افغانستان

پکتيا کې چاودنې د يوې کورنۍ ۱۲ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷زمري، ۱۴۰۰ل): د پکتيا ولايت چارواکي وايي، په سيد کرم ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شوي ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ ۱۲ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د پکتيا ولايت د پوليسو وياند حيات الله نظامي احمدزي نن يکشنبه رسنيو ته وويل، چې تېره شپه د يوې کورنۍ څوارلس تنه په يوې غواګۍ موټر کې روان وو، چې د سيد کرم ولسوالۍ په چينه سیمه کې پرې چاودنه وشوه.

حيات الله نظامي ادعا کړې، چې دا ماين د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

د پکتيا سربېره د هېواد په ګڼو سيمو کې د ځای پر ځای شوو ماينونو، د حکومتي عسکرو د توپچي بریدونو او بمباريو ډېری قربانيان ولسي وګړي دي، خو تر اوسه د ملکيانو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره لازم ګامونه نه دي اخيستل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx