نظــر

نيت مو د مکې دی خو روان يو برمودا ته

عبدالوحيد وحيد

زه په پرديو باندې زمونږ د حکومت په ډول تکيه کول د خپل ملي غرور توهين او د پرديو د تيري په وړاندې مبارزه د افغانانو حق ګڼم. د تيري کونکي په واړندې د مقاومت او مبارزې له اصل سره د مخالفت تصور هم نه کوم، خو کله چې خبره د افغان سينې ته د بل افغان لخوا نيول شوي توپک ته رارسيږي نو بیا وايم چې دلته د پرديو لخوا د پرديو ګټو لپاره په پرديو باروتو او پرديو توپکو جګړه روانه ده. د سون توکي يې مونږ يو. هيواد زمونږ ورانيږي او زيانونه يې زمونږ ټولنه په اوږه وړي.

د افغانانو ترمنځ په جګړه کې مو که کله هم فکر وکړ چې څوک ووژل شو، جګړه د څه لپاره وه، غرناطه او که ټول اندلس فتحه/بيرته ونيوله، غازي او شهيد په څه باندې ايمان درلوده. هغه بوره مورکۍ څوک ده، يتيمان څوک دي، نو بيا پوهيږو چې دلته روانه جګړه که د ځاني دفاع لپاره مجبوريت وي او مشروعیت هم ولري، خو قطعاً د وياړ ارزښت نلري.

امریکايان چې پوه شول په افغانستان کې روانه کړې جګړه يې له ملي ګټو سره سمون نه خوري نو هغه سرسخت دښمن ته خورا د لوړې کچې  امتیازات ومنل چې يو وخت يې په خپلو کورونو کې د اوسيدو په اجازه باندې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته سخت ګواښ کړى وو. طالبان يې په کور کې اوسيدو ته نه پريښودل. دواړه افغان لوري يې داسې د يو بل په تقابل کې ودرول چې اوس د پخوا په پرتله جګړې څو ځله زياتې شوې، ملکي تلفات لوړ شول، دولتي بنسټونه ونړيدل، ملي شتمنۍ لوټ شوې ولسواليو سقوط وکړ اوس د ولايتونو د سقوط نښې هم ليدل کېږي.

عجيبه خو لا داده چې ارګ  اوس هم د خپلو مديريتي ستونزو د منلو پر ځاى د ګواښونو ژبه کاروي، د دښمن د محوه کولو دړکې کوي، لاپې وهي. سولې ته د لابي کولو پر ځاى له ولس څخه غواړي چې دغه ټکنى امنیتي وضعیت د نورو شپږو میاشتو لپاره وزغمي. طالبانو د جګړو خوا نيولې ده. د بشپړې عسکري بريا په لټه کې دي. البته له جنګي بريا وروسته ستونزې نه ارزوي او د شرائطو په حساسیت باندې فکر نه کوي.

که تير تاريخ ته د کتو جرئت وکړو نو شک نشته چې زمونږ په هیواد کې روانه څو بُعدي جګړه قطعاً فاتح نلري. خلقيانو د خپلې کودتا بريا ته عجيب او غريب اصطلاحات کارول، خو ومو ليدل چې پايله يې څه شوه. مجاهدینو نظامي بريا ترلاسه کړه خو په خپله سره ونښتل. هر څه په سيند کې لاهو شول. طالبانو همدغه شان نظامي بريا ترلاسه کړه خو جګړه روانه وه. د طالبانو مخالفه جنګي جبهه او له غرب څخه راستانه شوي د امریکا په ملاتړ دومره افراطي ونازيدل چې انسانيت يې په يادولو شرميږي، خو اوس يې پايله وينو. اوس حکومتي اړخ او طالب سره په تقابل کې دى. مونږ يې وينو چې په واقعي توګه سولې ته هيڅ اړخ ژمنتیا نلري او انجام يې هم راته خطرناک ښکاري.

طالب اړخ د خپلو نيمګړتياو ژوندى تاريخ لري، خو که احياناً د ارزونې په لاملونو يې تمرکز وکړي نو ستونزه حل ده. ارګ هم د غولولو تګلاره تعقيبوي. فکر نه کوي چې دلته امریکا او ناټو راغلل ټول زور يې وواهه خو جګړه يې مهار نکړاى شوه، نو ښاغلى ولسمشر د کومې محاسبې پر بنسټ له ولس څخه غواړي چې اوس خپل وژل شوي بچيان هديرو ته يوسي او شپږ میاشتې وروسته به هرڅه سم شي.

بله لا داده چې جګړه لګښتونه غواړي. اوس چې لاهم بهرنيان په بشپړه توګه وتلي نه دي. لګښتونه هم زمونږ امنیتي ځواکونو ته ورکوي بيا هم نه پوهېږم ولسمشر د کومو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرمختیایي پروژو پيسې يوولس مليارده افغانۍ نظامي برخې ته ورکړي او پروژې د ځڼد ښکار شوي. دا لا د پټي سر ده پټى شاته سورور ده. که امریکا او ناټو په ګډه په شلو کالونو کې دلته روانه جګړه قابو نکړه نو مونږ باید نور په جګړه باندې نه بلکې په سوله تمرکز وکړو.

طالبان د نظر اختلاف او انتقاد ته اقلاً د غوږ نيولو تاب هم نلري. هر ډول مخالفت د دين له ادرس څخه د خپل تعبير پر بنسټ ردوي. لرليد يې په خپلو ځاني مفروضو ولاړ او د خپلو افرادو په فکري روزنه کې ژوره ستونزه لري. خپلې غلطيانې نه مني. په حيرانونکو دلائلو يې توجیه کوي. ځانونه ورته سم او د هغوى د دريځ هر مخالف ورته د امریکا ګوډاګى او سيکولر ښکاريږي. دغه ډول ټولنيز توپيرونه به ومنو خو د دين له ادرس څخه ردول يې بدې پايلې درلودلاى شي. د ښار ميشتو اکثريت زده کړي خلک دي. هغوى استدلال کوي له مقابل لوري څخه هم د علمي ځواب تمه لري.

کيداى شي د دواړو خواوو مشران سم وى خو چاپلوسانو غلط کړي دى. چاپلوسان ورته وايي چې په خوب کې مې په سپين اس باندي سپور بيرغ په لاس کې وليدلې چې په کابل وروختې. ملت ټول يوازې تاسو رهبر مني. تاسو د هيواد د نجات پريښته ياست. که تاسو دغه خاوره رهبري نکړئ نو د تباهۍ کندې ته به وغورځي. مشران هم نه له ولس څخه خبر دي او نه له ولس سره اوسيږي. فکر کوي چې واقعاً ملت يوازې هغوى له سمندري توپان څخه د نجات ساحل ته رسولاى شي.

زه منم  چې موجوده حکومت د فساد ريښې لري د زورواکانو مجموعه ده، په ډيرو مواردو کې د پرديو د لاس اله ده او ډيرى چارواکي دلته يوازې د خپلو ناوړه ګټو لپاره اوسيږي. مګر زمونږ دوستان باید دومره درک هم ولري چې نظام او حکومت توپير لري. افغانانو د داود خان د نجيب او د طالبانو د نظام په نړولو کې زيان وليده.  نيم ښوره نظامونه مو ړنګ خو بل بشپړ نظام مو جوړ نکړاى شو.

بس ده! نور نظامونه ړنګول نه، بلکې رغول او سمول غوره کړنه ده. بله دا چې د اوسني نظام نړول هم نور غبرګونونه را پاروي. نه غواړم په يوه بله جګړه کې ښکيل او يو بل ناورين سره مخ شو.  زمونږ هیواد به تر څو د نظامونو لابراتوار وي. که په بن کې طالبان د نظام برخه ګرځېدلي واى نننى ناورين به نه و خو دغو مفسدينو هغه مهال د خپلو ګټو لپاره طالب نفي کړ، چې حال يې اوس مونږ ټول د سر په سترګو وينو.

که مونږ له سلګونو منتقدینو علماوو څخه يوه ړوند مقلد ته ترجیح ورکوو، که مونږ فکر کوو چې زمونږ د تګلارو مخالفه علمي ډله باید حذف  شي، زمونږ ټولنه باید کټ مټ د لويديځې ټولنې په څير ننداره وړاندې کړي، زمونږ کدرونه باید له هيواد څخه وتښتي او يا ووژل شي، زمونږ  مخالف سپيڅلي علما او د تحليل وړتیا لرونکي خلک باید محوه شي، په مونږ باندې هيڅوک انتقاد ونکړي، زمونږ هیواد  محتاج واوسي، زمونږ ښارونه  ويجاړ شي، زمونږ ټولنه د منځنيو پيړيو د خلکو په شان فکر وکړي، زمونږ ولس بيرته مغازو ته وګرځي، نو يقيناً ويلاى شم چې دغه فکر مو  مکې ته د رسيدو پر ځاى د برمودا مثلث ته رسوي چې هلاکت به مو په برخه وي.

که مونږ  په هیواد کې د روانې فاجعې، پراخو ملکي تلفاتو، روان بشري ناورین، د سرک په منځ کې د وژل شوي ماشوم ليدلو، د ولسونو د جبري مهاجرتونو د روغتون او پوهنتون په بمبارولو وروسته هم ټکان نه خورو او جګړه د بريا لاره ګڼو، نو وطنه الله دې مل شه!

اړين وضاحت؛
برمودا مثلث، چې د شیطان مثلث او د دجال مثلث په نومونو هم پیژندل کیږي، د شمالي اتلانتیک بحر لویدیځه برخه کې یوه لږ شان يا هم په نرمه توګه تعریف شوې سیمه ده چیرته چې ویل کیږي یو شمیر الوتکې او کښتۍ چې دغې سيمې ته رسيدلي په مرموزه توګه ورکې شوي دى او بيا يې هيڅ ډول څرک نه دى لګيدلى. ځينې معتبر سرچینې دا نظر ردوي چې کوم راز دې شتون لري.

عبدالوحيد وحيد کابل افغانستان.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx