شعـــــرونه

لږ څه فکر/ نومیر

فدامحمد نومير

سيمه، غر، کلی او دښت مو هديره سوه
دنياوال مو د مرګونو په ننداره سوه

ښه ځوانان مو لکه ونې سر غوڅيږي
لکه ونې بې ثمره بيخ اره سوه

نه زړه سوی سته  او نه رحم ترحم سته
دا غوښن زړونه همه واړه صخره سوه

نه د خور او نه  د مور ورسره غم سته
د ځنګل په څير وحشيان په خپل فايده سوه

دين يې هير، دنيا ته مخ له خدای ناترسه
د دنيا سړي همه په خپل چاره سوه

کونډې ژاړي، يتيم ژاړي، بابا غواړي
څوک يې نسته بېکسۍ  څه په ناره سوه

څه در پيښه چې خپل کور ورانوې خپله
افغانان تر نړيوالو مسخره سوه

ليونو هم خپل جونګړه ورانه نه کړه
کوم يو  جن کومه بلا په تا سپره سوه

دا د ټانک او توپ اورونه لږ څه بس کړئ
مور دې خواره، خور دې خواره اواره  سوه

لږ څه فکر، لږ څه سوچ درته  په کار دی
د نومير د خولې راوتې دا  ناره سوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx