
هلمند کې پر روغتون او ښوونځي د امریکا هوایي بریدونه؛ طالبانو یې د غچ اخیستلو ګواښ کړی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷زمري، ۱۴۰۰ل): امریکایي الوتکو د هلمند ولایت په مرکز “لښکرګاه” ښار کې د صافیانو پر نوم یو روغتون او د محمد انور خان په نوم پر یو ښوونځی بمبار کړی چې زیاته برخه یې ویجاړه شوې او ولسي وګړو ته تلفات اوښتي.
د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه راغلي، چې په هلمند کې پر عامه تاسیساتو بمبارۍ ښيي چې امریکا هیڅ ډول بشري او انساني حقونو او نړیوالو نورمونو ته احترام نه لري.
په اعلامیه کې پر ملکي تاسیساتو د بمبار د غندلو تر څنګ طالبانو د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې یاده پېښه وڅېړي او ګواښ یې کړی، چې د امریکایانو په وړاندې په خپل ټول قوت سره درېږي “افغان ولس او اسلامي امارت به د امریکايي اشغالګرو په وړاندې د شل کلن جهاد په څیر په ټول قوت سره ودریږي او د خپل مظلوم ولس غچ به ترې واخلي. ان شاءالله تعالی.”
د امریکايي اشغالګرو الوتکو په هلمند کې یو بل روغتون او یوه لیسه بمبار او ویجاړ کړل https://t.co/QiKx47JLgW pic.twitter.com/KoIuXTHOCL
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) August 8, 2021
دغه بریدونه داسې مهال دي چې له تېرو څو اوونیو راپدېخوا په لښکرګاه کې د طالبانو او حکومت تر منځ درنه جګړه روانه ده او حکومتي ځواکونو په تېرو دوو اوونیو کې د یاد ښار دننه مارکیټونه او روغتونونه بمبار کړي دي.
تېره ورځ یو شمېر رسنیو د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې د امریکا ولسمشر امر کړی چې امریکايي B-52 الوتکې دې په افغانستان کې د طالبانو مرکزونه او تجمعات په نښه کړي.
یاد ساتی ! امریکا چی او پاکستان چی طاقت وشی یو شی جور نه پریژدی دوی توله هغه زایونه چی د اولس په دردخوری له منزه وری. طالب یا یی ستا په نامه یا د بل په نامه. اوس دطالب عام زایونو ته داخیلیژی دوی ظالیما ن بمبماروی. اصلی هدف د ددی وطن د ورانولو دی.
د جوبایډن کابینه او ډیموکراټانو حکومت په لوی لاس غواړي چي طالبان د امریکا دښمنو سازمانونو سره اړیکي جوړي کړي څو دوئ بیا هم د امریکا ولس په دواړو لاسونو د نظامي مصارفو په نوم لوټلو ته دوام ورکړي.