نظــر

بې سرپرسته افغانان…!

ډاکټر احرار

د افغان نامه له اوریدلو سره سړي ته یو ناوړه، غم ځپلی، در په دره او معیوب حالت ور یاد شي. داسې به ولې نه وي څلوېښت کاله دا ملت د اور په لمبو کې کړیږي د اشغال شروع یې هم ناورین خاتمه یې بل ناورین وي، د اقتصاد او علمي پرمختګ به یې پوښتنه نه کوو، ژوند یې له کړاو نه شروع په مرګ ختمیږي او مرګ یې هم اسانه نه وي. د خپلو ځان ته ورتېرو ګلګون بدنونه، د زړه د ټوټو د بدن ټوټې په خپلو وروستیو سلګیو کې مشاهده کړي بیا ساه ورکړي.

موږ تل ویلي انګریزان، روسان او امریکایان وحشیان دي هيڅکله مو وانه وریدل چې خلقیان او اربکیان یا د پردیو مزدوران د قدرت لیوني افغانان تر ټولې نړۍ ډیر وحشیان دي، د تېرې اوونۍ وحشت او در په دري شاهد د ډیرو نه وې په یاد ولس وژنه، ړوند بمبارد، ښاري سیمې او غټې مرمۍ د نامعلوم لوري مهاجرتونه د پاکستان په سرحد د پنجاپیانو سپک برخورد خاوند د مرز یو طرف کورودانه یې بل طرف د وړو وړو ماشومانو کوکې او بغارې د پلار په اوږو یې د پنجابیانو د لاټیو بې رحمه وارونه د دې حالت مسؤلیت چاته متوجه ده؟ قسم په الله دا یو ډیر بدحالت ده او ټول ملت مسؤل ده.

د یوه بهرني سپي د مرګ پوښتنه په نړیواله کچه کیږي او زموږ د ولس پوښتنه نشته او دا د پردیو مزدوران به کله د دې خپل ناوړه حالت درک کوي کله به د بل په لمسون د خپل وطن له ورانولو لاس اخلي، کله به زموږ علماء او مخور دا زدکړې چې یو چاته ووایي کاکا له چاسره د چا لپاره جنګیږي امریکایان ولاړل ناټو ولاړه ولې مالیخولیا یې افغان مزدوران یې په یوه قومندانۍ کې دننه له لاسه ورکړیو دریو ټاورونو سره په جګړه بوخت دي دا به څوک پوهوي، زموږ د جرګو سپین ږیري څه شول؟ زموږ علما او روحانیون څه شول زموږ د لکونو شهیدانو په وینو او شل کلن چور او فقر جوړ دفترونه او ودانۍ اوس په یوه اونۍ بیرته را ورانوي.

د اسلامي امارت مشران دي په ښارونو کې دننه جګړه نه کوي. د علماو او قومي مشرانو وفدونه دې جوړ کړي او د چرسو او ښیښې معتادین دې وپوهوي چې نور دا وطن تاسو د نجات فرشتې نه شمېري، بس ته نور دې ځان مه وژنه وطن مه ورانوه له کور او کلي مه تښته…!
د پیلوټانو کورنیو ته دې اخطار ورکړی چې نور په خپلو وطنوالو بمبارد ونکړي.

طالبان دې د فاسد دولت جګپوړي مشران هدف وګرځوي تر څو تسلیم او یا دوی خپله ووژل شي، ولې د دوی د خرمستیو قیمت ولس پریکړي.

د هندوستان په شمول ټول بهرني هیوادونو ته دې اخطار ورکړل شي چې که بمبارد بند نکړي نه به یې سفارت مصؤن وي نه اتباع تر څو مو له روان ناورین څخه ځان او هیواد وال ژغورلي وی.

د درک په هیله

د زړه درد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx