افغانستان

طالبانو د کندوز او سرپل ولایتونه هم په بشپړه توګه ونیول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ زمري، ۱۴۰۰ل): له څو ورځو سختو نښتو وروسته طالبانو نن سهار د کندوز او سرپل ولایتونو مرکزونه له دولتي عسکرو څخه نیولي او دا مهال د ښار په اطرافو کې د دولتي عسکرو او طالبانو ترمنځ خال خال نښتې روانې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې د «دښمن» په مرکزونو د څو پرلپسې او «کارنده» بریدونو پایله کې یې د کندوز ولایت مقام، امنیه قومنداني، د ملي امنیت ریاست، د محبس ودانۍ، بالاحصار او ټول دولتي تأسیسات نیولي دي.

نوموړي دغه راز د سرپل ولایت مرکز اړوند ولایت مقام، امنیه قومنداني، محبس او ټولو دولتي تأسیساتو د نیولو ترڅنګ په دواړو ولایتونو کې د ګڼ شمېر وسلو او زیاتې اندازې مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

مجاهد په کندوز او سرپل ولایتونو کې په پاتې دولتي عسکرو پسې د «تعقیبي» عملیاتو د دوام ترڅنګ خبرداری ورکړی، که چیرې یاد عسکر له جګړې لاس وانخلي نو له «منځه به یووړل شي».

طالب ویاند دغه راز په ټول افغانستان کې د کابل حکومت عسکرو باندې غږ کړی چې د دوی غیږه ورته خلاصه ده او باید چې له «بې ځایه» جګړې څخه په لاس اخیستلو طالبانو سره یوځای شي.

د امریکايي ځواکونو لخوا د هوايي بریدونو په تړاو مجاهد ویلي، چې دغه بمبارونه په دوی هیڅ اثر نه کوي؛ ځکه دده په خبره دا شل کلونه یې ورسره تجربه شوې او ځانونه ورڅخه ساتلای شي.

دا په تیرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې طالبان په یوه ورځ کې دوه ولایتونه نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون د جوزجان ولایت مرکز شبرغان او وړمه ورځ د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښارونه په بشپړه توګه ونیول.

باید وویل شي چې دامهال د کندهار، هلمند، تخار او بدخشان په ګډون د ‍۱۰ ولایتونو مرکزونه د طالبانو لخوا کلابند دي او هلته سختې نښتې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

الحمد لله رب العالمین. خدای دی وکړی دطالبانو اسلامی اخلاق او له دښمن سره دنرمۍ او عفوې معامله ددولت پروپاګند محو کړی او پدی ډول دجنګ له لیاری دسولې سپین بدلون راسې.

Adam Khan
Alhamdo Lellah
TORRI WAHA BARAI BA MOMI
KA BARAI NA WE GHAZIAN TAL JANAT TA ZEENAH
Adam Khan

Sallam Shinwaries and Khojianies,
What about Jalabad
Every single young man there is a Baba Khalis, then what are you waiting for

استاد دوکتور عبدالله

الحمد لله رب العالمین

قیامت دی

طالبه پام چی شی خراب نه کری دا ددی وطن شیان دی قسم چی په اخرت درسره حساب وشی. کاش دوستم ر‌ذیل مو نیولی وای. اوس دی نوطالب ثابته کری شه تغیری کری دادی سو ولایته یی لاس کی دی . زه فکر کوم طالبان سو نور ولایتونه هم نیسی بیا د صلحی خبری شروع کوی تر سو دیره حصه دولت کی واخلی. اولس مو تبا ه وه ظالمانو تاسو هسی پر چوکی سره زورونه دی

Adam Khan
Talib Gul
If you slow down, you are giving opportunities to the Kabul Admin to accelerate
propaganda.  This may confuse the nation. Remember you have Allah on your side.
Remember the orphans are praying day and night for you. 
Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx