ټولنیزه برخه

زرپارې «۴۳ مه برخه»/ مذهبي رعايت او نرمي

ليکوال: مولانا مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن: احمد ګل ريان

مذهبي رعايت او نرمي
د فقهاوو تر منځ په ډيرو علمي مسائلو اختلافات پيدا شوي او کله نا کله يوازې د افضليت او عدم افضليت په مسائلو سخت بحثونه شوي دي، خو په دې مسائلو کې باريکې علمي حربې او چيلنجونه هم شوي دي.

رکوع ته د تلو په وخت کې لاسونه پورته کړل شي او که نه؟ آمين ورو وويل شي او که په جهر؟ آذان کې ترجيع وشي او که نه؟ دا له ډېره وخته د نظرونو د ټکر مسائل دي، مګر په حقيقت کې دا ټول اختلافات په دې اړه دي چې تر ټولو ښه طريقه کومه ده؟ ګنې لمونځ د ټولو په نزد له کراهيت پرته کيږي، همدا وجه ده چې په دې مسائلو د بحث او مباحثو له ګرم بازار سره سره د خپلمنځي رعايت او نرمي مثالونه هم ليدلی شو. نن مې دغسې يوه کيسه تر نظر تيره شوه، چې دلته يې درسره شريکوم.

علامه طحطاوي رحمه الله رانقل کړي چې قاضي ابو عاصم عامري رحمه الله يو حنفي عالم و، يو وخت د مشهور شافعي عالم علامه قفال رحمه الله جومات ته د ماښام د لمانځه لپاره لاړ.

په شافعي مسلک کې په اقامة کې شهادتين (اشهد ان لا اله الا الله، اشهد ان محمدا رسول الله) او حيعلتين (حی علی الصلاة، حی علی الفلاح) يوازې يو ځل ويل کيږي او په حنفي مسلک کې دوه-دوه وارې ويل کيږي.

علامه قفال رحمه الله چې قاضي ابو عاصم رحمه الله په خپل مسجد کې وليد، نو د ده د احترام په وجه يې مؤذن ته حکم وکړ چې نن په اقامة کې دا کلمات دوه ځله ووايه. وروسته يې قاضي ابو عاصم لمانځه ته مخکې کړ، نو قاضي صاحب رحمه الله په لمانځه کې له سورة الفاتحه وړاندې بسم الله په جهر وويله او د لمانځه نور افعال يې هم د شافعي مسلک مطابق اداء کړل. (طحطاوي رحمه الله: حاشيه الدرالمختار ج: ۱ ص: ۵۰، د مصر چاپ)

خو بايد په ياد ولرئ چې دا ډول زعم او يو د بل رعايت يوازې په هغو مسائلو کې مناسب دی چې د افضل او غير افضل اختلاف پکې وي او چيرته چې د حلال او حرام يا روا او ناروا اختلاف وي، هلته بيا د هغه مسلک پرېښودل نه دي په کار چې انسان يې صحيح او درست ګڼي.
———————–
نور بيا که خدای ورته فارغ کړم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

ولاکه چي دا زموږ مولانا ګان په قصدي توګه د کفارو ډول ته رقصیږي او که د ډیر زیات غبي توبه ډیري مطالعې ته اړتیا لرلو له سببه یې مطالعه ډیره سي او عالمان ځني جوړ سي. په دې خبره خو شین بېسیواده لا پوهیږي چي اتفاق او اتحاد په دې کي دی چي خلګو ته یوه واحده لاره وروښودل سي او اختلافي خبري یو طرفه سي، دا ستر ستر علماء ولي په دې ساده خبره نه پوهیږي. داغه مولانا احمد تقي عثماني و محمد ګل ریان صاب ته د کور ماشومان ودریږي چي نن جمع ده پیزا په سکای… نور لوستل »

عبدالرقیب

زموږ امام اعظم صاحب رح داسي نه دي کړي چي ځان ته یې یوه د لمانځه طریقه جوړه کړې چي زما پیرویان دي داسي لمونځ کوي او د نورو دا هم صحیح دی. زموږ امام اعظم صاحب رح خپل ټوله ژوند د دې لپاره وقف کړی وو چي مسنونه طرقه لمونځ د تحریف څخه وساتي او راتلونکي نسلونو کي دا د نبوي ص طریقې لمونځ رایج پاته سي. اوس چي د هغه امام صاحب رح پیرو راولاړیږي او وایي چي ایله لاسونه لمونځ هم هیڅ قصه نلري، نارینه چي پر سینه لاسونه ونیسي هم باک نسته، د شیعګانو په طریقه… نور لوستل »

ګل احمد

یو چا یو وخت راته ویلي وه چي علماء په دوه ډوله دي. یو هغه کوچني علماء دي چي دا زموږ په مساجدو کي امامان دي او زموږ سره یوځای هدیرو او فاتحو ته راسره ځي. دوئ چي هر څه د خدای ج امر او د رسول الله مبارک ص په طریقه خبریږي نو تر خپلو مقتدیانو یې رسوي او د هغه پر عملي کولو ټینګار کوي. هڅه کوي چي د ځانه په دین کي خبره ونه کړي او نه هم یوه نوې طریقه په دین راګډوي. دا خلګ په محدوده حلقه خلګو کي محبوبیت لري او هغوئ ټینګ باور… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x