افغانستان

طالبان د تخار مرکز تالقان ښار ته هم ننوتل او زندان يې مات کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷زمري، ۱۴۰۰ل): له کندوز او سرپل وروسته طالب جنګيالي نن ماسپښين د تخار ولایت مرکز تالقان ښار ته ننوتل، هلته يې مهم پرمختګونه کړي او زندان يې هم مات کړی دی.

طالبانو هم د تالقانو ښار ته د خپلو جنګياليو د داخلېدو پخلی کړی دی.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټ کې ويلي، د دوی جنګيالي تالقان ښار ته ننوتي، د ښار لويديځ کې يونس اباد او ذخیره باغ نيولي، د دوهمې حوزې له لوري زړې شفاخانې، پنځم او شپږم سړک ته ورسېدل او د خسپکه سيمې له لوري يې هم پر حکومتي عسکرو بریدونه پيل کړي دي.

ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې د دوی جنګيالي د چټک پرمختګ په حال کې دي.

له تېرو درې ورځو راهيسې تالقان پنځم مرکزي ښار دی، چې طالب جنګيالي ورننوځي.

وړمه ورځ طالب جنګياليو له جګړې او مرګ ژوبلې پرته د نيمروز ولايت مرکز زرنج ښار نيولی و، تېره ورځ يې د جوزجان ولايت مرکز شبرغان، نن سهار يې د کندوز او سرپل ولايتونو مرکزونه نيولي وو او ماسپښين ناوخته د تخار ولايت مرکز تالقان ښار ته ننوتل او د چټک پرمختګ په حال کې دي.

د چارو کارپوهان او د کابل حکومتي چارواکي د طالبانو روانو پرمختګونو ته ګوته پر غاښ پاتې دي او وايي، چې داسې پرمختګونه يې نه وو اټکل کړي.

الجزیرې ټلويزون د کندوز په اړه ویلي، د طالبانو له تسلط سره سم په کندوز ښار کې جګړې کمې شوي، خو ښار نظامي څېره غوره کړې ده، ډېری ښاریان په کورونو کې پټ دي.

الجزیزه زياتوي، چې د کندوز نیول د طالبانو لپاره ستره نظامي بریا ده او دوه ځلې مخکې طالبانو هم کندوز نیولی وو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د کندوز د سقوط په اړه لیکلي، طالبانو پخپلو تازه پوځي پرمختګونو کې کندوز او سرپل هم ور اضافه کړل. د واشنګټن پوسټ په وينا نظامیان او بیروکراسي هوايي میدان ته تښتېدلي دي، یوه افغان مامور ورځپاڼې ته ویلي د چارواکو او عسکرو مورال بېخي کمزوری دی او د ښار د بېرته نیولو پلان نسته.

حکومتي عسکرو نن غرمه په کندوز ښار کې پر بازار او مارکيټونو بمبار کړی دی او ملکيانو ته يې مرګ ژوبله او د ميليونون افغانيو مالي زيانونه اړولي دي.

د چارو کارپوهان وايي، که حکومت د ښار د بیا نيولو هوډ درلودی، نو ښايي پر ښار يې داسې ړندې بمبارۍ نه وای کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
Allaho Akbar, Allaho Akbar, Allaho Akbar,
Alhamdo Lellah,  Alhamdo Lellah, Alhamdo Lellah, 
Allaho Akbar, Allaho Akbar, Allaho Akbar,

The only point that makes me cry is we do not have Mullah Omer and Mulla 
Dadullah to see them planing and smiling. Anyway I can see that every single 
Talib Gul is Mulla Dadullal.
سرفراز

غازیانو کثیف چارواکی تعقیب او دتیښتی لاری پر بندی کړی دوی باید دخپلو کړنو ځواب افغان ملت ته ووایی

pattang

الله پاک د زما زړو ملګریو ته بری ورکړي چې هېواد ، له بدبختي ، قومي نفرت او فحشا څخه خلاص کړي ! د غني ، امرالله، محب، او فضلي بسترې تړل شوې دي ، له کومې لارې به تښتي !

Adam Khan

Sallam brothers and sisters in the Army of Ghani Mulhid-Watanferosh, You have not lost the opportunities to live by the happiness and safety of your nation. Everyone is making errors. I myself made several fatal errors in my life but I did regret and turned to Allah for forgiveness. It is time for you to turn to Allah, ask for forgiveness and live by the happiness of your nation, and save your nation from the western empires. Your Ghani is using you for his benefits and the benefits of western empires. Ghani owns more than100 apartment buildings in NY. If… نور لوستل »

طوطی

د هر زندان پر ماتیدو سره غله، زهزن او قاتلین هم خوشی کیږی چی دا د طالبانو عمل ضد د بشریت او اسلامیت دی.

طوطی

ولی په زندانونو کی غله، رهزن او قاتلین نشته؟ اوس خو یی طالبان همداسی بدون له محکمی څخه لکه د پسونو رمه خوشی کوی. درسته ده خپل طالب بندیان باید خوشی کړی خو دا درسته نده چی غله، رهزن او قاتلین خوشی کړی.

ګمنام سپاهی

هسي هم چا ورته جزا نه ورکوله او د بیت المال له پیسو پرې باندې لګشتونه کیدل، نو شه سوه چې پر خپله مخه سي.

قیامت دی

طالبه !! هر وخت چی کوم زندانی نیسی نو زاندانیان تول مه خوشی کوه. هغه ستا طالب یاران خو هسی خوشی کوی لیکن په نورو بندیانو کی رهزن، غله، د عام اولس قاتلان، رشوت خواره او داسی نور مجرمین شته. نو تاسو ولی دومره بی فکره یاست چی دا د اجتماع مضمر عناصر خوشی کوی. تاسو به ددوی په جرم کی شریک شی زکه دوی به بیا جرمونو ته ادامه ورکری. بیانزی مجاهد پتنک او د طالب دی د شریعت لمخی دا ثابته کری چی تول زندانیانو وتل او ایله کول روا دی؟؟!! ### د اسلام په فتوا.

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x