نظــر

موږ ته څه په کار دي؟

نور محمد غفوري

موږ له هيچا سره خصومت نه لرو او نه يې کوو. ټول افغانان زموږ خويندې او وروڼه دي. ددې ټولنې د هر غړي خوشبختي زموږ د زړونو آرمان دى.

موږ دا طمعه نه لرو چې په طالبي افکارو او اعمالو به د اوږدې مودې لپاره وطن جوړ شي او يا دا په حتمي زوال محکوم حکومت له جمهوري نظام او له ځانه دفاع وکړاى شي. نه دا شړيدلى حکومت دوام موندلى شي، نه طالبان حکومت کولاى شي او نه ورته پريښودل کيږي. د هر يوه په دفاع او صفت يې ځان ستړی کول د انرژۍ بېځايه ضياع ده.

موږ له خپلو ملي او مترقي مبارزينو دا طمعه او هيله لرو چې د نورو د ايديولوژيکو، دروغجنو او عوامفريبه شعارونو په لکۍ پسې منډې ونه کړي، خپله روښانه اصولي موضوع ونیسي، يوه چاته د ناحقه رهبر او بابا ويلو پر ځاى خپل ځان، خپل شعار او خپل مدني ارزښتونه مطرح کړي، د عمل د يووالي په لارو فکر وکړي او مستقل ميدان ته راووځي.

دا ډيره مهمه نه ده چې څه موضع نيسو، له چا سره ملګرى کوو او له چا سره مخالفت؟ په دې بحث او مشترکه پريکړه کولاى شو. خو دا بايد د خپلو اوږدمهالو موخو او اصولو څخه تيريدنه نه وي، بلکې د هغو په رڼا کې او د هغو د ترلاسه کولو لپاره وي. موږ د خپل فعاليت اصول او د مبارزې ارزښتونه لرو او هغه بايد تل په پام کې وساتو.

زموږ د سياسي طرحو او فعاليت بنسټ پر قومي، مذهبي، ژبنيو او محلي رقابتونو او تضادونو نه دى ولاړ. سوله، دموکراسي، آزادي، ورورولي، برابري، ټولنيز عدالت، د قانون حکومت، ټولنيز پيوستون او داسې نور مدني او بشري منل شوي ارزښتونه زموږ د سياسي طرحو او فعاليت اساسي ستنې جوړوي.

زموږ د ملګرتيا او يو له بله سره د همکارۍ اصول د وينې شراکت، راسيسم، قوم پالنه او د ژبې او مذهب شراکت او يا د شخصي او ګروپي امتياز ترلاسه کول نه دي. موږ د “يو د ټولو او ټول د يوه له پاره” د پرنسيپ پر اساس د خپلې ټولنې د عامې سوکالۍ او خوشبختۍ لپاره کار کوو.

که مترقي قوتونه د کرزي او غني او يا نورو مذهبي او قومي ډلو شعارونه تکرار کړي او د هغوى د طرحو په پسمانده شخوند ووهي، په ټولنه کې يې د تشکل او فعاليت اړتيا نشته. هر ګوند بايد د خپلو موخو او فعاليت معين پروفايل ولري او د ټولنې په عمومي سيستم کې يوه تشه ډکه کړي. که موږ دا کار ونکړو، د تشکل اړتيا مو نشته.

د روشنفکرانو طرحه بايد له دولتي او د مذهبي ګوندونو له طرحو څخه فرق شي او دا تفاوت بايد خلک وويني او ټولنې ته څرګند وي. دا دوهمه درجه اهميت لري چې دا طرحه په ټولنه کې اکثريت ګټلى شي او که نه او څه وخت يې ګټلى شي؟

موږ د اقليت و، خو خپله مستقله او له نورو څخه متفاوته طرحه دې ولرو!

موږ د اقليت و، خو مبتکر او خلاق اقليت، نه دنباله رو اکثريت!

هغه مبارزين چې له خپله ځانه اصول لري، نن د يوه او سبا د بل په غیږ کې ځان نه اچوي او پرون د یوه او نن د بل ځواک “بلې ګويان” نه شي کيداى. تل د خپلو اساسي ارزښتونو سور خط تعقیبوي او د مبارزې په اوږده لار کې مؤقتى ستونزې او ماتې يې نه شي منحرف کولاى.

موږ چې هره موضع نيسو، خپل اصول بايد تر پښو لاندې نه کړو!

موږ چې هر تحليل کوو، بايد د خپلو منل شوو ليدلورو له زاويو او د خپلو اصولو او اهدافو په چوکاټ کې يې وکړو!

که غواړو چې په ټولنه کې رول ولرو او خلکو ته خدمت وکړو، د نورو د تقليد او پیروۍ پر ځاي بايد پخپله تخلیق او ابتکار وکړو، د حوادثو په لکۍ پسې لاس وانه چوو، مخکښ واوسو او خلاقانه طرحه وړاندې کړو!

د ملي او پرمختګ غوښتونکو ځواکونو دنده له اوسني په حتمي زوال محکوم حکومت څخه ننګه او يا د قرو طالباني افکارو حمايت نه دي، بلکې له وضعيت څخه په استفاده د خپلو ارزښتونو او اصولو تبليغ او د هغو د موفقيت له پاره عملي کار دي.

ملي، مترقي او د خلکو د خدمت تږيو روښانفکرانو ته لازمه ده چې خپل مشخص الترناتيف جوړ کړي تر څو د سولې په پروسه او په آينده کې د خلکو په خدمت کې مناسب او اړين رول ولوبولى شي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx