نظــر

وطن دوستانو دا افغان وطن مه سوځوئ!

میوند سادات

د کابل حکومت چارواکو دا شل کاله د خلکو د تېر ایستلو لپاره د وطن دوستۍ نارې وهلې،په هره ناسته ولاړه کې یې ویل چې دوی وطن رغوي، د پردیو له احتیاجه یې خلاصوي او برعکس پر طالبانو یې تور پوري کاوه چې وطن خرابوي او عامه او ټولګټي تاسیسات خرابوي، خو واقعیت دا و او دی چې دوی او یرغلګرو ملاتړو یې په تېرو شلو کلونو کې د ولسي ملکیتونو او عام المنفعه تاسیساتو د ورانولو هیڅ فرصت له لاسه نه دی ورکړی!!

امریکایانو پر افغانستان د یرغل په  پیل کې ملکي او عام المنفعه بنسټونه لکه هوایې ډګرونه، راډیویې سټېشنونه، روغتونونه، لویې لارې، دولتي غیر نظامي ودانۍ او دولسي خلکو د راټولیدلو ځایونه او ملکیتونه په نښه او ویجاړ کړل.

له ښارونو څخه د طالبانو تر وتلو وروسته یې بیا هر هغه کور، کلی، باغ، پټی، بازار، سمه او غر بمبار کړل چې طالب یا طالب ته ورته افغان به شپه یا ورځ پکې تېره کړې وه، یابه پکې تېر شوی و، ډير داسي موارد شته چې د کابل حکومت او یرغلګرو د یو طالب په شک باندې بشپړ کلي بمبار کړي چې له امله یې لسګونه ولسي خلک تلف شوي او کلي له خاورو سره برابر شوي دي.

که خبره رالنډه کړو نو له تېرو څو میاشتو راهیسې چې د طالبانو پرمختګونه زیات شوي او دهیواد په مختلفو برخو کې یې ګڼې سیمې او د ولسوالیو مرکزونه نیولي، کابل حکومت په پرله پسې توګه د ولسوالیو مرکزونه او هلته عام المنفعه ځایونه بمبار کړي او خلکو ته یې پراخ ځاني او مالي تلفات هم اړولي دي. په ځانګړې توګه اوس چې د ځینو ولایتونو په مرکزونو کې جګړې روانې دي او ځینې یې د طالبانو په ولکه کې راغلي، نو کابل حکومت او یرغلګرو یو ځل بیا د عام المنفعه تاسیساتو، تعلیمي او صحي مرکزونو، مارکیټونو او دوکانونو ویجاړولو ته زور ورکړی.

له څو ورځو راهیسې چې لښکرګاه کې جګړه ګرمه ده او حکومتي ځواکونه یوازي په څو ودانیو کې ایسار دي، له هیڅ ډول وحشت څخه مخ نه اړوي، اریانا روغتون، بست پوهنتون،د صافیانو روغتون، د محمد انور خان لېسه د زرګرانو مارکیټ او لسګونه نور مارکیټونه یې بمبار او د اور خوراک کړل او متاسفانه د بیا نړونې او بیا ویجاړۍ همدا لړۍ د ګران هیواد په بېلابیلو ولایتونو کې روانه ده، تازه خبر دی چې کندز او شبرغان ښارونو کې هم ګډو ځواکونو د ولسي خلکو شتمنۍ له منځه وړې دي، پر مارکیټونو، دوکانونو او ټولګټې ځایونو یې بمونه غورځولي او خلکو ته یې پراخ ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.

د وطن دوستانو وطن د ښمني نوره د پټولو نه ده، دوی د نیوریاک او واشنګټن دساتنې او خپلو شخصي ګټو دبقاء لپاره د هیواد بنسټونه له منځه وړي،ښځې او ماشومان په وینو کې لمبوي او ګران هیواد د ویجاړۍ لویې کندې ته ټېل وهي.

وطن دوستانو نو ردا وطن مه ورانوئ، مه یې سوځوئ او له دې وران افغانستان څخه د نیویارک او واشنګټن دساتنې سنګر مه جوړوئ، شل کاله مو کلي او بانډې راته بمبار بمبار کړې، هره ونه او ترخه  مو په نښه کړه، مواشي مو راته یو یو وویشتل، اوس مو د ښارونو ویجاړۍ ته کار ویلی، وطن دوستانو که وجدان لرئ نو دا ښارونه مه را ورانوئ!

ای له غرب څخه راغلو وطن دوستانوداشل کاله مو چې د مظلوم افغان ولس او ګران افغانستان په برخلیک لوبې وکړې اوس چې تاسي خپلو متبوع هیوادونو ته د تیښتې سیالۍ کوئ، دا ولس او وطن دومره حق نه درباندې لري چې په ښارونو کې پاته روغې ودانۍ، تعلیمي او صحي مرکزونه او عام المنفعه بنسټونه روغ ورته وسپارئ! کوم دیني او ملي ارزښت که په رسمیت نه پیژنئ، نو د خپلو متبوع امریکایانو او اروپایانو دا یو مثبت کردار خو زده کړئ،چې پر خپل وحشت پښېمانه شئ او دا غریب افغان وطن نور راته مه ورانوئ، مه یې کنډواله کوئ او مه یې سوځوئ!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx