور نه ده!
ډاکټر سیف الله خالد
که تېر نږدې یویشت کلن دروند انقلاب ته وکتل شي له مختلفو اړخونو څخه یې یو اړخ و څېړل شي د عقل څښتنانو ته نور د تفکر اړتیا نشته چې ووایي کومه ډله حقه ده او څوک باطل؟
فکر وکړه په یوه کلي کې دوه کسان په یوه یوه مرمۍ زخمي کیږي، یو کس د عسکر تر نامه لاندې له درده چیغې وهي ولې دوهم کس د طالب تر نامه لاندې په همدې زخمي حالت کې خاندي هیڅ د درد احساس نه کوي خوند ترې اخلې یو وژل کیږي په لنډ وخت کې یې جسد بوی کوي ولي دوهم کس د طالب تر نامه لاندې په ورځو ورځو سرو ګرمیو ته پروت وي خوشبویي ترې ځي.
د عسکر تر نامه لاندې په جنازه کې محدود کسان ګډون کوي ولي د طالب په جنازه کې د ګډون کوونکو شمېر په زرګونو وي هغه هم ډیر یې علما کرام، او د ټولنې دینداره طبقه خلک وي. د عسکر تر نامه لاندې جسد په ډیری کلیوالو ساحو کې د شپې خاورو ته سپاري ولي د طالب جنازه په رنګارنګ ترانو، جذابو تقاریرو او عطرورینه فضاء کې خاورو ته سپارل کیږي.
د عسکر آمیر او مشر یو شراب خور، زاني، لوطي او بد کاره انسان وي ولې د طالب آمیر او مشر شیخ الحدیث او په دیني امورو کې وارد او د شریعت په تول پوره شخصیت وي، عسکر خپله چانټه او شاجورونه د ټاکل شوي معاش په بدله کې د علماوو په شهادت رسولو ته ډکوي ولې طالب فقط په هغه کمو تجهیزاتو سره خپلې مرمۍ د اعلاء کلمة الله لپاره فیر کوي عسکر د مرګ له وېرې ژاړي ولې طالب شهادت په ژړا او زاریو له رب ﷻ څخه غواړي.
داسې ډیرې نورې فکري او عقلي پوښتنې او ځوابونه شتون لري چې ته حق او باطل پرې پیژندلای شې او که چیري د علم بهر ته رجوع وکړې علما کرام و پوښتې نو بیا خو د پورته یوې پوښتنې لسګونه قناعت بښونکي ځوابونه موندلای شې.
پیغام:
عسکره! د طالب حقانیت تا او ټولې نړۍ ته اوس تر لمر هم روښانه دی او دا هم د رب ﷻ لوی احسان دی چې ته تر اوسه لا ژوندی پاته یې، که مړ وای دنیا او عقبا به دې بایللې وای، بچیانو ته به دې د ټنډې داغ او تلپاتې پیغور وای، نن هم په ټولو تېرو کړنو د زړه له اخلاصه توبه ګار شه رب ﷻ ته په چیغو چیغو وژاړه او د خپلې کورنۍ سره تر سپین محمدي ﷺ بیرغ لاندې ژوند وکړه، تسلیمي عیب او عار نه دی مسلمان ته د محشر ورځ مهمه ده چې د رب ذوالجلال مخته په سپین مخ د مسلمانانو په ټولي کې راپورته شي نه د کفارو او د هغوی د اُجرتي قاتلانو.