افغانستان

پاکستان: افغان پلاوي ته مو څرګنده کړې چې د سفیر لور تښتول شوې نه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷زمري، ۱۴۰۰ل): په اسلام اباد کې د افغان سفیر «نجیب الله علیخیل» د لور د تښتول کېدو د قضيې څېړلو ته ګمارل شوی پلاوی اسلام اباد ته تللی او د پېښې په اړه یې له پاکستاني چارواکو معلومات ترلاسه کړي.

کابو یوه میاشت په اسلام اباد کې د کابل سفیر ادعا وکړه، چې لور یې «سلسه علیخیل» په یاد ښار کې ناڅرګندو کسانو له لوري لومړی تښتول شوې او بیا تر څو ساعته بند او شکنجو وروسته خوشې شوې ده.

دې پېښې توند غبرګونونه راوپاورل او د کابل حکومت مشر په اسلام اباد کې خپل سفارت تر ناڅرګندې نېټې وتاړه او ډيپلوماټان یې کابل ته وبلل.

تېره اوونۍ د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی اسلام اباد ته ولاړ، تر څو یاده قضیه په هر اړخیز ډول له پاکستاني چارواکو سره وڅېړي او په تړاو یې معلومات ترې واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې  افغان پلاوي ته یې د یادې قضیې په اړه بشپړ معلومات او د امنیتي ادارو د څېړنو پایلې وړاندې کړي دي او ټول هغه موقیعتونه چې د سفیر لور پکې تګ راتګ کړی و، د پلاوي تر نظر تېر شوي دي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې ټول تخنیکي معلومات، د موبایلونو بريښنايي مواد او د څارونکو کېمرو انځورونه او ويډیوګانې له پلاوي سره شریکې شوې دي او هغوی قانع کړل شوي، چې د سفیر د لور د تښتول کېدو راپورونه سم نه دي.

د اعلامیې په بنسټ، سره له دې چې د سفیر لور تښتول شوې نه ده، خو پاکستان په کابل کې د افغانستان د سفارت امنیتي چارې نورې هم ټینګې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د کابل د غلامی اداری لویه ستوننزه دا ده چه په فساد او غلامی سربیره ناپوهه او بی کفایتی هم لری، د دی د پاره چه د پاکستان حکومت بی امنه ثابت کړی د خپلی پیغلی او حسینی لوړ معنیات یی پکی تر خاورو لاندی او قربانی کړل. د دی په ځآی چه لور یی خپله یادوله خبله سفیر او یا کوم زوی یا ورور یی باید یاد کړی وی چه چا تښتولی د پیسو د پاره، پیسی مو ورکړی ومو ژغورلو د پاکستان حکومت کومه مرسته ونه کړه. برخلاف دوی د سفیر شل کلنه او حسینه لور په اړه… نور لوستل »

Pattang

مجاهد صیب دې ته خلقي او خادستي چمونه وایې په داسې بې ناموسي هم دوی فاسده ایديالوژي ساتي !
مجاهد صیب د سفیر کور ، لور او عیال یې خدمتي موټر او نفر خدمت موټروان او ساتونکي لري ، هغوی په خپل موټر کې ځي او راځي ! دغه ټوله دسیسه ده چې فاسدین پرې افغان اولس را پورته کوي !

عبدالرقیب

مجاهده ځوانه ته اوس د کومي خوا ګډ یې. دا څه اوتي بوتي وایې. وروره نه هغه داسي پښتنه نجلۍ ده او نه یې داسي پښتنه کورنۍ ده. د هغې وره ورځ دا روزګار وو چي لکه نر (زموږ نارینه ولاکه دومره ازاد وي، چي و یو ځای ته ځي یو څو انډیوالان د ځانه سره بیایي) په یوازي سر به راوتله چي هر ځوان به یې خوښ سو ورسره تلله به. هغه نه د بدنامي په قصه کي دي او نه هم دا واده او پیغلتوب د دوئ په کروني فرهنګ کي مطرح دی. دا وایه چي خدای دي… نور لوستل »

تور سپین

دا بى بى سلسله په يوه سلسله کارو، چه دپلار او مور يى په پټه کول، روسوا سول. نو يى د انسان تښتونې نوم ورکړى. ځوانه ده نادانه، کم عقله ده. دومره ليرى يى فکر نه رسيده، او د خيانت ملى په پلان د پلار په مشوره ور ګډه سول. مګر دا خورکى او د دى د وطن د مينى څخه غلطه استفاده و سول. مګر پتو متل دى کوږ بار تر منزله نه رسېږى. مګر اوس دى شرم که يى لرى تر ابده تر پاته سوو.

Pattang

نالت پر دې سفیر چې دخپلې لور رنګ یې په ناحقه بد که ، دې ته خلقي کمونیستي چلبازي وایې چې د فاسد دولت د ساتلو لپاره هم په ناموس تجارت کوي !

ګمنام سپاهی

د #ستان په اعلامیه بیا دا ډندوره وهل کیږي چې دا د هندوستان پلان دی چې د #ستان د لاچټلولو لپاره یې کارولی.

دا که دا پيښه هر څه وي یا داچې د کابل فاسد حکومت یې پلټنه او پوشتنه نسي کولای بیله موضوع ده ولې ددې ## هیواد سره په کلکه مبارزه په کار ده لکه څرنګه چې د امریکایي شکیلاک سره وسوه.

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx