نړۍ

لیبیا کی خلګو داسلامی شریعت دپلی کیدو په حق کی مظاهره وکړه

نن ټکی اسیا: دلیبیا په ساحلی ښار بن غازي کی تیره ورځ په سلګونو خلګو ددي لپاره مظاهره کړی وه چی دهیواد راتلونکی قانون باید اسلامی شریعت باندی مبنی وی، لاریون کونکو شعارونه ورکول چی دغه هیواد کی خلګو داسلامی قانون او اسلامی شریعت لپاره قربانی ورکړی دي،  ددغه هیواد اساسي قانون باید پرقرآنی لارښونوباندی مبنی وي.

لاریون کونکو دبن غازی ښار پرهغه څلور لاری باندی راټول شوی وو، له کومه ځایه څخه چی دقذافي دحکومت پ خلاف داولسي پاڅون پیلامه شوی وه، یوه لاریون کونکو ناری وهلي لیبیا یو مسلمان هیواد دی او دا اړینه  ده چی قانون  به یی هم اسلامی وي.

بل کس بیا په زوره سره خبري کولی، ویل یی په لیبیا کي دقذافي د نظام درانسکورولو په خلاف زیات شمیرمیرمنو خپله خاوندان له لاسه ورکړی دي، اودغه ټولی میرمني دنوی ژوند به انتظار دی، شنونکی وایی له دغو خبرو څخه یی مراد په هیواد کی له یوه څخه دزیاتو ودونو لپاره لاره هواره ول هعدت ذ مطلب وو.

دلیبیا د پخوانی حکومت پر وخت خلګو کولای شول چي دوهم واده وکړي خو ددوهم واده لپاره دحکومت له لوري سخت شرطونه وضع شوی ول، هر هغه چا ددوهم واده شوق به یی درلودی له دغو شرطونه څخه به تیریدي، بیا به یی کولای شول چی دوهم واده وکړي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x