افغانستان

طالبانو د تخار مرکز تالقان ښار په بشپړ ډول ونيوه، ټولو عسکرو او مامورينو ته يې ډاډ ورکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷زمري، ۱۴۰۰ل): طالبانو د خپلو بې ساري پرمختګونو په لړ کې نن مازديګر ناوخته د تخار ولايت مرکز تالقان ښار کې د ولايت مقام، امنيه قومندانۍ، د استخباراتو مرکز، محبس او ټولې دولتي ودانۍ نيولي دي.

د تخار ولايت خبريالانو او امنيتي سرچينو ويلي، چې طالبانو تالقان ښار په بشپړ ډول نیولی او په ښار کې وضعيت نورمال دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي، د دوی جنګياليو په تالقان ښار کې د ولايت مقام سربېره ټولې دولتي ودانۍ نيولي، ټول ښار تر بشپړ کنټرول لاندې دی او حکومتي عسکر په تېښته بريالي شوي دي.

طالبانو ټولو تښتېدلو عسکرو ته په خپل پيغام کې ويلي، چې له مزاحمت څخه لاس واخلي، له طالب جنګياليو سره يو ځای شي او خپل ژوند خوندي کړي.

ښاغلي مجاهد ټولو دولتي مامورينو، د مختلفو ټولنو فعالانو، خبريالانو او نورو خلکو ته ډاډ ورکړی، چې په ارامه له هر ډول ګواښ او خطر پرته خپل ژوند ته دوام ورکړي.

ذبيح الله مجاهد زياته کړې، چې د دوی ټولو جنګياليو ته د ښار امنيت ساتلو لارښوونه شوې، د هېچا د نيولو او ځورولو اجازه نه شته او نه به هم د چا کورونو ته ورځي.

طالبان وايي، د دوی جنګيالي د تالقان ښار په امنيت ساتلو او پوځي چارو بوخت دي.

د نن ورځې په اوږدو کې له کندوز او سرپل وروسته تخار درېيم ولايت شو، چې طالبانو له ټولو ملحقاتو سره ونيوه.

طالب جنګياليو تېره ورځ د جوزجان ولايت مرکز شبرغان او وړمه ورځ د نيمروز ولايت مرکز زرنج ښار نيولي وو.

له تېرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې طالبانو له دوو سوو زياتې ولسوالۍ او سلګونه پوځي مرکزونه نيولي او زرګونه پوځيان ورته تسليم شوي دي.

خو له تېرو درې ورځو راهيسې د ولايتونو د نيولو لړۍ پيل شوې او تر اوسه يې پنځه ولايتونه په بشپړ ډول نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx