
افغانستان
د بګرام زندان پر څارنوالانو کابل کې برید شوی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷زمري، ۱۴۰۰ل): په بګرام زندان کې له کورنیو او بهرنیو جرمونو سره د مبارزې د عدلي مرکز د څارنوالو پر موټر وسله وال برید کې دوه څارنوالان وژل شوي او د هغوی یو بل همکار ټپي شوی.
طوفان عمري او سید کاظم چې د کورنیو او بهرنیو جرمونو سره د مبارزې په عدلي مرکز کې يې د څارنوالانو په حیث دندې سرته رسولې، د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې ترور شوي.
لویه څارنوالي وایي، د بګرام د عدلي مرکز د څارنوالانو پر لېږدوونکي موټر ډزې شوې دي چې له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې.
طوفان عمري د هشت صبح ورځپاڼې پخوانی خبریال پاتې شوی او او س مهال یې د څارنوالۍ تر څنګ د «پکتیا غژ» په نوم د یوې سیمه ییزې راډيو مسئولیت هم په غاړه درلود.
تر دې دمه د يادې پېښې مسئولیت چا نه دی منلی.