روغتیا

هېواد کې تر دې دمه د کرونا پر ضد نږدې ۲ ملیونه کسان واکسین شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په هېواد کې تر دې دمه د کرونا پر ضد ۱.۸ ملیونه کسان لږ تر لږه یو دوز واکسین شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې د مارچ میاشتې له پنځمې نیټې د واکسینو د پلي کولو پروسه پېل شوې او تر دې دمه لږ تر لږه ۱.۸ ملیونه وګړو د کرونا واکسین ترلاسه کړي دي.

د ښاغلي نظري په وینا، دا مهال عامې روغتیا وزارت ۵.۱ ملیونه دوزه واکسین لري چې په کې د هند استرازینیکا او د امریکا جانسن ایند جانسن واکسین شامل دي، چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې يې د تطبیقولو بهیر دوام لري.

که څه هم افغان حکومت د کرونا واکسینو لپاره بودیجه ځانګړې کړې ده خو بیا هم د هند، امریکا، چین، سویدن او د واکسینو نړیوال بهیر «کوواکس» له لوري په پراخه کچه د واکسینو مرسته شوې ده.

باید وویل شي چې د هېواد په ټولو ولایتونو ښوونیز مرکزونو کې د حضوري درسونو د پېل لپاره د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو، استادانو او کارکوونکو واکسینول اړین ګرځولي دي. په ښوونیزو مرکزونو کې د واکسینو بهیر پېل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx