
شعـــــرونه
زه به نه یم ته به یې باغ به سمسور وي/ سمسور
عبدالباري جهاني
زه به نه یم ته به یې باغ به سمسور وي
پر غوټۍ د انارګل به شورماشور وي
پر بګړۍ به وي زلمیو ګل ټومبلي
پر تندیو به د پېغلو اوربل خپور وي
هره شپه به وي خپړي په نوکرځو
له حجرو څخه به ږغ د ټنګ ټکور وي
محتسب به له قمچیني سره ښخ وي
غلمیان د پایکوبونو به په ګور وي
د رندانو له مستۍ به مځکه ریږدي
د زاهد به په خلوت کي اور په کور وي
پسرلي به وي شیندلي سره ګلونه
پر وزر د توتکۍ به زېری سپور وي
نه به ډزي وي نه لاس د چا په وینو
نه واسکټ نه به ځان مرګی نه به ترور وي
بس همدومره مي زده کړي له استاده
په غمونو پسي تل د ښادی زور وي
جهاني به په لحد کي وي هېر سوی
د مطرب به په شهباز کي غزل نور وي
عبدالباري جهاني
جهاني صاحب محترمه یا دي د ژونده طمع ختمه سوې ده یا هم د افغانانو د بخت څخه مایوس یې. انشاء الله د خیره سره په جګ سر به ژوندی یې دا هر څه به په سترګو ووینې. هغه ورځي ته به سترګي په لاره یو چي په کندهار کي د کندهار د ځوانو شاعرانو سره په یوه ټغر ناست یې او خپل یو تازه کلام راته واوروې. الله دي اوږد ژوند د روغ صحت سره درکړي. د پنجشیر اسمان نن د پښتنو بازانو د وزرونو تر سیورو لاندي دی. هیله ده چي راسې او د نوي نسل په ښونه… نور لوستل »