نظــر

د اسلامي امت د جوړښټ پر وړاندې خنډونه

استاد نصیر صمیم

امت د انسانانو له هغه ټولي څخه عبارت دی، چې یو ځانګړی دین ولري. هر امت د ژوند چارې د خپل دیني لارښوونو پر بنسټ برابروي. د بیلګې په ډول: هندیان د هندوییزم، کمونستان د کمونیزم، سیکولاران د سیکولریزم، ډیموکراتان د ډیموکراسۍ…، خو اسلامي امت د اسلامي شریعت پر بنسټ د ژوند چارې برابروي.
پوښتنه به ستاسو په ذهن کې راګرځي، چې دلته خو کمونستان، سیکولاران او دیموکراتان خو لمونځ، روژه…. چارې هم ترسره کوي نو بیا څنګه په اسلامي ټولنو کې ژوند کوي؟ د دې ځواب څو اړخه لري، غواړم هغه اړین اړخ یې چې هیڅوک ورته نغوته نه کوي، زه یې څرګند کړم. دغسې وګړي د اسلام په جامه کې د دین او اسلامي ټولنو دښمنان دین دي. دا ځکه چې دا وګړي د غربي بادارنو په غیږو کې روزل شوي او د خپلو موخو لپاره اسلامي هیوادونو ته استوي. د همدغسې خلکو له لاسه نن اسلامي امت او دولت رامنځته کیدای نشي.

وړاندې چې کومو تګلارو ته نغوتې وشوې بې له اسلامي دین څخه نور ټول پخپل پیدا شويو ټاټوبو کې له ماتې او نیمګړتیاوو سره مخ شوي، خو غربي او شیطاني مبلغین یې دغه څیره د پرمختګ او روښان اندۍ کې پټوي. چې د همدغه شعار لاندې په اسلامي ټولنو کې هم خپور شوی. اسلامي شریعت له دې ټولو سره په تضاد کې دی. اسلام هغه بشپړ دین دی، چې د انساني فطرت سره سم راغلی او د قیامت تر ورځې پورې به دوام کوي. الله تعالی په قران کریم کې مسلمانانو ته امر کوي: چې ای مؤمنانو داخل شئ په اسلام کې په بشپړ ډول سره. د دې آیت په رڼا کې ویلی شو، چې په اسلام کې د ابلیسي او نفساني غوښتنو پر اساس نه پکې زیاتوالی راوړلی شو او نه کمی.

د هغه امت ژوند چارې چې په الهي تګلارې برابرې وي، نو بې له شکه چې هغه به بشپړ او په اغیزمن ډول ترسره کیږي، چې پایله به یې د دنیا او اخرت بریا او د رب رضا وي او که د کوم امت ژوند چارې د عقلي او ابلیسي تګلارو پر بنسټ برابرې وي نو بیا ټول کارونه نیمګړي او بې ګټې وي، چې پایله یې عذاب او پیښماني ده. راځم دې خبرې ته چې د اسلامي امت جوړښت پر وړاندې نن کوم خڼدونه شته؟ څه وکړو او څنګه کولی شو، چې یو اسلامي امت جوړ کړو؟

نن په زغرده ویلی شم، چې د نړۍ پر مخ اسلامي ټولنې شتون نه لري. که چیرته اسلامي ټولنې وي، نو اړین به اسلامي امت وي. خیر په قهر کیږو به نه. نن چې په اسلامي هیوادونو کې مسلمانان کومې چارې ترسره کوي، نه له انسانیت او نه له شریعت سره اړخ لګوي؛ که داسې حالت دوام وکړي بیا به د نوي نسل پر وړاندې نه بښونکي پازوال یو. راځئ ځوانانو، استادانو، ښوونکو، علماوو او ټول امت په هغو تګلارو چې اوسمهال روان یو له سره غور وکړو.

نن د اسلامي امت د جوړښت پر وړاندې لومړی خنډ بې هدفه ژوند کول دي. الله جل جلاله مسلمانان د یو لوی هدف لپاره پیدا کړي. لکه څنګه چې په قران کریم کې ویلي: ﴿كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ ﴾ [آل عمران: 110] مسلمانان د ټولې نړۍ لپاره خیر غوښتونکي دي. د ښو چارو ترسره کولو ته وګړي رابولي او له بدو چارو څخه یې ژغوري.

مسلمان د نړۍ د ودانولو لپاره هدف لا پریږده، دوی لا خپل ځانګړي ژوند لپاره هم هدف نه لري. کله چې هدف نه وي نو بیا  وخت او بدني پیاوړتیا هم ارزښت له لاسه ورکوي. بیا نو ژوند ټول معصیت شي. او داسې ټولنې به بیا د نورو د اوږو بار وي.

بل خنډ په مسلمانانو کې د یووالي نه شتون دی. نن مسلمانان چې داسې ټوټه، ټوټه او مظلومانه ژوند کوي؛ لوی لامل یې بې اتفاقي ده. دغه نفاق به یا د ګوند، لوری(سمت)، ژبې، قوم او داسې نورو ناوړو آرونو پر بنسټ وي. د دې ناروغۍ پایله به په اسلامي ټولنو کې بې باورۍ وي. الله جل جلاله په قران کریم کې ویلي:

﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ﴾ [آل عمران: 103] د الله تعالی رسۍ محکم ونیسئ او بې اتفاقۍ مه کوئ

کفري لښکرو بلوسګرې بل لوی خنډ ده، چې د ځمکې پر مخ اسلامي امت ته د جوړیدو پر وړاندې شته. دغه بلوسګري هم په مادي برخه کې وي او هم په فکري برخه کې. تر هغه چې په یو هیواد کې دغه ډول بلواکګري ختم نه شي، تر هغه به هر هڅه نیمګړې وي.

بل لوی خنډ نیمګړی ښوونیز او روزنیز پروګرام دی. د یو هیواد پرمختګ او سرلوړي د هغه له ښوونیز او روزنیز جوړښت سره نیغ په نیغه اړیکه لري. نو دې اړتیا ته په کتو د هر هیواد ښوونیز او روزنیز نصاب د هغه هیواد دیني او کلتوري تګلارو پر بنسټ جوړیږي. سید قطب (رح) پخپل کتاب ( اسلامي تربیت) کې وایي: ((د هر هیواد ښوونیز او روزنیز جوړښت باید د هغه هیواد له دیني لارښوونو سم باید برابر شي.)) که په یو اسلامي هیواد کې د غربي هیواد ښوونیز او روزنیز جوړښت او چاپیریال برابر شي؛ نو د ښوونیز او روزنیز جوړښت پایله به بې نوښته وي. لکه څنګه چې اوسمهال په اسلامي نړۍ کې لیدل کیږي. زموږ هیواد کې خو هسې ډیر بېسواده فارغ شول. اوس د هر مسلک فارغان که وینو، نو یوازې د سند خاوند دی او بس. چامسکي په ښوونیز او روزنیزه برخه کې منلی نظر لري. دی وایي: (( که غواړئ یو هیواد له ورانولو سره مخ کړئ؛ نو د هغه هیواد ښوونیزاو روزنیزه برخه په نښه کړئ)) اوسمهال زموږ دغه برخه په رښتیا چې له کاره لویدلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

اسلامي به څنګه جوړ شي؟ دغه څو نظره دلته څه وايی؟ مولانا محمد خان شيراني : د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.   د مولانا محمد خان شيراني خبرې ((کرايي قاتلان)) : ډېر وختي مې هم دا ويلي وو چې دا پاکستان د مزدورانو يو بين الاقوامي چوک دی. دلته : ·        ملا د کرايې لپاره پکې موندای شې (۱). ·        دلته ليډر (مشر) د قوم (ملت) د غولولو لپاره په کرايه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx