نظــر

امریکا او افغان ولس

مولوي نورالحق مظهري

داسې آوازې دي چي ګويا امريکايان په افغانستان کې يو ځل بيا خپلې ړندې بمبارۍ پيلوي او پر افغان ولس باندې خپل ورانوونکي او زهرجن بمونه غورځوي.

موږ پخوا هم ويلي وه چې امريکايان په افغانستان کې هيڅ ډول سولې او آرامۍ ته ژمن ندي او نه غواړي افغان ولس تر سوله ييزې فضا لاندې ژوند وکړي کنه نو د خلګو پر کورونو او ښارونو به يې بمبارۍ نکولای!

امريکايان چې په تاريخ کې په تعهد او تړون ماتولو کي ډېر شهرت لري د مسلمانانو سره د غدر او خيانت لويه سابقه هم لري، که لږ تر لږه د يوه قرن حالاتو ته نظر واچوو دا به راته ثابته سي چې امريکايانو په اسلامي هيوادونو کې څومره ورانۍ کړي او څومره مسلمانان يې د بد بختيو سره مخامخ کړيدي!

د بيت المقدس د قضيې څخه پيل بيا تر عراق، سوريې، ليبيا، مصر، سوماليا، سوډان، کشمير او افغانستان پورې په ټولو ځايونو کې يې د مسلمانانو وژلو او ځپلو ته لېڅې رانغښتي دي.

که څه هم زه په ډېر اطمينان باندې دا خبره کوم چې نور په افغانستان کې د امريکا هيڅ ډول کوښښ، جنګ او هڅې دوی ته ګټه نکوي او په افغانستان کې خپلو موخو ته نسي رسېدلای خو بيا هم افغان مسلمان ولس ته ستونزې جوړوي او مرګ ژوبله ورته اړوي د ټول مسلمان ولس څخه زموږ دا غوښتنه ده چې د امريکايانو د داسې کارونو په وړاندې لکه تر اوسه چې متفق او متحد پاته سويدي همداسې متفق او متحد پاته سي او پر ضد يې خپل ږغ راپورته او عملي اقدام هم وکړي تر څو دغه خونخوار هيواد زموږ د هيواد څخه شرمېدلی او ناکامه وشړل سي او موږ يې د شر څخه نجات پيدا کړو.

افغان ولس باید په زغرده امریکایانو ته ووایي چې په هیواد کې د هر ډول نظام جوړول زموږ کار دی، موږ ستاسو مرستې او حضور ته هیڅ اړتیا نلرو، خپلې بمبارۍ او خپل د درواغو وعدې مو بندې کړئ!

مولوي نورالحق مظهري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx